تاند- فرانس پریس اژانس وايي د پروان د سیاه ګرد په بمبارۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د افغانستان د حکومت له لوري په خپرو شویو عکسونو کې د ۲۰۰۹ میلادي کال د پېښې یو عکس هم شامل دی.

د فرانس پریس خبري اژانس له راپور سره سم د افغانستان د ولسمشر دفتر خبریالانو ته د پروان د لس ورځې پخوا د پېښې په عکسونو کې د کندوز د بمبارۍ د قربانیانو عکس هم ورکړی دی. دا عکس د فرانس پریس خبري اژانس عکاس اخیستی و.

د ۲۰۰۹ میلادي کال د سپټمبر په څلورمه نېټه په کندوز کې د جرمني پوځیانو د قومندان په غوښتنه تر سلو زیات ملکیان ووژل شول.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي د دغه عکس په اړه وویل:«موږ دا مسله ډېره جدي تعقیبوو څو معلومه کړو چې چا دا عکس د پېښې د نورو عکسونو ترڅنګ ورکړی دی.»

ښاغلي فیضي د پروان د سیاه ګرد د جنورۍ د پنځلسمې نېټې د برید په اړه وویل:«د دې عملیاتو شواهد کم نه دي، لږترلږه لس نور عکسونه او د کورنیو او ژوندي پاتې شویو کسانو ویدیو شته.»

فیضي دا خبره رد نه کړه چې یو عکس په غلطه خبریالانو ته ورکړای شوی دی خو پر نیویارک ټایمز یې تور پوري کړ چې د امریکايي پوځیانو له لوري د ملکیانو په وژلو کې د شک پیدا کولو لپاره یې په سیاسي انګېزه راپور خپور کړی دی.

د ولسمشر کرزي ویندوی وویل:«دا (پېښه) حقیقت ده، ملکیان وژل شوي، کورونه نړېدلي، یو اړخیز عملیات شوي او له سیمه ییزو چارواکو سره همکاري او هماهنګي نه ده شوې.»

نیویارک ټایمز د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د سیاه ګرد د پېښې په دوسیه کې ځیني وړاندې شوي مواد دوه ورځې مخکې د طالبانو په ویبپاڼه کې خپاره شوي ول.

نیویارک ټایمز پر یوه عکس هم شک څرګند کړی و.

کرزي او ناټو تایید کړې چې په حمله کې ملکیان وژل شوي دي.

ناټو ویلي چې د څلرویشت ساعتونو په عملیاتو کې څو تنه ملکیان وژل شوي خو سیاه ګرد ته د حکومت لېږلي پلاوي ویلي چې ۱۲ ملکیان وژل شوي دي.

د پروان والي بصیر سالنګي تېره اوونۍ فرانس پریس اژانس ته ویلي و چې ۶ ملکیان وژل شوي. نوموړي د پلاوي مشر عبدالستار خواصي د ملکي تلفاتو په شمېر کې په مبالغې تورن کړی دی.

2 thoughts on “د پروان د پېښې د غلط عکس په اړه تحقیقات کېږي”
  1. دی کی شک نشته چی ملکیان ددی برید اوورته نورو بریدونوقربانی ګرزیدلی خوزیاتره وخت داسی هم شوی چی ارقام یی زیات ښوول کیږی په ډیری ځایونوکی چی هلته دغه شان عملیات شوی پښتون میشتی سیمی دی اوپښتنوته ټول په یوه خوله که طالب هم نه وی نودطالب په سترګه ګوری ډیری خبریالان چی پښتانه ندی هم دغه جنایت کوی هغوی په خپلو رپوټونوکی ددی پخاطر چی رپوټ یی جالب شی نووایی چی دومره طالبان وژل شوی ځکه دوی پدی اند دی چی که طالب هم نه وی نوپښتون خودی خیر دی چی وژل شوی دوی پدی فکر کی دی چی که طالب هم ندی نوطالب ته یی خو ځای ورکړی اوددوی په وینا چی ولی په نورو سیموکی طالبان نشته دسیا ګرد په څیر پیښی توری زیاتی شوی دکندز پیښه چی ترټولو لویه پیښه وه نو هلته هم په لومړی سرکی داویل کیده چی طالبان وژل شوی حتی هغه مهال په خپله دکندز والی انجینر عمرپه لومړی سرکی وویل چی له شپیتوڅخه نیولی تر اویاووپوری طالبان وژل شوی خووروسته چی په ډاګه شوه نودکندز والی بیا په خپله خبره پښیمانه ؤپه هرصورت دسیاګرد پیښه کی هم زیاتره ملکیان وژل شوی اوپدی برسیره هرڅوک چی وژل شوی مونږ ته یی درد یوشان دی که طالب هم وژل شوی یوه مور به پری اوښکی تویوی اوکه ملکی کس هم وی نوخامخا به یوه موراو بیا پرته له شک څخه یوه پښتنه مور بوره اویا یوه ښځه کونډه وی

  2. خبریال دی که چارواکی خوچې افغان دی نو افغاني غیرت باید ورسره وي دیو افغان وینه خو لاپریده چې څومره قدر لري، افغاني ونه ،خاوره،ډبره اوفضا د قدر وړ ده او هیڅ پردی حق نه لري چې پرې مرمۍ ووروي.څوک چې پرې نه خپه کیږي نو په خپل وجدان دې وشرمیږي چې څومره بې حسه او بې غیرته وجدان لري.دا هرڅه زموږ په پاکو وینواو زموږ د ونو بوټو په اوښکولیکل کیږي او هیڅ کله به هم د ریښتینو افغانانوله زړونو ونه وځي.هیڅ پردي پاله دې دا فکرنه کوي چې حالات به ټول عمرهمداسې وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *