د میدان وردګ ولایت اوسیدونکو او مرکزي ادارو ته د حساب ورکولو په ترڅ کې د دیارلس سوه دوه نویم کال د اجرااتو رپوټ دکتاب په بڼه چاپ شو چې ډېر ژر به په مرکزي ادارو سربیره د دغه ولایت ټولو ولسونو ته ورسیږي.

په دغه کتاب کې،چې تیراژ یې زرټوکه او په یوسلو څوارلس مخونو کې برابر شوی، د دغه ولایت د څلور دېرش ادارو ټولې کړنې،چې په کې لګښت،پروژې پلي کول،پروژې منظور کول، عمده لاسته راوړنې او نور فعالیتونه شامل دي.

د میدان وردګ  والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني له ټولو هغه کسانو څخه،چې د دغه کتاب په برابرولو کې همکاري کړې وه، مننه وکړه .

ده زیاته کړه ،د دغه کتاب له چاپ کولو څخه یې موخه هغه ولسونو او مسؤلینو ته، چې د دغه ولایت له کړنو نا خبره دي،  د حساب ورکول او د ادارې د فعالیتونو څخه خبرول دي.

د هغه په وینا په دغه کتاب کې په اسانه ډول معلومه شوې،چې په ۱۳۹۲کال کې د دغه ولایت لپاره ټولې پلان شوې پروژې یولس سوه اته دېرش دي،چې د دغه پروژو مالي لګښت هم څه باندې دوه اعشاریه څلور میلیارده افغانۍ  کیږي.

د میدان وردګو والي وایي په دغه کتاب کې همدا راز ښودل شوې،چې په دوه نویم کال کې له یادو پروژو څخه د نږدې دوه اعشاریه پنځه ملیارده افغانیو په مالي لګښت په دغه ولایت کې دوه سوه اویا پروژې پلي شوي دي.

د ښاغلي خوږیاڼي د معلوماتو له مخې په کتاب کې همدا راز معلومه شوې،چې نهه سوه اوه شپیته پروژې،چې لګښت یې شاوخوا دوه ملیارده افغانۍ کیږي،تر کار لاندې او راتلوونکې کال ته ځنډول شوي دي.

هغه وایي په تېرکال کې همدا راز څه باندې دوه سوه اته میلیونه افغانۍ عوائد د بېلابېلو برخو څخه راټول شوي دي او همدا راز څه باندې یو میلیارد افغانيو په مالي لګښت عادي بودیجه د دغه ولایت د ادارو له لورې مصرف شوې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې له یاد کتاب سره یوځای د ولایت مقام دبدلون په نوم پنځلس ورځنۍ خپرونه هم چاپ او د ویشلو لړۍ پیل شوه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *