تاند- له یوه راپور سره سم، چې نن خپور شو، د لیک لوست لپاره د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د ناټو له څه باندې دوه سوه ملیون ډالره مصرف سره سره لا هم ډېر شمېر افغان امنیتي ځواکونه په لیک لوست او ریاضي کې ستونزې لري.

په ۲۰۰۹ میلادي کال د ناټو روزنیز پروګرام د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو د ځواکونو د لیک لوست لپاره د ۲۰۱۴ کال پای هدف وټاکه چې په دې موده کې باید ټول ابتدايي لیک لوست وکړای شي. نیمايي یې د درېم لېول په کچه د لیکلو او لوستلو جوګه وي.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې پر چارو د دغه هیواد سرپلټونکي په خپل تازه راپور کې ویلي چې په سلو کې ۶۴ افغان امنیتي ځواکونو (پولیس او اردو) د لیک لوست کچه ابتدايي یا د لومړي لېول ده. په سلو کې ۲۱ د درېم لېول په کچه لیک لوست کولی شي.

د افغانستان د پولیسو او ملي اردو د ځواکونو شمېر ۳ لکه ۵۲ زره دی.

د دې لپاره چې افغان امنیتي ځواکونه په خپل هیواد کې نظم او قانون واکمن کړای شي او د بشري حقونو اساسات وپېژني لیک لوست ورته ضروري بلل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتش جان سوپکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د افغان امنیتي ځواکونو سواد خورا زیات اهمیت لري . موږ په دې کار ۲۰۰ ملیون ډالره لګولي، خو لا هم نه پوهېږو چې څومره افغان امنیتي ځواکونه لیک لوست کولی شي او تر څه حده د دوی د باسوادۍ لپاره جوړ شوی پروګرام ګټور و. دا مسله خورا ځوروونکې ده.»

د ناټو څو تنو روزونکو د جان سوپکو پلټونکو ته ویلي چې دوی نه پوهېږي تر څه حده د لیک لوست په هدف کې بریالي شوي دي.

د جان سوپکو د راپور تر خپرېدو څو ساعته مخکې ناټو اعلان وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د لیک لوست د پروګرام لپاره یې نوی قرارداد لاسلیک کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په هرو درو افغانانو کې یو بېسواده دی او تر څلور کلونو مخکې پوري د امنیتي ځواکونو یوازې په سلو کې ۱۳ لیک لوست کولی شوای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *