افغانستان کې د نشه يي توکو له سوداګرۍ وروسته انساني قاچاق د عوايدو له اړخه په دويم کتار کې راځي.

قاچاقبران لویديځو هېوادونو ته له هر یو تلونکي افغانه له ۱۸ ـ ۳۵ زرو ډالر اخلي چې دغه پیسې په میاشتو له صرافانو سره اېښې وي او هغوی ترې د تجارت لپاره استفاده کوي.

یو شمېر سیاحتي شرکتونه له قاچاقچیانو سره لار لري او په ناقانونه ډول بهر ته د سفر لپاره دلالي کوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، له ۱۳۸۸ کال راپدېخوا بهرنيو هېوادونو ته د افغانانو قاچاق او ناقانونه تګ زيات شوی دی او دا لړۍ د بهرنیانو له وتو سره بیخي زور اخستی.

محور ځینې داسې بېلګې موندلې چې؛ يو شمېر سياحتي شرکتونه يا ټرېول اېجنسۍ له قاچاقبرانو سره لار لري او د پیسو په بدل کې په ناقانونه ډول افغان ځوانانو ته بهر ته د سفر زمینه مساعدوي.

په کابل کې د يوه ګرځندوی شرکت مشر سردار ولي وايي، اروپايي هېوادونو ته له تلونکي يوه افغان نه له ۱۸ تر ۳۵ زرو ډالرو پورې اخستل کېږي، چې يادې پيسې به د قاچاقبر له لوري يوې صرافۍ ته د ضمانت په توګه اېښودل کېږي.

د ښاغلي سردار ولي په وینا، قاچاقبر يا د ګرځندوی شرکت مالک ته د صرافۍ له درکه په مياشتنۍ توګه ۲۰۰۰ ډالر ګټه ورځي او دا چاره اوس په يوه ستر کاروبار بدله شوې ده: ((بهر ته تلونکی په نن او سبا تېر ايستل کېږي، په اصل کې هېڅ قانوني مدرک نه وي، چې هغوی دې واستول شي، نو په اخر کې هغه کس اړ شي، چې په قاچاقي توګه بهر تلو ته زړه ښه کړي او دا وخت بیا قاچاقبر هم ورته همدوی پیدا کوي او خپله برخه پیسې اخلي.))

د ګرځندوی شرکتونو مسوولين وايي، د کمې بیې له وجې په قاچاقي ډول بهر ته تلو ته زیات خلک زړه ښه کوي او په ځانګړي ډول قاچاقبر او سیاحتي شرکتونه په قاچاقي ډول تګ ته د ځوانانو په هڅولو کې خاصه ونډه لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرآئت محور ته وويل، چې په رسمي توګه د ګرځندويه شرکتونو په اړه ورته شکايت نه دی شو، خو دی وايي: هڅه کوي د قاچاقبرانو له لوري د هېوادوالو د تېر اېستو پر وړاندې عامه پوهاوی قوي کړي: ((انساني قاچاقبران په ټوله نړۍ کې فعال دي او دا نړيواله مافيا ده، خو په اوس وخت کې په افغانستان کې انساني قاچاق په نشه یي توکو پسې د ډېرو عوایدو له امله په دویم کتار کې راځي.))

د نړيوالو شمېرو له مخې، هر کال د نړۍ ۱۲ ميليونه انسانان قاچاق کېږي، چې د ۱،۵ تر ۲،۵ ميليونه کسان د انساني قاچاق قرباني کېږي.

د پروان ولايت اوسېدونکی روح الله له هغو کسانو دی، چې تازه مهال له ايران څخه را اړول شوی. دی وايي، هره ورځ تر ۲۰۰ زيات کسان ايران ته د انساني قاچقبرانو په مرسته اوړي او تر ۲۰۰ ډېر د ايران له سرحدونو بېرته را اړول کېږي. دی زياتوي، د لارو په اوږدو کې ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي: ((ډېری هغه کډوال چې پيسې ونه لري، د قاچاقبرانو له لوري برمته کېږي او ان وژل کېږي. دا مهال يوازې تر ايران پورې د انساني قاچاقبر مزد يو نيم ميليون تومنه دی.))

که څه هم افغان حکومت د قاچاق کېدونکو او قاچاق شویو کسانو د شمېر په تړاو معلوم ارقام نه وایي، خو په تېر ۱۳۹۱ کال کې د افغان پوليسو له لوري ۱۷۰ تنه انساني قاچاقبران نيول شوي وو، چې په دې شمېر کې بهرني انساني قاچاقچیان هم شامل وو.

د کډوالو چارو وزارت مسوولين وايي، په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو کې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کسانو شمېر له یو میلیون اوښته، خو سږ ایله دغه شمېر ۴۰ زره دی.

د دوی د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۲ کال کې  ۵۰ زره افغانانو په اروپا يي هېوادونو کې د کډوالۍ غوښتنه کړې وه، چې دا شمېرې سږ مخ په لوړېدو ښودل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *