ایمل مړوند-
ختیځ ادبي بهیر ملګري تکل لري، چې د راتلونکې جمعې په ورځ چې د ( 1392 ) د ( 11 ) مې میاشتې د ( 11 ) مې نېټې سره برابره ده، د ځوانیمرګ شاعر ارواښاد طاهر فرهاد یاد سره تازه کړي.
ارواښاد ځوانیمرګ فرهاد د کونړ ولایت د وټپور ښکلې او سمسورې ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې شاعري يې هم همداسې سمسوره او د رنګونو ډګه وه. د فرهاد شعرونو زړونو ته لارې کولې او په ډېر کم وخت يې د خپل شعر لپاره ګڼ مینوال پیدا کړي وو، خو ژوند ورسره یاري ونه کړه او په همدې تنکۍ ځوانۍ کې چې لا 30 کلنۍ ته نه و، رسیدلی په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د خپلې لاس نښې په توګه يې خپلو دوستانو، خپلوانو او مینوالو ته یوه شعري ټولګه (( زما د لاس کرښو کې ته يې اشنا )) پرېښودله.
ختیځ ادبي بهیر چې وخت ناوخت يې د خپلو عدي غونډو سربېره ځينې لمانځغونډې او یاد غونډې په تېر کې هم جوړې کړي دي دا ځلی د اروښاد ځوانیمرګ طاهر فرهاد سره راټولیږي.
ختیځ ادبي بهیر د ځوانیمرګ فرهاد مینوالو او ټولو دوستانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ځوانیمرګ په دغه یاد غونډه کې ورسره ګډون وکړي.
قدمونه مو پر لیمو.
په درنښت
ختیځ ادبي بهیر
د ځوانیمرګ فرهاد یو غزل
چــــــــــــي دزړه ورمــي وهي په زوره زوره
داپه نيمه شپه کې داسې مېلمه څوک دى
چې فطرت مــــــــــــــي له عدمه ورسره دي
لکه سازلکه سندره نغمه څــــــــــــــوک دى
څــــــه ګــــيلې راته کوې زمــــــــا زړګــــــــيه
په دې ستړى ژوند کې دلته دمه څوک دى
داد غره له سره څوک په ټپــــــه راغــــــــــــــى
دا ولاړ ورته حيران په سمه څــــــــــــــوک دى
دحالاتو طوفانونوته فــــــــــــرهــــــــــــــــــــــاده
لکه ستاغوندې ولاړ بې رمه څــــــــوک دى