تاند- د واده د ګټو په اړه تر دې پخوا هم ځیني څېړنې شوي او واده یې د انسانانو لپاره طبیعي او ګټور بللی و خو په امریکا کې یوې تازه څېړنه ښيي چې واده د نارینه وو د هډوکو لپاره ګټه لري.

د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو له څېړنې سره سم واده د نارینه وو هډوکي کلکوي خو شرط دا دی چې تر ۲۵ کلنۍ مخکې واده ونه کړي.

په څېړنه کې ویل شوي چې د هغو کسانو هډوکي ژر نه پوده کېږي چې واده یې کړی وي. څېړنه وايي چې که څوک تر پنځه ویشت کلنۍ مخکې واده وکړي د هډوکي حالت یې له ناوده کړیو سره توپیر نه لري.

دا لومړی ځل دی چې د واده او هډوکو د تړاو په اړه څېړنه کېږي.

3 thoughts on “د واده او هډوکو ترمنځ ارتباط”
  1. د ساینس هر کشف د اسلام د حقانیت تائید کوي، دا څیړنه هم د اسلام د سپیڅلي پیغمبر صلی الله علیه
    وسلم د واده وخت تائیدوي، ځکه هغه صلی الله علیه وسلم په پینځه ویشت کلنۍ کې واده کړی ؤ

  2. محمد عارف جانه سلام،

    کولای شي چې ووایئ چې دا لیکنه څنګه د محمد (ص) له واده سره څه تړاو لري؟ زه پوه نه شوم چې ځکه چې په دې لیکنې کې خو څه شی نه و لیکل شوی.
    په درناوی

    حیدر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *