کابل ادبي بنډار

کابل ادبي بنډار خپله «۲۱» مه ادبي غونډه چې قرغې ته څېرمه د غازي محمد جانخان مېنې په منځني ښوونځي کې د ښاغلي نقيب الله بنوزي له خوا د قرآن عظيم الشان په څو آيتونو سره پيل کړه.

له تلاوت وروسته د ارواښاد صديق پسرلي روح ته دعا وشوه. د غونډي مشر قاضي حميدالله عبدالهي او مېلمانه يې اجمل غزنوي او نقيب الله بنوزی وو او د ستېج چارې حبيب وقار مخته وړلې.

پهPasarlay غونډه کې راغلو کسانو د ارواښاد صديق پسرلي په ژوند، آثارو، ادبي خدمتونو خبرې وکړې. ښاغلي مجيب الرحمن محمودي د کابل ادبي بنډار په استازيتوب، د استاد پسرلي په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل، د هغه مړينه يې پښتو ادب ته يوه لويه ضايعه وبلله. د هغه د غزلبڼ، کوچۍ ملا او نورو ارزښتمنو آثارو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

زياته يې کړه، که پسرلي صیب له نړۍ سترګې پټې کړې، موږ ته يې څو کسه نور غښتلي پسرلي پرېښي دي چې د پښتو ادب ته يې ډېر څه کړي دي.

په غونډه کې همدا راز د تېرې غونډې راپور چې شفيق جوهر ليکلی و وړاندې شو. ورپسې د فضل حق طاهرزي په غزل کره کتنه وشوه او په پای کې شاعرانو استاد پسرلي ته ليکل شوي او نور غزلونه وړاندې کړل.

www.pasarlay.com

One thought on “کابل ادبي بنډار د ارواښاد پسرلي په ياد غونډه وکړه”
  1. د قرانکریم له ایتونو سره پېل شوه !

    یانې غونډه او ایاتونه مو یو ځای پېل کړل؟
    په هر اړخیرو مالوماتو کې څه وو؟

    او استاد پسرلي ته یوازې غزلی لیکل شوې وې، او نورې هم یوازې غزلې وړاند شوې؟!

    یانې ښه غزلیزه مشاعره مو سره کړې

    بیسټ اف لک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *