راپور: احمدالله احمدي
د پکتيا په ډندې پټان او څمکنيو ولسوالۍ کې دوه ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته پرانستل شوې.
دغه دوه پروژې چې يوه يې د څمکنيو د بابوخيلو د سيمي پل او بل ېي په پټان ولسوالۍ کې د کګينه چاول په سيمه کې د استنادي ديوال پروژه ده، چې د ملي سيمه ایز پرمختيايي يا NABDP پروګرام له لوري د يو کال په اوږدو کې بشپړې شوې.
په سويل ختيځ زون کې د ملي سميه ايز پروګرام مسوول انجنير عبدالمالک احمدزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ د دواړه پروژو ټول لګښت شاوخوا ۱۵ ميلونه افغانۍ کيږي، چې د ناروې هېواد له لوري ورکړل شوې دي.
عبدالمالک احمدزی وايي، په څمکنيو ولسوالۍ کې د بابو خيلو د کلي پل په جوړيدو سره چې ۲۸ متره اوږدوالي او ۵ متره لنډوالي لري، د څمکنيو ولسوالۍ مرکز له بابوخيلو سره نښله وي، چې په وينايي ۱۶۸۰ کورنۍ په مسقيم ډول ورڅخه ګټه اخلي.
ښاغلي عبدالمالک احمدزی وايي، دويمه پروژه چې د يو کال په اوږدو کې بشړه شوې د پټان ولسوالۍ په کګينه چاول سمه کې د ۴۲۵ متره استنادي ديوال پروژه ده، چې په بشپړيدو سره يي ۳۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونه د تخريب څخه ژوغرل کيږي.
دغه پرمختيايي ملي پروګرام چې د پکتيا د کليوپراختيا او بيا رغونې رياست تر چتر لاندې غټې او وړې پروژې پلي کوي، په اړه يې د دې ولايت د کليو پراختيا او بيا رغونې ريس انجنير عبدالرحمان رحماني وايي، چې له يادو پروژو څخه يي په خپل وخت څارنه کړې او وايي چې په راتلوونکې کې به هم دې ته ورته پروژي د نورو ملي پرواګرمونو له لوري پلي شي.
د پل پرانيستې ته په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی مجيب الرحمان څمکنی او د ولايتي شورا وکيل لايق منګل هم راغلي وو.
دوی په خپلو خبرو کې د ملي یوالي غوښتنه وکړه او وويل؛ چې ګاونډي هېوادونه هم نه غواړي د قبيلو تر منځ يوالي وي، دوئ پخپلو خلکو غږ وکړ چې د يو شمير کسانو په خبرو پسې لاړ نشي او غوښتنه يي وکړه چې ملي يوالي ته کار وکړي.
د څمکنيو او پټان ولسوليو ولسوالان مرستندويه بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې په پوره ډاډ سره کولی شي چې په يادو ولسواليو کې ټولګټې پروژې تر سره کړي.
د پټان او څمکنيو ولسوالۍ اوسيدونکي د پروژو په بشپړيدولو خوښي ښئ او وايي چې تر دې وړاندې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وو.
د دې ولسوالو اوسيدونکي وايي، له يو لورې د پله او استنادي ديوال په جوړيدو د دوئ ستونزې هوارې شوي او له بل لوري يي په لسګونو ځوانانو ته په يادو پروژو کې د کار کولو زمينه وه.
ملي سمه ايز پروګرام له تيرو اتو کلنو را په دې خوا چې مرکزي دفتري د پکتيا په مرکز ګردېز کې ده، ترڅنګ په لوګر، پکتيکا، خوست کې هم ټولګټې پروژې پلي کوي.