انور وفا سمندر

۲۱-

«اصل انسان»

انسان په خپل فکر، دریځ او چلند سره نوی پیدا کېږي. دا بیا زېږون دی. دا نوی او تازه انسان دی. دا شان لوړ او «اصل انسان» د بل نسکورولو د مکتب او باور له زولنو آزاد دی.

هغه هر بل ژوند او هر ژوندي ته د خدایي نښې په سترګه ګوري.

هغه ټول آزاد انسانان د خلقت د آسماني شعر کلمې، استعارې، تشبیه ګانې، انځورونه او اهنګونه ګڼي.

آه! څه وکړو!!! دا معاصر، باشعوره، روزل شوی، په څیره ښوی، په جامو ښایسته، په نوم سرلوړی، په قوم، ژبه، نژاد، باور او تاریخ او هرڅه اصیل انسان ولې د بل له سر او مال څخه لاس نه اخلي!؟

ښایي ځکه چې موږ د اپلاتوني سمڅې هغه لرغوني سړي یاستو، چې د حقیقت تت سیوري مو په خپلو انساني اګاهۍ کې حفظ کړي، بیا مو هغوی ته پټ په پټه، د رب النوعګانو او خدایګوټو جامې، څېرې، شاخ او برېت ورکړي او تر دې اوسه اوسه د هغو په خاطر خپل او د بل سر او مال په قمار وهو.

د اپلاتوني سمڅې د فلسفې له مخې، هر وګړی یوه شخصي اګاهي او یو شخصي حقیقت دی. له توازنه وتي حواس او ذهن، دغه شخصي حقیقت- هماغه د سمڅې په دیوال د حقیقت پروت تت انځور- په پرستش بدلوي او ددغه ذهني خدایګوټي په خاطر نه ځان آرام پرېږدي او نه بل څوک خپل خپل فکر، دریځ او باور ته!

د شخصي حقیقتونو سور ډګر

دا په جنګ سره میدانونه، دا په ډاګ پراته بې تنې سرونه، او بې سره جسدونه، دا جنګ ته رنګ کړي، خموش ولاړ زغروال ټانکونه، دا د مېګ او اف۱۵، ۱۶، ۱۷…، اواکس او میراژ کورنۍ جټ الوتکې، ټول د فردي او بت ګرځولي حقیقت، په مکتوبه اراده جوړ شوي، چمتو شوي او پراخو نورو وینې تویولو او د نورو بدلولو آمر ته ولاړ دي.

حقیقت یو دی. حقیقت تازه دی، نوی دی، ژوندی دی او حقیقت همېشه او همیشنی دی.

خو زموږ اګاهي، چې د پلرو او نیکونو د غوره اخلاقو په دم او دعا او د اوږدو شوګیرو د قصیدو په زور را کړل شوې؛ اصلي حقیقت-ژوندی حقیقت- نه ویني.

زموږ اګاهۍ حقیقت ورک کړی، ځکه چې حقیقت په هیڅ راز حواسو او ذهن کې نه ځاېږي، ځکه نو حقیقت د زړو نښو په بڼه، موږ کې زیارت شوی.

د انګورو د نوم پر سر جنګ

هغه د ستر «رومي» د «انګور، عنب…» کیسه به مو اورېدلې وي! ټولو انګور یاداوه، خو نومونه یې مختلف ورته کارول! او څو انسانان، په بېلابېلو ژبو کې د انګورو بېلابېلو نومونو سره په جنګ کړل.

انساني اګاهۍ حقیقت محدودوي. انساني اګاهۍ حقیقت لکه غوږ، پزه، ژبه داسې له اصلي سرچینې را پرې کوي.

زموږ حقیقت، د «حقیقت» یوه څېره ده. حقیقت په بېلیونونو څېرو وېشل شوی دی. هر وګړی یو فردي حقیقت دی؛ خو «کامل حقیقت» نه دی.

کامل حقیقت د ذهني-حسي اګاهۍ له محدودو بهر او آزاد دی، ځکه نو پر ځمکه د حقیقت ګلیکانې دروغجنې دي.

نوره به را وروسته سره را سپړو!

اخر ټول حقیقت ته په مزل کې یو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *