غير مسئول خپلسري وسله وال د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کښي موجود دي، ځيني يې په غټو زورواکو، ځيني يې په مافيايي کړيو او ځيني نور يې بيا په بهرنيو استخباراتي کړيو او نا معلومو بې ادرسه سړيو پورې تړلي دي. په اروزګان کي د شجاعي په ډول خپلسري وسله وال زور او زر دواړه لري، ډاکې اچوي، داړه ماري کوي، د خلګو مالونه غلا کوي، رشوت اخلي، اختطاف او هر نوع فساد کوي.

د شجاعي په اړه شکايت تر دېرش ځله ډېر د ريئس جمهور تر غوږونو پورې رسېدلی، درې څلور د کورنيو چارو وزيرانو تېر سول، هره يوه يې هم په خپل وخت کي ژمنه کړې وه، چي شجاعي به نيسي، آن يوه خو يې د نيولو لپاره يوه هفته ضرب الاجل وټاکی، دوی ټول تبديل سول، مګر شجاعي ونه نيول شو، او نه هم مجازات شو. اوس هم د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کي شتون لري، او خپل جکومت کوي، په سلګونو خپلسري وسله وال لري، درندې او سپکې وسلې لري، دولت يې نه شي نيولای، په سيمه کي څو کلي د نوموړي د ظلمونو له امله فراره دي. د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کي دا ډول غير مسئول وسله والو دولتي حاکميت ننګوي، د نظام په پيل کي ډېر دا ډول خپلسري وسله وال بهرنيو امنيتي کمپنيو توليد کړل، که څه هم اوس دا امنيتي کمپنۍ تر ډېره منحل شوي، خو خپلسري وسله وال او بقايه يې لا پاتې ده.

غير مسئول وسله وال په دې وروستيو کي د هيواد تر جنوب په شمال کي په سرخوږي بدل شوي، په کندوز، تخار او يو شمېر نورو ولايتو کي ولسي وګړي د غير مسئولو وسله والو څخه تر پوزې راغلي، ځايي اوسېدونکي وايي، مرکزي دولت ددغو وسله والو د نيولو ظرفيت نه لري، ځکه دوی وايي چي په وارو-وارو يې خپل ستونزي تر مرکزي دولت او وکيلانو رسولي، خو نتيجه يې نه ده ورکړې. سياسي شنونکي وايي، خپلسري وسله وال تر طالبانو وروسته افغان حکومت ته يو لوی چلېنج دی، چي بايد په وړاندي يې مبارزه وشي. دوی وايي، چي بايد سر له اوسه دولت لاس په کار شي، غير مسئول وسله وال بې وسلې کړي، بې ادرس او بې هويته امنيتي کمپنۍ خلع سلاح کړي. د چارو کارپوهان وايي، چي د ډاکټر نجيب الله او مجاهدينو د نظامونو د سقوط لامل يوهم دا وو چي، په هغه وخت کي د هر چا سره وسله وه، غير مسئول او خپلسري وسله وال ډېر وه.

دوی وايي، د ډاکټر نجيب د نظام د ړنګېدو يو لامل همدا وو، چي خپلسري وسله وال پکي تر اندازې ورځ په ورځ د دولت د سقوط تر شېبې پورې د ډېرېدو په حال کي وه، او بالاخره د دولت تر کابو کولو خبره واوښته. اوس داسي برېښي چي د کرزي په حکومت کي هم تر بل هر وخت خپلسري وسله وال ډېر دي، په زرهاو نومونو او ادرسونو فعاليت کوي، او آن ځيني يې بهرنی ملاتړ هم لري. د شجاعي په ډول اشخاص لږ نه دي، جنرال جرئت لوی څارنوال وډباوه، د نيولو امر يې هم صادر شو، مګر هيچا يې د نيولو جرئت ونه شو کړای. دا ډول بېلګې ډيري لرو، شجاعي په سلګونو کسان ووژل، چا يې پوښتنه وکړه؟

د کورنيو چارو وزارت مو وايي، چي د شجاعي په نوم زموږ سره څوک ثبت او راجستر نه لري، مګر شجاعي اوس هم په خاص اروزګان کي پر خلګو حکومت کوي. دا غير مسئول وسله وال به يو وخت دې نظام ته د ناسور زخم وي، ځکه دا ډول اشخاص د وسله والو مخالفينو سره هم اړيکې لري. زموږ اوسنی نظام به هغه وخت تعادل پيداکوي، چي دا ډول اشخاص د قانون منګولو ته وسپارل شي، ځکه دا هغه اشخاص دي چي د دولت په رېنجر موټر کي د پوليسو په ملي يونېفورم کي د سړک پر سر په رڼا ورځ خلګ شکوي، او د خلګو څخه په زوره پيسې اخلي. دا خلګ د ټولو پوليسو باالخصوص نظام رنګ وربدوي، د لويو لارو غله ملي پوليس نه دي، زياتره يې دغه خپلسري وسله وال دي، چي په زورمندانو پورې تړلي دي. د کرزي صاحب ا اوسني حکومت درېځ ددې خلګو په وړاندې ډېر پڅ دی. په تيرو ديارلسو کلونو کي دا ډول افراد ښه وپړسېدل، د پيسو، لوکسو موټرونو او بلند منزلونو خاوندان شول.

¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

ليکوال : عزت الله ” ذکي ”

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *