تاند- نامعلومو وسله والو کسانو په هلمند ولایت کې د نیویارک ټایمز سیمه ییز افغان خبریال وژلی دی.

د هلمند د ولایتي چارواکو په وینا د نور احمد نوري مړی، چې په دغه ولایت کې یې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته کار کاوه، د لشکرګاه په لګان مېنه کې په یوه بوجۍ کې وموندل شو.

د هلمند د والي د ویندوی عمرځواک په وینا د نوري مړی تېره شپه د پولیسو له لوري وموندل شو.

د ځواک په وینا پولیس وايي چې نوري تر وژل کېدو مخکې شکنجه شوی دی.

ده ونه ویل چې نوموړی د چا له لوري وژل شوی دی.

د نوري د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی د پنجشنبې په سهار له کوره د کار ځای په لور روان و چې په لاره بې درکه شو، او ټېلفون یې ګول شو.

د هلمند د والي له قوله ویل شوي چې د نوري د قتل د انګېزې او د وژونکو د نیولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.

نوري په اصل کې د لغمان اوسېدونکی و او له تېرو دوو کلونو راهیسي یې په هلمند ولایت کې د نیویارک ټایمز لپاره کار کاوه.

په هلمند کې د بُست راډیو مشر عبدالاسلام زاهد وايي چې نوري ته په وروستیو میاشتو کې د دولت وسله والو مخالفانو څو ځلي خبرداري ورکړي ول.

خو د نوري ورور وايي چې د طالبانو له خبرداریو وروسته د ده ورور (نور احمد نوري) له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره کار بس کړی و.

 تر دې مخکې صمد روحاني او یو شمېر نور خبریالان هم په هلمند کې وژل شوي خو قاتلان یې څرګند شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *