تاند- په ټویټر کې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په نوم د جعلي اکاونټ په اړه د پاکستان تحقیقاتي ادارو څېړنې پیل کړي دي.

د نوازشریف د ټویټر پر دغه اکاونټ د ده لور مریم نواز، د مسلم لیګ ګوند اکثره مشران او ډیری حکومتي چارواکي تېروتلي ول.

د دغه اکاونټ د کتونکو یا فالورانو شمېر ۱۲۲۶۳ ته رسېدلی او تراوسه پوري یې د نوازشریف په نوم ۵۰۸ پیغامونه خپاره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *