(Resource Curse)

په ۲۰۱۰ کې امریکايي جیولوجي پوهانو د افغانستان د طبیعي منابعو ارزښت د یو تریلیون په شاوخوا کې ښودلی دی او د پنتګان په یوه داخلي یاداښت (میمو) کې ویل شوي دي چې امکان لري افغانستان د لیتیم په لرلوسره د سعودي غوندې بډای سي.

 د دې لیکنې هدف هم د هغو عواملو څېړل دي چې ولې ملي منابع اوکانونه د دې پرځای چې د یوه هیواد په ګټه تمام شي، برعکس د هغه هیواد د تباهۍ سبب ګرځي په دې لیکنه کې به همدارنګه د دې ستونزو د ممکنه حللارو موندل هم وڅېړو.

کله چې یو هیواد د زیاتو طبیعي منابعو له لرلو سره سره بیا هم غریب، او له اقتصادي پلوه وروسته پاته وي او پایداره اقتصادي ودې او انکشاف ته لاره نه شي پرانیستلای، داسې متناقص حالت ته د منابعو یا سرچینو بدمرغي وایي، دولتونه پر محدودو سرچینو او سکتورونو چې بیا نه شي نوي کېدلاي لکه تیل، ګاز، سکاره اونورو باندي تمرکز کوي، چې په نتیجه کې دغه د پرېمانو سرچینو لرونکي هیوادونه غریب، په فسادککړ، وروسته پاته اوپر بهرنيو مرستومتکي پاتیږي.

د منابعو د بدمرغۍ یو ښه مثال د ۱۹۶۵میلادي کلونو په اوږدو کې په هالنډ کې د طبیعي ګازو د لویوکانونو موندل وه چې Dutch disease ورته وايي. د دې کانونو په موندلو سره د هالنډ صنعت کمزوری او د پیسو ارزښت يې لوړ شو،  او په پایله کې د دې هیواد د صادراتو د سیالۍ کچه کښته لاړه، واردات ډېر شول او صنعت يې کمزوری کړ.

داسې بحرانونه او پېښې یوازې په هالنډ کې نه دي پېښې شوي بلکه د ۱۹۶۵ – ۱۹۹۸ کلونوکي اوپیک هیوادونو چې د تېلو عمده تولیدوونکي دي، د سرانه ملي نا خالصو تولیداتو ۱.۳ سلنه اقتصادي وده کړې وه، حال دا چې نورو مخ په وده هیوادونو۲.۲ سلنه وده کړې وه.

لاملونه اومنفي اغیزي یې:

داخلي شخړې:

 ډېر کله د طبیعي سرچینو په خاطر په ټولنه کې شخړې راپورته کېږي خو ځینې وختونه دغه شخړي  په پټه توګه هم جریان مومي،  لکه د دولت په مختلفو وزارتونو او څانګو کې، دا شخړې دولت نه پریږدي چې په موثره توګه فعالیت وکړي.

 مثالونه یې د کانګو هیواد دی چې پریمانه الماس لري، همدارنګه د انګولا او سوډان هیوادونه دي چې د تیلو او الماسو ېریمانه کانونه یې لرل خو د داخلي شخړو له کبله يې خلک خوار اوغریب دي.

 همدارنګه د افغانستان د تېرو درو لسیزو او اوسنیو داخلي جګړو دکانونو په غیرقانوني ډول را ایستنه کې مرسته کړې او داخلي شخړې يې لاپسې زیاتې کړي دي. د غیرقانوني ملیشو او محلي پولیسو له لورې د ختیځ کنړ دکرومایتو رایستل یې په تېرو اونیوکې يوه ښه بېلګه ده.

نړیوالي شخړې اوجګړې:

 پر عراق د امریکې برید، پرکویټ د عراق برید او د لیبیا د دولت د ړنګیدلو ترشا د دغو هیوادونو د تیلو زیرمې بلل کیږي. افغانستان هم د دې ناورین څخه خلاص نه دی، دمنطقې هیوادونو ترهغه وروسته چې د دې هیواد د طبیعي زېرمو ارزښت تریلیونو ډالرو ته ورسېد دوی دې ته وهڅول چي څنګه په منطقه کي شخړې اوجګړې نورې هم پسې زیاتې کړي.

ماليې ورکول:

هغه هیوادونه چې پر طبیعي منابعو متکي نه وي له خلکو څخه مالیې ټولوي، خلک د مالیو په بدل کې ځواب ویونکی اومسؤل دولت غواړي چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووایي،  چې دا د دولت او ولس ترمنځ یوه سیاسي رابطه تشکیلوي. خو هغه دولتونه چي په منابعو چلیږي هلته بیا د خلکو څخه ماليې یانه اخیستل کیږي اویا لږه اندازه اخیستل کیږي، ځکه دوی د عوایدو ښې سرچینې لري، نوکله چې خلک له مالیو ورکولو څخه خلاص وي، بیا دوی د دولت د کړنو د څارلو حق هم نه لري، چې دولت څنګه پیسې لاسته راوړي اوڅنګه یې مصرفوي او په نتیجه کې دوی ته د ژوند اساسي خدمات نه رسیږي.

که چیرې دوی خپل ږغ پورته کوي نو دغه مفسد دولتونه د دوی په ټکولوکې له پوځ څخه کار اخلي چې ښه مثالونه عربي ممالک، ایران اونور دي.

فساد:

هغه دولتونه چي دطبیعی منابعواوبهرنیوڅخه په لاسته راغلومرستوچلیږی هلته دداداریفسادکچهلوړه، فردی آزادي محدوده، قضایي ادارې نااغیزمني اوددولت کړني ډیری لږڅارل کیږي، همدارنګه دقرادادونوپه ورکړي کښې رشوت اواختلاس ډیرزیات وي.

بشري منابع: په زیاتوغریبوهیوادونوکي دکانونودصنعت کاریګروته نسبتآ ډیرمعاشات ورکول کیږي چي ددې لامل کیږي چي دولتی اوخصوصي سکتورڅخه ښه مهارتونه یوازی دکانونوسکتورته راجذب سي اودخدماتو، تولید، زراعت اونورسکتورونه لاپسې کمزوری سي –په طبیعي منابعومتکی هیوادونه دعلم، ښوونه اورروزنهله پامه غورځوي چي په نتیجه کښې یې ابتکار، اختراع اوتشبث کمرنګه کیږي. دختیځی اسیاهیواودنه لکه سنګاپور، جنوبی کوریا، تایوان، جاپان اونورچی دطبیعي منابعوله پلوه غریب بلل کیږی دپوهي، تعلیم، ساینس اوتکنالوژی به برخه کی ډیرکارکړیدي اودنړۍ دپرمختللوهیوادونوپه قطارکي ځای لری.

تجربوښودلې ده، هغه هیوادونه چي دمنابعوله پلوه غني دي هلته واک دڅو محدودواقتدارخوښوونکو، په فسادککړوواکدارانوپه ولکه کښې وي، دبشرحقوق پکښې پایماله وي، وګړي یی په هستۍ کښې نیستمن وي اودولتونه یی دیرپوروړی وي.

دبدمرغو منابعو دپیژندني، لاملونواومنفي اغیزوترڅیړنووروسته به دېراسوچي افغانستان څنګه کولاي سي چي خپلي طبیعي منابعپه اغیزمنه توګه وکاروي اودمنابعودضایع کیدواوتباهۍ څخه ترممکنه حده مخنیوي وکړي، ددې کاردپاره موږدلاسته راغلوبریالیوتجربواولارښوونوڅخه ګټه اخلوچی دهغوڅخه يې ځني په لاندي ډول دي:

– دښې حکومتولی راوستل چي دقانون حاکمیت، شفافیت ، مساوات، اغیزمنتوب، ځوابوینه اوداداری فساد له منخه وړل تظمین کړی ترڅودولتي بنسټونه دخلکوغوښتنوته په اغیزناکه توګه ځواب ووايي اوبنسټیزخدمات ورته برابرکړي.

– دقراردادونو، تدارکاتواودداوطلبیودغوښتنوپه جوړولوکښې دي دهغوهیوادونودتجربوڅخه ګټه پورته سي چي دطبیعی منابعوڅخه یي په موثره توګه ګټه پورته کړیده اوهمدارنګه دي دقراردادونودشرایطو، پروسیجرونو، جریانونواوپروسوپه جوړولوکي دنړیوالوپرمختیایي اداروڅخه مرسته وغوښتل سی، دچاپیریال ساتني، دتاریخي آبداتوساتني، محلي کارګمارني  ته دي لومړیتوب ورکول سي.

– دمعیاري زیربناووپه اساسي توګه جوړوني ،څارنی اوخوندیتوب باندی باید کافي پانګونه وسی چي دهغې جملې څخه یې سړکونه، لویي لاري،پلونه، بندونه، دریل پټلۍ، موتروې دیادولووړدی.

– افغانستان دمځکي پرمخ دسوداګرودپاره ترټولوناامنه ځای دی نودملی سوداګرو،دکانونواوطبیعي منابعوداستخراجوونکودسراوسرمایې خوندیتوب دی ډاډمن سی.

– دبدیل موندل –  دنړیوال بانک دیوه رپوټ له مخي د ۲۰۱۴  څخه تر۲۰۲۵ کال پوری دهیواد داقتصادی ودی دپاره طبیعي منابع اوزراعت کلیدي خوځونکی دی خوموږبایدد طبیعي منابع دپاره یوبدیل وموموځکه طبیعي منابع دوخت په تیریدوسره ختمیړي اودپایداري اقتصادي ودې اصل هم موږته دااجازه نه راکوي چی داوسنی نسل دضرورتودرفع کولودپاره دي دراتلونکونسلونوفرصتونه قرباني سی. نوباید دپوهي، تحقیق اوانکشاف، تکنالوژی، مسلکي زده کړوله لاري دتولید، موډرن زراعت، صنعت اوخدماتوپه وړاندی کولوسره پایداره، متوازن اودوامداره اقتصادي انکشاف ته لاره ومومو.

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *