تاند- افغان امنیتي ځواکونه وايي چې نن ماښام په پلازمېنه کابل کې چاودنې دوه تنه ژوبل کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې چاودنه د ښار په یوولسمه ناحیه کې شوې او لږترلږه یو ملکي پکې ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې چاودنه د ماښام په اووه بجې او ۱۵ دقیقې د خیرخانې مېنې په قلعه نجارا سیمه کې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ایوب سالنګي وویل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکیان برسېرن ټپیان شوي دي.
تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.