درځئ چې یو څو شیبې د پښتو ادب د سالار او شهکار شاعر پر ژوند او کارنامو تم شو، د هغه چا خاطرې یادې کړو چې تر مرګه قلم په ګوتو د خپلې ټولنې او قام خدمت وکړ او درنې پښتو ته یی دومره څه په ارمغان پریښودل چې تر ابده به یاد وي.

 هو! د پښتو ادب یو سرلاری او نوښتګر شاعر، کیسه لیکوال، داستان ویونکی او نقاد استاد محمد صدیق پسرلی یادوم. د هغه د کم سارو خدمتونو د قدرونې په پار ډیر څه کول په کار دي، خو په دې لیکنه کې ګل له ګیډۍ په توګه یو څو کرښې توروو او د ارواښاد پر ژوند، ادبي او فرهنګي هڅو سربیره په اړه یی د هغه د یوه هملاري ملګري خاطره راخلو.

د هیواد دا منلی او ځلیدلی شخصیت ۸۵ کاله وړاندې په ۱۳۰۷ هجري شمسي کال د غزني په قره باغ کې وزیږید، پلار یی رمضان خان نومیده، پسرلي د ژوند لومړني څلور پسرلي په خپل زېږنځای کې تېر کړل او بیا له خپلې کورنۍ سره کندز ته کډه شو. منځنۍ زده کړې یی د کندز په شیرخان لیسه کې ترسره کړې، شعر او ادب ته یی هم همدلته مخه کړه او د ژوند تر پایه یی همدا ارمان وپاله. استاد نه یوازې د غزل سالار شاعر وو، بلكې قصيدې، څلوريزې، نظمونه او منظومې يې هم ليكلي دي، دی که زموږ له نړۍ وکوچید، خو افغانستان او افغانانو ته یی داسې ویاړلې کارنامې پریښودې چې په یادولو سره به یی د هر افغان شمله هسکه وي.

 یقین ده چې په پښتو ادب کې به د استاد پسرلي مقام او درناوی تر پيړیو پیړو خوندي وي، د ده د غزل ازانګې به تر لرو لرو خپریږي، هغه ازانګې چې له مینې، ښکلا، حسن او وږمو یی رنګ اخیستی، د خپل ګران وطن غرونه، سیندونه ، کلي او کورونه یی په کې انځور کړي، لکه چې خپله وايي: راپه زړه چې شي د ښکلي وطن ښکلې پرهرونه مې خاطر کړي، چکن ښکلې چې بهار به شو هر غره به کړې ورټولې د ګلونو په ځای ډکه لمن ښکلې په ګلشن کې به د حسن چراغان وو د صحرا لمنې وې تر ګلشن ښکلې حسن خیزې خاورې څه ښه وې روزلې په خوی ښکلې، په زړه ښکلې په تن ښکلې د ارواښاد پسرلي د هر شعر هر بیت کې دومره ښکلا او خوند پروت دی چې لوستوال یی بیا بیا لوستلو او اوریدونکي یی بیا اوریدلو ته هوسیږي. د استاد د نظم او نثر پر خوږلنۍ چې څومره خبرې وشي خلاصی نه لري.

د ارواښاد د شعر ځانګړنو ته وروسته راځو، اوس به د ده د یوه هملاري شاعر او ملګري یوې خاطرې ته راشو چې په لومړي ځل یی د ارواښاد د شعر په لوستلو یی زړه ورخپل کړ.

استاد عبدالله خدمتګار بختانی چې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال دی، د خدای بخلي صدیق پسرلي هغه خاطره وايي چې د زیري مجلې د مدیریت پر مهال یی د هغه شعر او تصویر تر ګوتو شو: « له نن څخه یو شپیته کاله دمخه زه په جلال اباد کې نژدې څلور کاله د مشرقي ولایت د مامورینو د پښتو کورسونو ښوونکی ووم، پښتو ټولنې کابل ته وغوښتلم او د زیري جریدې د چلولو دنده یی راپه غاړه کړه، دا جریده د پښتو ټولنې د تاسیس په هماغه لومړي کال« ۱۳۱۵» کې تاسیس شوې وه، په اونۍ کې یو ځل خپریدله او د مامورینو د پښتو کورسونو د درسي موادو په توګه پر هغوی وړیا ویشل کیدله. بیا د دویمې نړیوالې جګړې په دوران کې په ټوله نړۍ کې د موادو قحطۍ او قیمتۍ له امله ډیره تنګسه راغله، په افغانستان کې لوی اخبارونه کوچني شول، د زیري په شان کوچنۍ جریدې له خپریدو پاتې شوې. زیری زما په وړاندیز او زما په مدیریت په ادبي، ژبنۍ او فرهنګي بڼه خپریدله، زه هر وخت په دې مدیریت نازیدلی یم او نازیږم. ما په هره ګڼه کې یو اوسنی ښه شعر هم خپراوه، زما د مدیریت په اتمه ګڼه کې د ادب ګلونو په برخه کې د یو شعر عنوان وو ( راته وایه).

ویناوال ښاغلی محمد صدیق پسرلی وو، چې خپل شعر یی د کندز له چاردرې څخه رالیږلی وو، د ځوان شاعر د تاندې ځوانۍ یوه فوټو هم ورسره وه، چې په تاند پسرلي کې د سمسورو بوټو د تاندو ګلونو تر خوا اخیستل شوې وه، شعر او فوټو ښاغلي مولوی عبدالوکیل صداقت ماته را رسولی وو، صداقت صیب هر وخت د پسرلي صیب د ښه سړیتوب او د هغه د ښې شاعرۍ توصیفونه هم کول، صداقت او پسرلی خواږه دوستان وو، صداقت زما نژدی ملګر وو، نو د دغه منطقي صغرا او کبرا نتیجه دا شوه چې په هماغه نالیدلي حالت زه او پسرلی یو تر بله سره یاران او اشنایان شو.

اصلي خبره دا ده چې صداقت صیب ماسره د زیري په چاپ کې د زړه له کومې همکاري کوله، په دې لړ کې د پسرلي صیب شعرونه هم رارسول او ما هم تر نورو دمخه همدغه یاد شوی شعر د شاعر له فوټو سره چاپ کړه، چې ښايي په مطبوعاتو کې دا د نوموړي شاعر د لومړي ځل د فوټو چاپیدل وي. نو راځۍ چې هغه رنګین شعر چې د غزل په فورم کې دی ولولو: دا ګل بوټی دی مالیاره که دوینو فوارې دي راته وایه راته وایه که د زړونو منارې دي دي دا پرخې په ګلبڼو که دي اوښکي د دښمنو راته وایه راته وایه که ځلانده ستارې دي دا اغزي دي د ګلانو که باڼه دي د خوبانو راته وایه راته وایه که خومرې د کټارې دي دا دي پاڼې د ګلانو که تاریخ د شهیدانو راته وایه راته وایه که د مینې سپارې دي هلته تالنده غړمبیږي که اسمان په ځمکه لویږي راته وایه راته وایه که د فتحې نغارې دي دلته عیش دی که عالم دی هغه زخم که ملهم دی راته وایه راته وایه چې دا څه وړ نندارې دي توغه غم ده که ښادي ده، قانون بند که ازادي ده راته وایه راته وایه که بې نقشه هندارې دي دا زندۍ د بدحالۍ دي که نغمې د پسرلي دي ای مالیاره که په باغ کې د بلبل سوې نارې دي زما په خیال ډير خوندر او ابتکاري پسرلنی شعر وو، په هر بیت کې یی یوه رنګینه تشبیه او یو ښکلی تخیل یا تصویر څرګند دی، ملي او ټولنیز پیغام هم په کې نغښتی دی، روانی، سادګي، سلاست او صداقت هم لري، په ټوله مانا یو ښه شعر.

که څه هم شاعر یی لا ځوان وو، مګر څومره چې هغه ځوان وو دا شعر یی هومره پوخ وو، تر چاپ لا دمخه په هماغه لومړي ځل لوستو زه یی ونیولم، له ځانه سره یی ویوړم او له هماغه پیله د ښاغلي محمد صدیق پسرلي او زما دوستي ټینګه شوه او تر دې دمه دوام لري.

کیدای شي چې زموږ دواړو په سیاسي او ټولنیزو نظریو او دریځونو کې څه توپيرونه وي، خو ورسره زمونږ هماغه دوستي هماغسې په صداقت چلیدلې او پر مخ تللې ده. الله پاک دې هغه وبخښۍ». په هنداره کې تصویر ښکاره شي وران شي دغه شان هر څه ورانیږي، نه پاتیږي په خورو ورو وریځو کې هم ګورو څه شکلونه چې جوړیږي او ړنګیږي لکه چې خپله ارواښاد پسرلي ویلي، اوس یی یادونه د هندارې مخې ته د یوه تصویر په څیر پاتې شول.

محمد صدیق پسرلي د ژوند ډیره برخه د پښتو ادب او فرهنګ بډاینې ته نذرانه کړه، پر شعر او شاعرۍ سربیره له بیلابیلو لارو لکه ادبي غونډو او مجلسونو، مجلو او لیکونو خپرولو پر مټ یی د افغان ځوان نسل په روزلو کې هم نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې. دی د هجرت په ستړو شپو او ورځو کې همداسې ستړیا ګاللو ته لبیک ووایه، له یو شمیر نورو افغان لیکوالو سره یی لاس یو کړ او د یوه ادبي بهیر بنسټ یی کيښود.

استاد حبیب الله رفیع په افغان ادبي بهیر کې د ارواښاد همدې مسولیت مننې په تړاو وايي :« د افغان ادبي بهیر جوړول ډير سخت کار وو، ځکه چې په پيښور کې د افکارو تضاد موجود وو، د یوې ډلې خلک به د بلې ډلې غونډو ته نه ورتلل. هغه وخت لومړی د مهاجرو لیکوالو او شاعرانو ټولنه وه،په لومړي ځل جوړیدا کې زه ورسره وم، بیا وروسته هغه په افغان ادبي بهیر واوښته. د دې بهیر په غیږه کې ډیر تنکي او خوږ ژبي ځوانان وروزل شول، تر اوسه هغه د یو روزنځي په حیث موجود دی او په دې کې د پسرلي صیب لوی لاس وو».

رښتیا هم د استاد پسرلي دا هڅې نه هیریدونکې دي، پر نورو ادبي هڅو یی سربیره د «سپيدې» مجلې چاپول او د فرهنګ پراخې کورنۍ ته د علمي او فرهنګي اولادونو روزل یی لا د ډیرې قدرونې وړي دي. د استاد پسرلي د ښه مدیریت او ځانګړې پوهې له برکته وو چې «سپیدې» مجله په لږ وخت کې د ځانګړي معیار له مخې له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

د استاد رفیع خبره ده چې دا مجله داسې مهال رامنځ ته شوه چې د شاعرانو تر منځ ګوندي بې اتفاقۍ موجودې وي، حتی د یوه ګوند شاعرانو د بل ګوند شاعرانو سره ستړي مشي هم نه کوله، خو پسرلي صیب د همدې مجلې له لارې د افغانستان مهاجر لیکوال او ادیبان په یوه غولي کې سره کینول، پښتنو او دري ژبو شاعرانو او ادیبانو په کې برخه واخیسته. استاد رفیع وايي:« د سپیدې مجله میاشتنۍ وه چې ۲۱ ګڼې پرلپسې خپره شوه، بیا یی سقوط وکړ او وروسته د دویم ځل لپاره د افغانستان کولتوري ټولنې لخوا چې په هغې کې پسرلی صیب، غضنفر، صمیم صیب، زه او نور ملګري وو، په ګډه دا اداره جوړه شوه او د سپیدې مجله یو ځل بیا د دوې میاشتنۍ مجلې په توګه راژوندۍ شوه، چې ۱۴ ګڼې چاپ شوه .

دې مجلې د افغانستان ادبیاتو ته د هجرت په وخت کې ډیر لوی خدمتونه کړي او یوه لویه پانګه ده. په دې مجله کې د ګڼو شاعرانو او لیکوالو ادبي اثار موجود دي، او د هیواد د فرهنګي پانګې په ذخیره کې یوه ډيره لویه پانګه ده».

د استاد پسرلي د ادبي هلو ځلو په لړ کې د افغان ادبي بهیر جوړول هم هغه څه وو چې د یوه ستر ادبي مرکز او ان پوهنځي بڼه یی خپله کړه، له همدې لارې ټولنې ته داسې بافکره او هڅاند ځوانان وروزل شول چې د پښتو ادب بډاینې لپاره یی په تانده ځوانۍ کې ستر ستر کارونه وکړل. د استاد شاعري : د ارواښاد پسرلي شاعري ښکلې، روانه او طبعي ده، استاد پر پښتو سربیره په دري ژبې هم د پام وړ شاعري کړې. شاعري یی بډایه خو د چاپ برخه ېی خواره ده.

استاد حبیب الله رفیع وایي، ښاغلي پسرلي خپلې نازکخیالې شاعرۍ ته وخت ورکړی وو او په پوره مینه یی پالله. د ده پر وینا نوموړي د خپل کور کلي له ښکلي چاپیریاله شاعري کوله: « استاد یو طبعي او روان شاعر وو، په پښتو او دري دواړو یی ښه شاعري کوله، په عین حال کې ده له دولتي کارونو سره ډیره مینه نه درلوده، یو وخت یی په کابل راډیو کې په پښتون غږ دفتر کې یی کار کړی وو نور یی بیا دولتي کارونه نه وو کړي.

دی پخپل کور، خپل کلي او خپل باغ کې ناست وو او دې ښکلې فضا نه په استفادې سره یی خپله شاعري کوله. نو په دې اساس ده زیات وخت درلود چې ادبي پنځونې وکړي او په دې پنځونو کې ښکلا رامنځ ته کړي . پسرلي صیب ډیر زیات شعرونه ویلي، چې د هغو ډیره لږه برخه چاپ شوې، مثلا د نۍ کوڅه د ده د غزلو مجموعه ده، پسته اور د ده د څلوریزو مجموعه ده، غزلبڼ په نامه د ده د شعرونو یوه لویه مجموعه ده چې تقریبا تر ۱۲ سوو مخونو زیاته ده، علاوه له دې ده نثرونه هم لیکلي، چې په کې لنډې کیسې دي، د لنډو کیسو دوې مجموعې یوه د سرې غالۍ په نامه او بله د داسې هم وو په نامه چاپ شوي.

د طنز یو ډیر ښکلی کتاب یی په پيښور کې د لیوني باد په نامه چاپ شوی، یو بل ناول یی په کابل کې دې وروستیو وختونو کې چاپ شوی. خو بیا هم د ده ډير زیات اثار لا تر اوسه ناچاپه دي، ځینې ترجمې دي، مثلا ده د عمر خیان رباعي ګانې ترجمه کړي چې لا نه دي چاپ شوي، د بلیټس ترانې ترجمه کړي چې هغه ډير پخوا په خان اباد کې چاپ شوې وې. همداراز د پسرلي صیب ټول ژوند له مطالعې سره تیر شوی او ډيره لویه زخیره یی پنځولې».

لیکوال او شاعر عبدالغفور لیوال د استاد پسرلي ادبي تخلیقي هڅې او فعالیتونه د ډيرې ستاینې وړ بولي. د هغه پر وینا د استاد په تخلیقي فعالیتونو کې هم د شعر او هم د نثر برخه خورا درنه ده. ښاغلی لیوال په پښتو غزل لیکنه کې د ارواښاد پسرلي شاعري د پام وړ ځکه بولي چې پر وینا یی په هندي مکتب کې پښتو شاعري معاصره کړه.

دی د ارواښاد منظومې، څلوریزې او داستانونه هم هغه څه ګڼي چې د پښتو ادب تله یی درنه کړې: «په لرغونې زمانه یا کلاسیکو ادبیاتو کې هندي مکتب په نازکخیالۍ او د مفاهیمو په دوهمه درجه افهام او تفهیم کې نوم درلوده، البته محتوايي مضامین یی تر ډیره بریده د خمریه، عشقي او عرفاني مسایل وو.

 ارواښاد پسرلي د همدغه مکتب د معاصر پښتو غزل پر محتوا ډیر څه ور اضافه کړل. مثلا معاصر مفاهیم، افکار او نظریات چې تر ډیره بریده خوځنده ټولنیز نظریات هم په کې وو، د هندي سبک په هماغو روشونو برابر کړل چې دا د ده د پام وړ نوښت وو او فکر کوم چې دی په دې برخه کې له سرلارو شاعرانو څخه وو.

د دې تر څنګ په معاصرو ادبیاتو کې دوهمه پیلې یا منظومه هم استاد پسرلي ته منسوبه ده چې د استاد پژواک تر کلیمه داره روپۍ وروسته له تاریخي پلوه ده مخکې لیکلې ده او زهره نومیږي، چې البته دریمه یی د استاد مجروح ځانځاني ښامار دی.

همداراز د څلوریزو په برخه کې یو له هغو شاعرانو څخه وو چې خورا ډیرې څلوریځې ورڅخه پاتې دي. د داستان په برخه کې ارواښاد پسرلي داستان لیکنه هم کړیده او د کیسو او طنزونو یو شمیر اثار یی هم چاپ شو يدي».

 په افغانستان کې د سراج الاخبار تر زمانې وروسته په پښتو شاعرۍ کې ورو ورو د معاصرو مفاهیمو او انساني ژوند ته مخامخ نظر کولو یا د هغه د انعکاس زمانه وینو. همدا چاره په شعر کې تر ډيره د فورمولسټي ځانګړنو د پریښودلو او هنري رنګ خپلولو لامل ګرځي. دا راز شاعري له محتوايي پلوه هم ښکلا او هنریت لري او هم یو پیغام.

عبدالغفور لیوال همدا د استاد پسرلي د غزل یوه ځانګړنه بولي: «د ارواښاد پسرلي د شعر ځانګړنه دا وه چې د نازکخیالۍ او دویمه درجه انعکاس خصوصیت یی درلود، دا هغه څه وو چې د بیدل په شعرونو کې لیدل کیدل. زه فکر کوم په معاصرو ادبیاتو کې د پسرلي شاعري د دې ترڅنګ چې د هندي مکتب د نازکخیالۍ خصوصیات یی ساتلي دي، خو له محتوايی پلوه له خپلو معاصرو خصوصیتونو سره ګام پر ګام پراخه شوی دی، یعنې په دې مانا چې د ژوند مسایل، فکري نوښتونه، ښکلا حتی سیاست، نصایح او شخصي تجربې ټولې په همدغه زیور کې رانغاړلي دي، چې د دې څو اړخیز ښکلا راغونډول په شاعرۍ کې زه فکر کوم د استاد پسرلي د شاعرۍ له ځانګړنو څخه دي».

ښه شعر اوږد عمر لري، په پښتو ادب کې هم هغه شاعران چې پيړۍ پيړۍ دمخه له نړۍ کوچیدلي خو شعرونه یی لا ژوندي دي، شته.

ښاغلی لیوال ارواښاد پسرلی یو له همدغو شاعرانو ګڼي او پر باور یی چې شعر به یی پيړۍ وروسته هم خپل مینوال او لوستونکي ولري: «هر راز لیکنې خپل پلویان لري، تر ډیرې مودې به د نیوکلاسیکانو د شاعرۍ لوستونکي وي او هغوی به پالل کیږي.

استاد پسرلی د یو نیوکلاسیک شاعر په توګه د خلکو په اذهانو کې شته او وي به، زه فکر کوم د هر بل هندي شاعر د سبک په توګه به د پیړیو پیړیو نه وروسته د ده اشعار خپریږي او نوي تعبیرونه به ترې موندل کیږي.

همدا اوس هم زموږ نسل لا کاظم خان شیدا بشپړ نه دی تعقیب کړی، لا مو حمید مومند بشپړ نه دی پيژندلی، لا هم د خوشال په تفسیر لګیا یو، یو له دغو شاعرانو څخه ارواښاد پسرلی هم دی چې د شاعرۍ رمز او کنایی، ایمازونه او اشارې، سمبولونه او تصویرونه به یی لسیزې لسیزې وروسته راسپړل کیږي او د را روانو نسلونو لپاره به د خوند، رنګ او هنر غریزې ماتولو لپاره مضامین ګرځي».

ارواښاد محمد صدیق پسرلي پر شعر سربیره نثر ته هم پوره پاملرنه کړې. د ده داستانونو، لنډو کیسو، د مختلفو شاعرانو پر اشاعرو تحلیلي لیکنې کړي.

د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون د ارواښاد همدې فعالیتونو ته اشاره کوي: «استاد پر نظم سربیره لنډې کیسې لیکلي، لمړنۍ د لنډو کیسو مجموعه یی سره غالۍ نومیده، د بخملي صحرا په نامه یی یو ناول دی، د بخملي صحرا ځمکه د ده خپل لید دی چې اکثره د کندز چاپیریال موږ ته تشریح کوي. استاد پر دې سربیره د پخوانیو او اوسنیو شاعرانو پر شعرونو سریزې، تحلیلونه او نظریات لیکلي.

ده که څیړنې هم کړي نو هغه یوازې د ده خپل تحلیل دی. ده هڅه کوله چې له نورو خلکو نه نقل قولونه ډير را وانخلي او که را واخلي نو بیا خپلې خبرې ډیرې کولې. ده د ژبې او قوم خدمت یی په دې کې لیده چې ژبې ته یو څه ورکړي نه دا چې له ژبې نه څه واخلي، په دې مانا چې د لاس په اوږدولو باندې شرمیده خو د لاس په ورکولو باندې یی فخر کاوه، او همیشه یی هڅه کوله چې خلکو ته لاس ورکړي».

 استاد ازمون د ارواښاد پسرلي د لنډو کیسو یو مهمه ځانګړنه طبعي والی بولي، د ده په ټکو پسرلي صیب پخپلو لنډو کېسو کې له مصنوعي چوکاټه، مصنوعي الفاظو او پيښو څخه لرېتوب غوره کړی. استاد ازمون یو له هغو کسانو وو چې له ارواښاد پسرلي سره به د شپو تر ناوخته ناست وو، دوی به ډير کله پر ادبي او فرهنګي مسایلو بحثونو کې شپې روڼولې.

مشران د کشرانو لارښودې وي، دوی د ټولنې ځوان او راتلونکو نسلونو د پرمختګ لارې پرانیزي، استاد پسرلی هم یو له همدغسې مشرانو څخه وو، اوس نو ځوان نسل او کشرانو ته بویه چې د ده پر پل دې پل کیږدي او د هغه ادبي او فرهنګي ارمانونه دې وپالي.

د استاد محمد صدیق پسرلي مړینه یوه داسې ضایعه ده چې ښايي تر عمرونو عمرونو یی اغیز پر پښتو او پښتنو پروت واوسي، د داسې سرلارو او ویاړلو تشه په اسانه نه شي ډکیدای. د ارواښاد پر مړینې د نړۍ له ګوټ ګوټه خلکو پر مخامخ غمرازیو سربیره له هر راز انټرنټي او اړیکتیایی وسایلو په استفادې خپل تاثر او خپګان څرګند کړی، او دا برکت د هر چا په نصیب نه وي.

 ارواښاد ته د جنت فردوس په غوښتلو خپلې خبرې پر دې دوو بیتونو رانغاړم. له پښتو او پښتنو یی کډه ویوړه څو سپیڅلو پرښتو یی کډه ویوړه له خزانه مرور وو، خزان نه وو پسرلی وو پسرلو یی کډه ویوړه

یحیی یعقوبي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *