له امریکا سره د امنیتي تړون پرسر د افغان ولسمشر د دريځ بدلون لپاره د  فشارونو هغه طریقې کارېږي، چې د مثبت پر ځای به یې نتیجه اپوټه شي.

په تازه ورځو کې څو پرلپسې امنيتي پېښې د تړون په هکله نور هم د کرزي دريځ ورغښتلی کړ. په غوربند کې بمباري امریکایانو وکړه خو تاوان یې هم تړون ته ورسېد، ورسره سم په فوټبال ـ والیبال ټیمونو بریدونو په غبرګون کې د ولسمشر کرزي د اعلامیې اشاره یوې مرموزې خواته وه او د تړون په هکله یې هم د امریکا او هم د کرزي موقفونه ننګولي دي.

ښايي ولسمشر د داسې پېښو د عاملینو په موندلو کې د امریکا رول غواړي او ښايي ‌دا د مرستې د دوام یو ننګونکی رول هم وي.

له بلې ��وا په سیاسي‌ محافلو کې ويل کېږي، چې دا هرڅه د طالبانو کار ندی، بلکې ترهګريز فعالیتونه د تړون د ملاتړو مرموزو کړیو له خوا کېږي، او ښايي د دوی اشاره داسې کړیو ته وي، چې په ظاهره په طالبانو پورې تړل کېدای شي اما په حقيقت کې ګمارل شوې ډلې وي.

دواړه لوري تړون ته د شدیدې اړتیا په سترګه ګوري خو له حاله دومره ویره نلري لکه له مستقبل او انجامه یې چې لري.

اول امریکا

امريکایان د تړون د ناممکن په اړه تشويش نلري، دوی مطمین دي، چې خامخا به لاسلیک شي او ښايي دې ته امکانات هم ولري، خو له ځنډه یې په شدیده توګه په وېره کې دي.

په دوه دلیله امریکا د تړون د امضا لپاره بېړه لري؛ اول هغه ستراتيژي چې د مهالوېش په تناسب ډیزاین شوې له ځنډ سره مخ کېږي او له بلې خو د هغو پروګرامونو ملاتړ کمېږي چې د امریکا سنا او ګانګرس یې پوځیانو او تطبیق کوونکو ته په افغانستان کې د مالي مصارفو اجازه ورکوي. دويم دليل دادی، چې امریکا له ځینو سيمه ييزو بدلونونو او غبرګونونو وېره لري، همدا مهال په منځنۍ اسيا، روسیه او چين کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د دايمي شتون په هکله مخالفتونه سازماندهي کېدونکي دي او ښايي ددې ډول مخالفتونو سر ان تر ملګرو ملتونو امنیت شورا او ويتو وغځېږي.

دويم افغان دولت:

د افغانستان د سياستوالو او حکمرانانو ژوند هم په دې یوه نقطه کې له عوامو سره ورته دی، چې له سهاره په بستره کې د ځانمرګي برید له احتمالي خطره د وېرې ټوپ وهي. دوی ټول پوهېږي، چې که ددې وضعیت ابتکار له امریکا سره و، خو په دې هم باور لري، چې ووده یې هم له امریکا سره ده.

هره ورځ په افغانستان کې ګڼې د نا امنۍ پېښې رامنځته کېږي، پولیس مري، پوځیان وژل کېږي، بم چوي، مارکېټ ته انتحاریان ننوځي، هوټل په خطر کې دی، او ټول د کاروبار ځواک په خواخپورۍ اخته دی. په دغو پېښو کې په امریکا له شک سره سره یوازې همدا ډار هم کافي دی، چې قناعت وکړو چې دې هرڅه کې د بهرنيو سیاستونو تومنه ده. دا افغان سیاستوال قانع کوي، چې لکۍ یې هم له دوی سره ده.

کله چې په غوربند کې د امریکایانو بمباري بد تاثير وکړي او افغان دولت له خپله هوډه راوګرځوي، سمدستي داسې پېښې هم کېږي، چې افغان دولت په خپله بقا او سیاسي ټیکاو په ترینګلتیا ویرولای شي.

که په افغانستان کې د خودۍ او ملي ارمانونو کومه داسې ډله هم وای، یا د ولسمشر د عاطفي دريځ په ترڅ کې رامنځته شوې وای،‌ چې له طالبانو یوازې په دې خاطر رابېله شوې وای، چې تړون نه منو او په افغاني شرايطو یې ټینګار کړی وای نو د ولسمشر نټه څه ناڅه با اهمیته وه.

اصلا ټول سیاست یوازې له ولسمشر نه په بېلتون راڅرخي. داسې هلې ځلې هدف ته نه رسېږي. د تړون په هکله ولسي غبرګون په دوه برخو وېشل شوی یا مطلق مخالف یا بې دلیله د کرزي ملاتړي، یو به هم د خپلو غوښتنو تحلیل ونلري، که ولسمشر خپلو خلکو ته مخ ورواړاوه چې تړون مو په ګټه دی، هماغه شېبه به يې ټول پلویان بې دلیله ورسره سرخوځوي، او که امریکا خپل لابیان دې ته وهڅول چې د تړون په مفاداتو ټینګار وکړی نو په ګېډو وږي نر او ښځې به حتی په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې میدان ته راووځي.

اوس باید دا تړون له سره تحلیل شي، کول یې حتمي دي که نه، شرايط د منلو وړ دي که یه، تاثيرات یې دایمي‌ دي او که نه، ایا تعهدات د اوږدمهال لپاره عملي کېدای شي که نه، ورسره باید دا هم تحلیل شي، چې تړون ردولای هم شو؟

هغسې چې ولسمشر کرزي په جرګو کې د تړون په اهمیت بې دلیله ټینګار کړی او بیا یې په جزیاتو کې په خپل دريځ ټينګار کوي، دا تضاد خلک په ابهام کې اچولي‌ دي، د عام ذهنیت د بدلولو لپاره نه د امریکا تګلاره روغه ده او نه د ولسمشر کرزي، دواړه غواړي خلکو ته د حوصلې تمرین ورکړي، خو هغه مور اصلا د حوصلې نور تمرین ته اړتیا نلري، چې له پوهنتونه ورستون شوی زلمی زوی یې د والیبال په میدان کې په ټټر مرمۍ وخوړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *