نړۍ د ټکنالوژۍ په برخه کې ورځ تر بلې د بې سارې پرمختګ په حال کې ده، او دا شته ټول پرمختګونه د انسانانو په خولو تويولو، کار کولو، د لسګونو او حتی سلګونو هغو په قرباني کېدو سره رامنځته شوي دي.

 دعلم، پوهې او همدې ټکنالوژۍ برکت و چې لسګونه کلونه وړاندې د انسانانو په وسيله داسې يوه اله رامنځته شوه چې بېرته انسانانو ته د دوی فزيکي کړه وړه په عيني بڼه وروښيي، دا دعکس يا انځور اخيستلو وسيله وه.

دې الې  په خپل سر د عکس اخيستلو چاره نه شوه ترسره کولای، د يوچا شتون ورته اړين او حتمي وو، نه دغه الې پرته له انسان څخه انځور اخيستلای شو او نه هم انسان پرته له  کمرې د انځور اخيستلو توان درلود، نو  هغه کس چې انځور به يې اخيستلو د انځور اخيستونکي (کمره مېن) نوم يې ورکړ.

کمره مين هغه شخص دی چې د خپلې کمرې په واسطه هر انسان ته د هغه کړه وړه ورښايي، د نورو انسانانو انځورونه اخلي مګر خپله  ټول عمر د کېمرې تر شا وي، خو دا يقيني او ثابته خبره ده چې هېڅکله هم د هغې اصلي انځور دروغجن نه شي کېدای، او څوک پرې اعتراض هم نه شي کولای چې ته او ستا کامره درواغجنه ده، دا وو هغه رښتينی انځور اخيستونکی او د هغه رښتينې کامره.

اوس راځو زموږ د ټولنې هغو انځور اخيستونکو ته چې ټول عمر د نورو انسانانو  په منفي انځورونو اخيستلو او يا هم د مثبت انځور په منفي انځور بدلولو کې مصروف وي، هم يې کامره دروغجنه وي او هم خپله، ټول عمر لکه د کارغه په مرداره پسې ګرځي مګر کله چې مرداره پيدا نه کړي حلاله را واخلي او د ځان لپاره يې مرداره کړي، د منفي انځور اخيستلو په لټه کې وي، خو چې منفي انځور په لاس ورنه شي، نو مثبت انځور راواخلي او په بل طرف يې واړوي په سپينه جامه يې تور داغونه ورولګوي، تصويرونه يې د يو اړخه راواخلي، ټولنې ته يې بدشکله او بد کرداره معرفي کړي، د دغې انځور اخيستنې مهارت دهغه چا په برخه وي چې د بل چا ښه شخصيت او ټولنې ته يې خدمت او مقام نه شي زغملای، حسد او کينه ورسره لري، دغه مرض يې په بدن کې داسې ورننوتی وي چې د وتلو يې هيڅ علاج او درملنه نه وي، دغه ناوړه، بې کاره او لاعلاجه مرض درې لاملونه لري:

۱: کله چې  ته يوه لوړه رتبه، نېک نوم، نېک شهرت او مقام ولرې، او هغه  (حسد کوونکی) ترې محروم وي.

۲: هغه نعمتونه، مال دولت او نور رحمتونه چې ته  ترې الله(ج) برخمن کړی يې او هغه (حسد کوونکی) ترې بې برخې وي.

۳: کله چې هغه ستا په شان ځان جوړول غواړي او له وسه يې پوره نه وي.

شخصيت، مقام او لوړه رتبه د الله (ج) له لوري بنده ته ستر نعمت وي، دغه نعمت د ډېرو لپاره د پرمختګ لامل او د ډېرو لپاره بياد حسد او کينې سبب ګرځېدلی وي چې دغه وروسته پاتې خلک د کينې تر هغه حده رسېدلي وي چې هېڅ د ښو او بدو توپير نشي کولای، په دې نه پوهېږي چې زما دغه ناوړه عمل د بل مسلمان شخصيت ته زيان نه شي رسولای پرته له دې چې خپله خپل ځان په ټولنه کې  په منفي فکر لرلو سره بې حيثيته معرفي کړي، خو د کمرې تر شا ناست دغه مصنوعي انځور اخيستونکي کله هم کامره د ځان خواته تاوه نه کړه، کله يې هم ځان ته د ټولنې په سترګه ونه کتل بلکې د ټولنې سوچ او فکر هم د خپل سوچ او فکر په شان بولي.

دا ډول خلک د ټولنې د پرمختګ لپاره ستر خنډونه بولم، خپله د پرمختګ څخه لويدلي وي خو  دنورو دپرمختګ په لار کې هم اغزي کيږي، زيات وخت يې هدف د خپلو بې کاره تجزيو او تبصرو پر بنسټ د نورو د پرمختګ مخنيوی وي  خو دا فکر ورسره نه وي چې زه هم بايد په خپل ژوند کې پرمختګ وکړم د خپل پرمختګ لپاره لارې چارې ولټوم او خپل ځان هغه ځای ته ورسوم چې نور خلک راته ووايي چې همدا  ته  ښاغلی يې، نه دا چې د نورو د سپکونې له لارې خپل ځان شهرت ته ورسوي.

غني خان وايي:

ماته د جنت کيسې ځان ته د دنيا حساب
دا دې عجيبه انصاف، دا دې عجيبه کتاب
زه په مستۍ سور کافر، ته په هوس سپين ملا
ماته په فتوا عذاب، تاته په دوکه ثواب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *