په هلمند کې د یوه بل افغان خبریال وژنه دا اندیښنه یوځل بیا زیاته کړه چې په افغانستان کې به د بیان د ازادۍ او رسنیزو کارونو راتلونکی د بهرنیو ځواکونو له وتو سره ممکن لا ستونزمن او له ګواښه ډک شي.

دغه خبریال نوراحمد نوري نومیده او له نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې سره یې دنده لرله.

‍د هلمند چارواکو ویلي،چې ښاغلی نوري په مرموزه او بې رحمانه بڼه ناڅرګندو کسانو وژلی او جسد یې په یوه بوجۍ کې د ښاریوې څنډې ته غورځولی دی.

مهم ځپل شوی قشر

افغان خبریالان کیدای شي ترټولو ډېرمهم،بې دفاع،موثر او له ګڼو ګواښونو سره مخامخ ځپل شوی قشروي.

دوی د افغانستان په جنګي او له ننګونو ډکو شرایطو کې له خپلو ژورنالیستیکو وسایلو سره د افغانستان د مختلفو برخو او خلکو د ژوند تصویرونه له نړۍ سره شریک کړي،دوی وو چې د بیان ازادۍ ته له نسبي مساعدو شرایطو څخه یې د دغې ازادۍ د پیاوړتوب لپاره جرئتمندانه ګټه واخیسته او نن نیږدې هرافغان د پخوانیو نسلونو خلاف ځانته د خبرو،نظر او تبصرې ورکولو حق ورکوي.

له دومره قربانیو،سرښندونو او خدمت سره افغان خبریالانو سره د مختلفو اړخونو(د دولت وسله والو مخالفینو،بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت) لخوا شوی چال چلند له ظلم او بې رحمۍ څخه ډک ښکاري.

هرکال په خپریدونکو راپورونو کې د څوافغان خبریالانو د وژل کیدو،لسګونه نورو د وهل ټکول کیدو او توهین او تحقیر خبره کیږي.

نامسلکي توب

افغان حکومت او د ژورنالیستانو د دفاع ځینې بنسټونه د دغه حالت په عواملو کې یو د خبریالانو نامسلکیتوب یا کمزورې مسلکي پوهه ګڼي،

دا خبره به سهي وي،ځینې یا لویه برخه خبریالان به مسلکي او کافي زده کړې نه لري،په جنګي شرایطو کې له جګړه مارو کړیو،مافیایي فساد او نورو خطرناکو اړخونو سره په چلند کې د لازمو لارو په اړه به سمم نه پوهیږي،خو په دې کارکې دوی دومره نه دي ملامت لکه خپله حکومت او د ژورنالیستانو د دفاع په نامه بنسټونه چې ملامت دي.

حکومت د بیان ازادي بیا،بیا د خپل جوړویدو او دوام لویه او نه ختمیدونکې لاسته راوړنه ګڼي،خو په عمل کې چې کومه ژمنتیا له دغې لاسته راوړنې سره په کارده،حکومت یې نه لري.

دوی له دومره نړیوالو مرستو ترلاسه کولو سره افغان خبریالان د افغانستان د شرایطو او اړتیاوو مطابق په مسلکي ډول ونه روزل،اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ځینې نور ارګانونه او مهم چارواکي خپله په ځینو برخوکې له یوشمېر رسنیو سره په مقابله شول،پررسنیو د ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو اغېزې،فرمایشونه او خدمتونه بند نه کړی شول او کوم توقعات چې له خبریالانو او رسنیو څخه افغانانو لرل،هغه هم په بشپړډول ترلاسه نه شول.

پردې سربېره له خبریالانو څخه د دفاع او حقونو د تامین په برخه کې دومره کلونو کې یوځل هم د یوه خبریال قاتل،ځورونکی،توهیونکی او بل خنډکیدونکی کس علني مجازات او محاکمه نه شو.

برعکس د همدې حکومت ځینې مهم لوړپوړي چارواکي چې پخوانیو جنګي او اوسنیو لویو فاسدو ډلو پورې اړوند دي،د خبریالانو د کار پروړاندې په مختلفو پلمو او بڼو د ستونزو زیږولو مسلسلې هڅې کړي.

حکومت او په مجموع کې د دولت ټولو ارګانونو لږ ترلږه د دغو کړیو په کنټرول او لارې ته کولو کې هم ګام نه دی اخیستی.

د خبریالانو د دفاع په نوم نورو بنسټونو هم ترډېره حده سمبولیک رول لوبولی،په ژوند او له مرګ وروسته یې خبریالانو ته چندانې خیرنه دی رسیدلی،دوی ته یوازې د خبریالانو د مرګ او ځورول کیدو ارقام ټولول خپل کار او مسولیت ښکاره شوی.

د اندیښنو زیاتیدو مرحله

له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتو سره دا اندیښنه زیاته شوې،چې بیا کیدای شي حکومت او نورهغه قوتونه چې د رسنیو او بیان ازادي د خپلو نېمګړتیاوو د برسیرونو له کبله نه شي زغملای،له نیږدې څخه د نړیوال فشار د نه موجودیت په سبب د بیان ازادي لا نوره وګواښي.

د خبریالانو د تلف شوو حقونو اعادې ته که په دغو شرایطو کې رسیده ګي وشي،دغه اندیښنې کمیدای شي او خبریالان کولای شي چې د افغانستان د تاریخ په دغه حساسه مرحله کې د پوره مسولیت ترسیوري لاندې خپل کارونه سمبال کړي.

که داسې ونه شي زیات ځپل شوي او ځپل کیدونکي خبریالان به له افغانستانه د وتو پرانتخاب چې ځینو لا مخکې عمل پرې کړی و،فکر وکړي.

دا به له افغانستانه په لوی لاس د ظرفیتونو د ویستو یو بل ظلم وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *