تاند- د امریکا پوځ نن /دوشنبه/ وویل چې د افغانستان د حکومت له لوري د ۳۷ بندیانو د خلاصولو اقدام د دوو هیوادونو اړیکې به ډېرې خرابې کړي.
افغان چارواکو د امریکا پوځ ته ویلي چې دا کسان یې له محبسه بل ځای ته وړي چې خوشي شي او په ټولنه کې عادي ژوند پیل کړي.
وړمه ورځ د افغانستان ولسمشر د بګرام محبس د طالب سازۍ فابریکه وبلله، ویې ویل چې امریکايي پوځیانو ډېر بې ګناه خلک له نیولو وروسته دومره ربړولي چې د افغانستان له حکومته کرکه وکړي او د دولت پرضد وسله پورته کړي.
د امریکا پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «د افغانستان د حکومت له وروستي حکمه خبر شوی چې پراساس خطرناک یاغیان، چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي، خوشي کېږي.»
د بګرام له محبسه د ۸۸ بندیانو د خلاصون پر سر د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ په داسي حال کې اړیکې لا ترینګلې شوې چې دواړه خواوې له مخکې څخه د امنیتي موافقې پرسر لانجه لري.
امریکا په ځلونو ویلي چې دا ۸۸ بندیان د افغانستان امنیت ته خطر پېښوي او هغوی ګڼ شمېر بهرني پوځیان او افغانان وژلي دي.
خو د افغانستان حکومت تاکید کوي چې امریکایانو په بګرام کې بېګناه خلک بندیان کړي ول.
امریکايي چارواکو د افغانستان له حکومته غوښتي چې ټول بندیان محاکمه کړي خو ولسمشر کرزي ورسره مخالفت کړی دی.
د روانې جنورۍ میاشتې په پیل کې کرزي له ۱۶ بندیانو پرته د نورو ټولو د خوشي کېدو امر وکړ.
کرزي دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د تېر کال په مارچ کې امریکایان د افغان ولسمشر په فشارونو پسې مجبوره شول چې بګرام زندان د افغانستان دولت ته وسپاري.
د واشنګټن پوسټ له وروستي راپور سره سم تراوسه پوري د بګرام له محبسه لږترلږه ۵۶۰ بندیان خوشي شوي دي.