انور وفا سمندر

۲۳-

انساني اګاهي او د قتل او غلا سواد

ماشوم له دې انساني غمه بیغمه دی. وګړي د خوسا فکر ککړتیاو داسې په خونړۍ رنګ اړولي.

څه به یې کړې، چې فکر وي، خو د چا د وژلو، بندولو، لوټلو او نفرینولو!

ولې د ماشوم خندا زموږ له مدونو، اصولي، او مهر و موم شویو فکرونو، مانېفستونو او مکتبونو لوړه ښکلا وېشي؟

ماشوم خدایي دی. هغه د قتل او غلا سواد نه لري.

ماشوم ساده دی، کټ مټ د حقیقت په شان، نه چا ته بادار دی او نه څوک غلام ور سره ځاېږي.

زموږ غټانو ډک ذهن او پوچ حقیقت

ماشوم په حقیقت ډک دی، ځکه د حقیقت لټه نه کوي. د حقیقت لټه غټان، سړیان  او مشران کوي.

ماشوم یو پل هم په حقیقت پسې نه اخلي.

ماشوم په خپل حقیقت کې مېشت دی، ځکه د پلرونو او نیکونو نیک کارونه، حتا لمونځونه، روژې او نور عبادتونه په خوله ور زده کېږي. دا پوهه ماشومان اخلي او داسې یې انساني اګاهۍ قد باسي.

خپله رښتیا به در سره شریکه کړم:

هغسې چې لازمه ده، لا د بل بدلولو، موږ خپل جوړ کړي دوزخ پوره انځور نه جوړېږي!

حقیقت زموږ پر ټولو معلوماتو، فکرونو، اندونو باورونو، قضاوتونو او وېشنو مشر دی.

حقیقت زړه غواړي او زړه چې د فکر مېاشو او مچانو په خپلو هګیو ډک کړی وي، حقیقت ته مخ نه لري.

وېره او شرم د ذهني معبد خښتې او لرګي

زموږ ذهنونه، حواس، غرایز، حتا زړه مونث حالت لري. زموږ مشرانو په ډار کې را غټ شوي زړونه، حقیقت ته د ورتګ نه دي. ډارن زړونه له حقیقت څخه شرمېږي او وېرېږي.

حقیقت زړور دی. دغه سودایي ذهن د حقیقت زړه نشي کولای؛ ځکه وېریږي. سودایي ذهن ځکه ویره وایي، ویره روزي، ویره ترویجوي، ویره زیاتوي، او ویره لمانځي.

ذهن د انساني اګاهی کور ګی دی. دلته د ویرې معبد جوړ دی.

ذهن د بل د آزادۍ، ژوند او مال غل دی، ځکه نو ویره د ذهن سرنوشت دی، ځکه چې ذهن هماغه قاتله شیشکه ده، چې موږ یې له خواږه ماشومتوبه راپاڅولي او په ویره ویره کې د مخ او څټ، او سر او صورت په ويښتانو ببر مبر کړي ياستو.

شیشکه نشته! شیشکه زموږ پټه او ژوره څېره ده، چې په شپه او تیاره کې ځان را ښیي.

موږ له تیارو، له یوازیتوبه، له نابلده ځایونو تښتو. موږ یوازې خپل ذهن ته آشنا ځایونو، څیرو او څیزونو سره خوري او وروري کولای شو.

موږ د لوڅ، او لومړني حقیقت نه یاستو. موږ د حقیقت نښو پسې چراغ را اخیستی. موږ د حقیقت پټ مخ ستایو. موږ د پټ مخي حقیقت خلک یاستو. موږ یوازې د پردې مریدان یاستو. موږ په دیوال او دروازه عادت یاستو. موږ حقیقت د خپل وخت نه فتحه کیدونکي دیوال څټ ته بندي کړی، دروازه مو ور تړلې او بریتور دروازه بان ته غلا کړی د چرګ هګۍ، نذرانه ور وړو. موږ د فلج، ولاړ، بې ساه حقیقت خاورې له شودو سره ګډوو او خپلې ویرې ور باندې نېشه کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *