تاند- د افغانستان حکومت، چې له امریکا سره یې اختلافات مخ پر زیاتېدو دي، په افغان رسنیو کې د هغو اعلانونو د خپرېدو مخه نیولې چې له ۲۰۱۴ وروسته په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو د تبلیغ لپاره جوړ شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا اعلانونه، چې د ځینو د خپرېدو مصرف د امریکا یوې ادارې ورکاوه، د دې لپاره د افغان چارواکو له مخالفت سره مخامخ شول چې په هغو کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتل کېدل چې له امریکا سره د امنیتي موافقې له نه لاسلیکولو لاس واخلي او پرېږدي چې امریکايي پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې له هغو رسنیو څخه، چې له څو اوونیو راهیسي یې دا اعلانونه خپرول، په دې خاطر پوښتنې- ګروېږنې کېږي چې د دوی د اعلان د تمویل سرچینه نه ده څرګنده.

دا علانونه اوس په ټولو رسنیو کې منع شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي د چهارشنبې په ورځ رویټرز ته وویل:«موږ له رسنیو څخه تحقیقات پیل کړي څو څرګنده کړو چې د دې ډول اعلانونو د خپرولو پیسې څوک ورکوي.»

په اعلانونو کې له یو شمېر افغان چارواکو او عامو خلکو سره مرکې هم شاملې دي چې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون د افغانستان په خیر بولي.

د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو په خاطر په افغانستان کې پانګونه، او د سوداګرو کاروبار سخت زیان لیدلی ځکه ډېری خلک د راتلونکي په اړه نهیلي او نامطمین دي.

One thought on “حکومت د رسنیو له لارې د امنیتي تړون په ګټه تبلیغاتي اعلانونه منع کړل”
  1. د کرزی په دریځ کی د دری مسالو یاده شوی لومړی دسولی تامین دوهم د افغانستان د ارضی تمامیت تضمین او دریم د افغانانو کورونو ته د بهرنیانو ننوتل او د هغوی وژل او بیعزته کول چی دا د اروپا دبشر د حقوقو د دوهمی او دریمی مادی خلاف دی په دری واړو موضوعګانو کی د افغانستان د حکومت دریځ د ملی منافعو سره سمون لری دا موضوع د امریکا ا او کرزی صاحب ا اختلاف نه دی بلکه دا اختلاف د افغان او امریکا تر منځ د ګټو تفاوت دی مونږ خپل هیواد کی سوله او زمکنی بشپړتیا غواړو اوامریکا اډی مونږ د اډو سره نه یو مخالف نه یو خو هغوی دی مونږ ته سوله راولی او زمونږ زمکنی بشپړتیا تامین کړی او که پاکستان دوی ته دومره مهم ملګری وی چی دومره هم ورته نه شی ویلی چی سوله د افغانستان او پاکستان په ګټه ده بیا دلته د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته څه ضرورت نو د سولی او د افغانستان د زمکنی تمامیت پرته د بهرنیو اډو موجودیت د افغانستان په ګټه کار نه دی نو د کرزی دریځ په دی مورد کی زمونږ د هییواد په ګټه او د تائید وړ دی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *