فرهنګي ديپلوماسي ،له نورو هېوادونو یا خلکو سره د اړیکو فن دی.
د ديپلوماسۍ کلمه هم د زیاترو نورو علمي کلمو او اصطلاحاتو په شان یوناني ریښه لري. دا کلمه په یوناني ژبه کې ، د دپلوما Diploma له هغې راغلې ده. لرغونو یونانیانو دا کلمه : دپلوما Diploma د شهادتنامې په مانا کارولې ده ، خو د روم په امپراطورۍ کې د دپلوما Diploma کلمه ، د سفر د رسمي وثیقو د اسنادو په نامه یاده شوې ده. په اصطلاح کې د خبرو اترو ، راشه درشي او لیدنو کتنو له لارې د نړیوالو اړیکو ساتنې،پالنې او څېړنې ته ویل کېږي.
دا کار اوس د هر هېواد د بهرني سیاست غوره برخه جوړوي . د ديپلوماسي سرته رسوونکي ، ديپلوماتیک هیات دی. د ديپلوماتیک هیات کار او دندې د ځانګړو مصوونیتونو او امتیازانو په درلودلو سره د ځانګړو کنوانسیونو او قوانینو په تیره بیا د ۱۹۶۱ کال د ژینو د ديپلوماتیک کنوانسیون ، له لارې تر سره کېږي.
خو تر دې نه دمخه لږ د ديپلوماسۍ په اړه:
“ديپلوماسي یا د دولتونو ترمنځ د اړیکو مدیریت او یا د نورو لوبغاړو سره د اړیکو څارنه او څېړنه کوي .ددغو څېړنو زیاتره برخه ، بهرنیو اړیکو پورې اړه پیدا کوي.”۱
که د رسمي ديپلوماسۍ اساسي دندې په څو خبرو کې را لنډې کړو ، هغه به داسې وي:
“۱-د سیاسي اړیکو ټېنګېدل ، د اعتمادلیک وړاندې کول او ديپلوماتیک حضور.
۲-ساتنه او پالنه ،تشریح او خبر ورکول .
۳- د نویو سیاستونو اېښودل او نوښت.
۴-د شخړو او ناکراریو او تربګنیو آوراول او تر هر څه د مخه د هغو سوله ییز حل .
۵- د بدلونونو او اوښتونونو د پرمختګ مدیریت او نظم .
۶-د نړیوالو قوانینو پوهېدنه او نظم. “۲
نو له دې کبله ویلي شو چې ديپلوماسي هغه وسیله ده چې دولتونه د هغو په مرسته د خپلو رسمي او غیر رسمي نمایندګیو له لارې له نورو سره د اړیکو ساتنه او پالنه کوي .
دغه راز دولتونه او یا سازمانونه ، له ځېنو نورو وسیلو نه ، لکه له لیکونو ،خبرو اترو ، رسمي او خصوصي لیدنو کتنو ، آن ګواښونو او نورو هغو نه په ګټې اخېستنې سره د خپلو ګټو او له نورو سره اکثرآ د ښو اړیکو ، یا پر نورو د اغېز یا د هغو د لاښې پېژندنې لپاره کار اخلي .
له جګړې لږ آپلو
فرهنکي ديپلوماسي
دویمه برخه
د فرهنګي دیپلوماسي اصلي بحث تر رسېدو د مخه به لږ د فرهنګ په اړه هم وغږېږو :
فرهنګ
فرهنګ یا کلتور
په دې اړه لولو:
” د کلتور اصطلاح پخوانۍ لرغونې ريښه لري . د دي اصطلاح يا کلمې ريښه د لاتيني ژبي د کلتورا يا ( Cultura) کليمې ته ر سيږي ، چي د کرنې لپاره د مځکې چمتو کولو ، څارنې او پالنې مانا لري . دا په دې مانا چې په لرغونو زمانو کي د کلتور کلمه د کرنې لپاره د شاړې ځمکې د چمتو کولو او آبادولو مانا لرله . مګر دې کليمې بيا د لرغوني يونان په زمانه کې نورې ماناوې درلودې : د ادب او فرهنګ ؛ او له همدې کبله دی چې د کلتور د پيل وياړ تل په يونانيانو پورې تړلی دی . د ساري په توګه که موږ د دوی د “پولس”کلمه راواخلو ، د هغه ښار مانا يې لرله چې يو زيات شمېر خلک په کې استوګن وو . هغوی ټول د خپل ښار د قوانينو تابع وو . همدا ښار هممهاله د دوی دولت هم وو ، هغه دولت چې خپله اداره ، قانون ، شورا او قواعد يې درلودل . په همدې ښار کي ښوونې او روزنې د کلتور مانا لرله . د يونانيانو روزنې او ښوونې نه يوازې ماشوم پالنې ته ، بلکې د ښکلايز ذوق روزنې ته هم پاملرنه کوله . دې کار په خپله د کلتور په وده او پالنه کې د پام وړ ونډه لرله .” ۳
د سیاسي علومو په يوه فرهنګ کې راغلي دي:
۱-هر هغه څه چې انسانانو ته له لرغونو زمانو راپاتې دي ،هغه فرهنګ دی . دغه څه اوس پر دوی اغېزمن او د هغو راتلونکې جوړوي.
۲-هغه معنوي او مادي عناصر دي چې په ټولنیزو سازمانو کې شتوالی لري او روان وي او له یوه نسله بل هغه ته ور لېږدي.دا څه ټولنیز یا فرهنګي میراث بلل کېږي.
معنوي فرهنګ : د علم او هنر په برخه کې د ټولنې ټولې لاس ته راوړنې دي.
او مادي فرهنګ : ټول هغه تولیدي وسایل او نور مادي څیزونه دي چې د ټولنې اقتصادي بنسټ جوړوي.
۳-د بشري وګړو ترمنځ د اړیکو جوهر دی . دا اړیکي هغه وخت په غوره او اغېزمنه توګه ټنېګدای شي چې نړۍ خورا ، خوار او محروم خلک له فقر ، لوږې او بیسوادۍ نه وژغورل شي.
د یوه ستر فرهنګ جوړېدل او رامنځته کېدل ، یو پرله پسې او تدریجي بهیر لري ، خو برعکس ، لومړنیو او بدوي ټولنو ته شا ته تګ خورا چټک او د واورې ښويېدنې ته ورته دی.
۴- د ستر فرانسوي انسانپېژندونکي کلود لوی استروس(۱۹۰۸-۲۰۰۹) په وینا، فرهنګ د چاپېریال د بدلون او د ناببره اټکلېدونکو او نه اټکلېدونکو پېښو پر وړاندې د مقاومت د درلودلو لپاره د انسان د وړتیا پیدا کولو قدرت دی.
د فرانسوي اداوارد هریو ، د وینا له مخې فرهنګ هماغه څه دی چې کله هرڅه هېروو ، هغه موږ ته پاتېږي او کله چې مو هر څه زده کړل ، د هغه نشته والی احساسوو او هر هغه څه چې موږ ته پاتېږي همدا بشر دوستي ده .۴
د لرغونو يونانیانو يو بل قوت په دې کي وو ، چې هغوی له طبيعت سره خپل اړيکي هېڅکله نه دي پري کړي . د مځکي ، اسمان او په ټولیزه توګه له کيهان سره ښه کول ، تر خدای نمانځني پورې رسېدل ، چي په خپله د نه هيريدونکو ابدي اثارو د زيږېدو سبب شوي دي .
په منځنۍ پيړۍ کي د فرهنګ په باب نظر او تفکر ډول چور بدلون مومي . د هر څه موخه او هدف خدای ، خدای نمانځنه او عبادت دی . په يوازیني خدای باور د ځمکي او اسمان هستوونکی د ژوند او مرګ خالق او د ليدونکو او نه ليدونکو اداره کوونکی ، ټول هنري ، تخليقي اثار ودانۍ ، رسامۍ ، نقاشۍ ، موسيقي او مجسمې ټول د خدای لپاره وو .
په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې ، د فرهنګ پراختيا ، د فرهنګ ماهيت او د فرهنګ ونډې د انسان په مادي او معنوي ژوند کي خپل ځای پيدا کړ . فرهنګ په دغه زمانه کې کله له فلالوژۍ ، کله له تاريخ او کله هم له فلسفې سره لوستل کېږي ، خو ورځ په ورځ ځانته د زيات پام له امله يو نيم ځای د ځانګړي مضمون په توګه هم ځان څرګندوي . په همدي وخت کي وو چي د فرهنګ کلمې د هغه څه مانا ورکوله چي انسان د خپل مهارت په مرسته ، خپله تر لاسه کړي وي . دا هغه څه وو چي د انسان له خوا د طبيعت پر وړاندې د دویم طبيعت را پيداکول نومېږي . داسې فکر کېږي چي د فرهنګي څېړنو په بهير کې به دا د فرهنګ تر ټولو ساده مانا وي . وروسته بيا د خلکو او کوچنيو ډلو او ګروپونو د ژوند لاسته راوړنې او تخليقي مجموعې د فرهنګ په مانا يادېدلې چي البته دا نظريه تر نولسمي پيړۍ پوري دود وه . “
د انسان او طبيعت تر منځ همغږي فرهنګ دی . فرهنګ ژوندې اورګانيزم دی چي د بل هر ژوندي ارګانيزم په څير زيږي ، وده کوي ،لويېږي ، زړېږي ،خو ډير په ځنډ مري: چي دا شان مرګ ته ، آن مرګ هم نه شو ويلی .
د فرهنګ اصلي موضوع لکه هغه شان چي ځينو پوهانو ويلي ، د ژوند د مادي يا معنوي اړخ په اړه بحث او څېړنه نه ده ، بلکي روح او د هغه پر را زيږېدونکو مادي ارزښتنو پوهېدل دي . له همدي کبله ( ي ، ي ، يفياش ) په دې اړه وايي : مشهوره فلسفي مسله د انسان نړۍ او په دي نړۍ کي د هغه دريځ دی . د سقراط د نظريې له مخې دي چي انسان د خپلې پيژندنې په بهير کي له يوه پړاو نه بل ته درومي او په عملي ډګر کي چي فرهنګ څېړي له عمومي فلسفي نه ټولنيزې فلسفې ته او له ټولنيزي فلسفې نه بالاخره د فرهنګپوهنې ، پوهي ته تېرېږي. . . ۶ـ”
په اوسنۍ زمانه کې د دولتونو تر منځ د تګ راتګ او اړیکو د ټېنګېدو سره ، فرهنګي چارې د هغو د رسمي سیاست یوه برخه شوه . د هغو په کړنلارو او تګلارو کې فرهنګي برخې ځانګړی ځای وموند .
هغه دود دستور ، ارزښتونه او قواعد چې يوې ټولنې ، ډلې او يا جلا جلا وګړو ته د هغو په فرهنګي او معنوي هلوځلو او ارمانونو کې لارښوونه کوي ، هغه ته فرهنګي تګلاره ، فرهنګي دريځ ، فرهنګي سیاست یا فرهنګي ديپلوماسي وايي …. نور بیا
اوکراین –کیف
د افغانستان داسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې ، د هېواد فرهنګي سیاست او تګلارې ته په وار وار سره اشاره شوې ده. اساسي قانون خو لا د ملي فرهنګ نوم یادوي او د هېواد د تعلیمي نصاب بنسټ یې ګڼي:
“پنځه څلوېښتمه ماده
دولت د اسلام د سپېڅلی دین د حکمونو پر بنسټ له ملی فرهنګ او علمی اصولو سره سم، واحد تعلیمی نصاب جوړ او تطبیقوي او د ښوونځیو د دیني مضمونونو نصاب په افغانستان کې د شته اسلامی مذهبونو پر بنسټ تدوینوی.”
همدا قانون اووه څلویښتمه ماده هم د فرهنګ یادونه کوي او وايي:
“اووه څلوېښتمه ماده
دولت د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړوي. “
دغه راز پينځه اویایمه ماده خو فرهنګي طرحې د حکومت له غوره دندو يوه دنده بولي او وايي:
“د ټولنیزو،فرهنګي، اقتصادي اوتکنالوژۍ د پرمختیایي پروګرامونه طرح او تطبیقول. “
او په یوسلو اووه دېرشمه ماده کې خو آن محلي ادارو ته نه یوازې د اقتصادي او ټولنیزې ودې د ودې صلاحیت ورکوي بلکې داسې یادونه کوي:
“حکومت د مرکزیت د اصل په ساتلو سره د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي چارو دګړندي کولو، ښه والي او ملي ژوند په پرمختګ کې د خلکو د لازیاتې ونډې اخیستلو په منظور، لازم صلاحیتونه د قانون له حکمونو سره سم محلي ادارې ته سپاري. “
باید یادونه وشي چې فرهنګ،د هغه ساتنه پالنه ، یا د رسمي ادارو یا قوانینو له لارې د هغه دودول او يا په کومې برخې بندیز لګول خورا کړکېچنه موضوع ده . باید له هغه سره ډېر احتیاط وشي .
خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې او سیاست کې د فرهنګي سیاست په اړه لا تر اوسه هم کوم ځانګړی روښانه دریځ نه شته چې هره ورځ د هغه ثمر ووینو .
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ( په ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونوله خوا منل شوې ) د هر وګړي د فرهنګي حقونو د لرلو یادونه کوي.
نه يوازې دا بلکې د ملګرو ملتونو د یونسکو اداره خو فرهنګ ته پوره پاملرنه لري.
خو هغه څه چې موږ دلته خبرې پرې کوو ، که څه هم فرهنګي ديپلوماسي نومېږي ،مګر دا چور یو نوی سیاست دی. دا هماغه پخوانی کاردی . هماغه پخوانۍ هڅې دي ، یوازې په يوه نوي تدبیر سره . دا دیوه ملت ارزښتونو ته دنورو خلکو دپام وراړولو او د همدې فرهنګي ارزښتونو له لارې پر هغو اغېز دی.
نن سبا د جګړې خصوصي کېدل ، د ترهګرۍ تکنالوژیک والي او کیمیايي کېدلو ، د نړیوال واک له انحصارګرو واک وړی دي . د یوه هېواد یا خلکو له خوا پر بل هېواد او خلکو اغیز یوازې د زور او جګړې له لارې نه کېږي . دا پښتو متل چې وايي : کلي په زور نه کېږي.
نو اوس به له دې دوو کلمو نه د جوړې شوې اصطلاح یا فرهنګي ديپلوماسۍ ،په اړه خبرو ته راشو :
له جګړې لږ آپلو
فرهنکي ديپلوماسي
درېیمه برخه
فرهنګي ديپلوماسي:
هغه قواعد،اصول او ارزښتونه دي چې په ملي او نړیواله کچه وګړي یا یو دولت ته په فرهنګي برخه کې لارښوونه کوي.
که څه هم په لرغونو زمانو کې د فرهنګي ديپلوماسۍ نوم اخېستل شوی نه دی،خو د کرارۍ او فن له لارې پر خلکو د اغیز لارې چارې له پخوا دود وې.
د سارې په توګه یو روایت داسې وايي چې د شپږمې ياپينځمې له ميلاده مخکې پېړۍ پرمهال په لرغوني چين کې د ” لائوسه ” په نامه یو فیلسوف ژوندکاوه.
دې استاد د داسې یوې طریقې بنسټ اېښی چې هغه درې ستنې درلودې: اقتصاد،سادګي او له ټولو سره ښه اخلاق .
هغه په دې معتقد و ،چې د مقاومت تر اغېزه ، د نه مقاومت اغېز زیات دی .
” نوې ديپلوماسي خورا لرغونی تاریخ نه لري . په واقعیت کې نوې ديپلوماسي د دولتونو د سیستم Stute Systom د وستفالي ۱۶۴۸ تړون نه وروسته رامنځته شوې ده “
“دویمه نړیواله جګړه ، د نوې ديپلوماسۍ لپاره يوه ستره آزموینه وه . دې جګړې د ديپلوماسۍ نیمګړي او پیاوړي اړخونه ښه راڅرګند کړل . او د جګړې فاتحین دې ته اړوتل چې د نړیوالو اړیکو نیمګړتیاوې د خپل تصور او پوهې له مخې سمې او بشپړې کړي . په دې کار کې د هغو اساسي هدف د زور مخنيوی ، د ملګرو ملتونو او اتلانتیک د سازمان له خوا د نیمګړتیاوو لرې کول و “.
له لرغونو زمانو راهیسې د نړیوالو اړیکو اساسي ستنې او بنسټونه درې ګڼل کېدل:
الف:سیاسي
ب:اقتصادي
ج:امنیتي
تر سړې جګړې وروسته ، کارپوهان او د نړیوالو اړیکو په تېره بیا عمومي دیپلوماسۍ څېړونکي په دې نظر شول ، چې د اوسنۍ زمانې په سیاست او کړکیچن دوران کې تر ټولو اغېزمن اړیکي ، فرهنګي اړیکي دي .
اوس په پوهنیزه توګه ، حقوقپوهان د نړیوالو اړیکو په اصولو کې تر هغو دریو نه وروسته ، فرهنګي هغه څلورمه ستنه ګڼل کېږي.
دغه پوهان فرهنګي دیپلوماسي د هېوادونو په بهرني سیاست کې د “نرم واک “په نامه یادوي . یا دا چې د دوي په وینا نرم واک فرهنګي ديپلوماسي ده .
نرم واک (Soft War)هغه لارې چارې،وسایل او کړه وړه دي چې د هېوادونو یا بېلابېلو ولسونو او خلکو ته د هغو له لارې فرهنګي اغېز ورلېږدول کېږي .
په بله وینا،د فرهنګ،دود دستور او ځانګړو ایډیالونو له لارې پر نورو غوره اغېز ، فرهنګي ديپلوماسي ده.
په دې کار کې ، دخپل هېواد په فرهنګي ارزښتونو او نورو ملي ایډیالونو پوهېدنه او زده کړه خورا مهمه او دې ارمان ته د رسېدو لپاره د هغه لومړنۍ موخه ده .
دویم دا چې بل هېواد او نورو خلکو ته ددغو ارمانونورسول ،په داسې ډول ورپپژندنه چې پر هغو اغېزناک ،اغېز ولري .
د همدې اغېز له مخې او د هغه اهمیت ته په پام سره ده ، چې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ماهران او متخصیصین د عمومي ديپلوماسۍ پخواني سلسله مراتب : اقتصاد ، سیاست او فرهنګ ، په نامه سره ترتیبول ، خو ننني کارپوهان اوس هغه داسې سره ترتیبوي:
فرهنګ، اقتصاد ،سیاست.
فرهنګ په خپله لمن کې د ډېرو نورو څانګو تر څنګ دغه پنځه اساسي ټکي رانغاړي:
دین، ژبه، تاریخ، حکومت او کورنۍ.
د نرم واک (Soft War)اصطلاح د لومړي ځل لپاره امریکايي جوزوف نای کارولې ده . هغه پر ۱۹۹۰م کال یو کتاب ولیکه .دهغه دا کتاب “د امریکایي واک د ماهیت بدلون” نومېده.ښاغلی نای د هارورد د پوهنتون د کنېډي د حکومتدارۍ د پوهنځي استاد وو. هغه پر ۲۰۰۴ کال بل یو کتاب ولیکه او خپل دا کتاب یې : “نرم واک : په نړیوالو سیاستونو کې د بري لاره” ونوماوه.
که څه هم له پخوا زمانو راهیسې د یوه ملت د فرهنګي اوښتون او بدلون لارې ، هغه جګړه، ګواښ او لاندې کول وو ، خو نن سبا دا کار د نرم قدرت یا فرهنګي ديپلوماسۍ له لارې کېږي .
نن سبا دغه دریځ لویو هېوادونو هم خپل کړی دی . نن د نړۍ یو ستر هېواد چین دی . د هغه هېواد د کمونست ګوند یو مشر د هغه هېواد د کمونست ګوند په يوه کنګره کې په رسمي توګه د نرم واک د زیاتېدو خبره یاده کړه.
نرم واک د یوه ملت د خلکو پر زړه او ذهن لاسبري دی.
دا کار اوس ستر هېوادونه له دې لارو تر سره کوي:
د نورو هېوادونوفرهنګ پېژندنه ، دهغو پر دود دستور ، مذهبي عقایدو او ارزښتونو پوهېدنه ، د خپلو ملي ګټو د پېژندنې او بیا د ترلاسه راوړلو لپاره ، په هماغه ټاکلي ساحه یا هېواد کې د فرهنګي مرکزونو ، د ژبو د زده کړو ، د ماهرانو او محصلینو د د روزلو، د ځېنو روزنځایونو جوړول او پرانستل . په نړیوالو یا دوه اخیزو فرهنګي غونډو ، کنفرانسونو او ناستو او ولاړو کې ګډون هغه بله لاره ده چې داسیاست عملي کوي .
اوس به وګورو چې د زورواکۍ او نرم واک ځانګړتیاوې څنګه دي
نوربیا
کیف – اوکراین
له جګړې لږ آپلو
فرهنکي ديپلوماسي
څلورمه برخه
زورواکي او نرم واک
“زورواکي یا د زور عظمت ؛ دا هغه لاره ده چې د یوه هېواد هر څه پر پوځي قدرت او اقتصاد ولاړ وي او د هغو په مرسته تر سره کېږي . نرم پرتم یا عظمت هغه دی چې یو هېواد د خپل فرهنګ،سیاسي ایدیالونو او تګلارو له پلوه په زړه پورې وي.
زورواکي په نړۍ کې خپل ټاکونکی اهمیت له لاسه نه ورکوي ،هغه هم په هغو حالاتو کې چې دولت د خپلې خپلواکۍ او بشپړتیا ساتنه کوي او تل دې ته چمتو وي چې د ترهګرو او یا یرغلګرو پر وړاندې د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي .
په دې حالاتو کې دی چې نرم واک ورځ تر ورځې د خپل چاپيریال د پراخولو او پر خلکو د لا اغیز لپاره اهمیت پیدا کوي ، پلویان لټوي او خپل سوله ییز او ښکلاییز ، په زړه پورې والی ښکاره کوي “
په نرم واک کې دا درې ټکي د پام وړ دي:
۱-د يوه هېواد فرهنګ
۲-دهغه سیاسي ارزښتونه
۳-دهغه بهرني سیاست چې روښانه او پر اخلاقي معیارونو ولاړ وي.
او که خپلې خبرې رالنډې کړو ، هغه به داسې وي :
په وروستیو لسیزو کې نرم واک ، راتلونکي واک یا د ځيرک واک اصطلاحات ، د عمومي او بیا د فرهنګي ديپلوماسي تر څنګه وکارول شول .
چا وویل : د یو چا ، یا ډلې او یا په ټولي توګه د ملتونو د زړونو او ذهن لاندې کول ، همدا نرم واک دی ، خو په هر حال ، لا تر اوسه هم ديپلوماسي ، مالي مرستي او په پای کې وسولوال واک خپل واک ساتلی دی . لا تر اوسه هم چا د جګړیز ، زور او نرم واک تر منځ ، د جلاوالي کرښه ویستلې نه ده .
نرم واک ، هغه توان دی چې نور، هغه کار ته وهڅوې چې تاسې يې غواړئ ، هغه هم د لېوالتیا او هڅونې له لارې ، نه د زور او واک له لارې .
دا کار زیاتره په غیر مستقیمه توګه تر سره کېږي .
د خپلو موخو او اهدافو لپاره پر نورو داسې اغیز چې له زور او پوځي واکه پرته يې ته ، ستا هېواد ، ستا سیاست او تګلاره ، خوښ شي . او همدا چاره د فرهنګي دیپلوماسۍ ، بنسټ جوړوي .
پای
اخــــځلیک
1 : بارستون، ديپلوماسي نوين ، محمد اصفر جواد ،ژباړه ،لومړی مخ.
۲ـ هماغه اثر
۳ـ بهاند ، لطيف ، کلتور پوهنه ،مسکو،۱۳۶۰ل ، دويم مخ .
۴ــ بځشي علي آقا، افشاري منيژه ،فرهنګ علوم سياسي ، تهران ،۱۳۸۳کال ،۱۵۷مخ.
۵ــ هماغه اثر درېيم مخ.
۶ــ هماغه اثر ،۴مخ .
۷ــ هنري کيسنجر،ديپلوماسي ، لومړی ټوک ،سريزه، لومړی مخ .
۸ــ هماغه اثر ،۳۰مخ.
۹ــ الماناخ وستوک، Soft power, или “мягкая сила”
،۲۰۰۶ کال،۵ ګڼه،دویم مخ.
۱۰ــ هماغه اثر ،۳مخ.
کیف – اوکراین
دا لومړی ځل دی چی زمونږ یو پښتون په کار پوه ، دیپلومات او د هیواد خدمتګار د ديپلوماسی په باب خپل قلم را اخیستی او داسی په زړه پوری معلومات یی په ډیرو ښکلو الفاظو کی خپلی ټولنی ته وړاندی کړیدی. پداسی حال کی چی د ښاغلی دوکتور عبدالطیف بهاند له دی خدمت نه مننه کوو، هیله من یو چی خپل دی باارزښته کار ته دوام ورکړی او د ديپلوماسی په باب په پښتو ژبه خپل تحقیقاتی او معلوماتی یاداشتونه ، تجربی او د اوسنی خارجی سیاست په باب نور اړونده مسایل د کتاب په شکل خپلو مینه والو، د حقوقو اوسیاسی علومو محصلینو او استادانو او هغوی ته چی عملا د ديپلوماسی دستګاه کی په کار بوخت دی ، د ګټی اخیستنی او استفادی لپاره وړاندی کړی. عمر د ډیر او قلم د رسا اوسه. حضرت بریال