تاند- ښايي تراوسه مو د دومره روڼ او شفاف کب عکس هم نه وي لیدلی.
دا کب، چې د شیشې په شان روڼ دی، د نیوزیلنډ (کاري کاري) ټاپو ته نژدې یوه کب نیوونکي نیولی دی.
کب نیوونکی وايي، په لومړي سر کې یې فکر کاوه چې کب به نه وي بلکې شیشه به وي خو چې کله ورنژدې شو که ګوري چې بلوري کب (کرسټل فیش) دی.
د دې کب نارینجي رنګه هډوکي هم ښکاري.