تاند- دا ښځه په دوو کلونو کې تر نړۍ له راګرځېدو وروسته د امریکا په ټکساس ایالت کې خپل کور ته نژدې بې درکه شوه.

۳۳ کلنه لین بیرډن د مځکې له کرې تر راګرځېدو وروسته له خپل خاوند او خسرګنۍ سره یوځای شوه خو د روانې جنورۍ په اوولسمه چې د سپورټ لپاره له کوره ووتله، بې درکه شوه.

پولیس وايي چې د بیرډن د کور شاوخوا ۲۳ کیلومتر مربع سیمه یې پلتلې خو د هغې څرګ ورته نه دی لګېدلی.

پولیس وايي، سره له دې چې د بیرډن درک نه لګېږي خو خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.

د اغلې بیرډن ورور ویلي چې پولیسو ته تراوسه داسي کومه نښه په لاس نه ده ورغلې چې وښيي د ده خور چا تښتولې او که کومه بله ټکه پرې لوېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *