افغانستان د ګردې نړۍ په کچه د يوه سر پټي خو لرغوني موزيم نوم خپل کړی، په دې کې د اوږدو زمانو او تمدنونو لرغوني اثار خوندي دي. دلته د ملتونو تاريخ لا تر ځمکې لاندې دی، خو د بېغوريو له وجې دا په تور بازار کې ليلام ته وړاندې کېږي، چې يوه ستره برخه يې د نړيوالو او کورنيو دلالانو په لاسونو پلورل شوي او پلورل کېږي.
د افغانستان فرهنګي ميراثونه اوسرمايه چې د هېواد د تاريخ په يوه برخه كې ارزښتمن باب دی، د تاريخ په اوږدو كې د وخت د کورنيو او بهرنيو بلوسه ګرو او چپاولګر لخوا چور شوي او لا دا چاره روانه ده.
د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو غلا او قاچاق بهرنيو په تېره بيا ګاونډيو هېوادونو ته د ميلادي پيړۍ د نويېمې لسيزې په لومړيو پيل شوي، دهېواد ملي موزيم چور شو، نږدې ۷۰ سلنه اثار يې تالا ترغۍ شول، لومړۍ ګاونډيو هېوادونو او بيا نړيوالو مارکېټونو ته ووتل.
بهرته د افغانستان د لرغونو آثارو د قاچاق مسئله يوه ساده او انفرادي پېښه نه ده، بلكې ډېرې پېچلې شبكې د هېواد د ملي هستۍ په لوټولو كې لاس لري.
وروستي راپورونه دا دي، چې ددې هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د لرغونو ځايونو خپل سرې کيندنې او سپړنې لا هم دوام لري، له هېواده بهر يې آثار ايستل کېږي او دا يو ستر کاروبار دی.
غور يو له هغو ولايتونو دی، چې تمدن او پخوانۍ واکمنۍ پکې تېرې شوې، ددې لرغوني ولايت د يو شمېر سيمو تاريخي مخينه خو ان زرګونو کلونو ته ستنېږي. له دې ولايت نه د ځايي زورواکو په مرسته او ملاتړ قاچاقچيان هره ورځ آثار وباسي او په تور بازار کې يې پلوري، دا يوازې غور نه دی، چې د اثارو په غلا او قاچاق کې يې ځايي زورواکي لاس لري، بلکې په ډېريو ولايتونو کې دا کار کېږي.
د افغان دولت هره اداره په خپله برخه کې په کار بوخته ده، خو د لرغونو آثارو د ساتنې مسوولې ادارې د فيل په غوږ کې ويدې دي، لايې هم د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.
تېره ورځ مې د کابل هوايي ډګر له يوه مسوول سره خبرې کولې، ويل يې ۱۳ داسې قلمي نسخې يې له قاچاق کوونکو نيولې دي، چې لرغونتيا يې ۹۰۰ کاله وړاندې وختونو ته ستنېږي، دا خو يوازې هغه دي، چې په کابل هوايي ډګر کې نيول شوې دي. تر دې تېر څه له پولو په ښکاره او پټه ايستل کيږي.
که په تېرو کلونو کې د افغانستان ټول منقول او غير منقول موزيمونه رغول شوي او بډايه شوي وای، نو نن به يې له درکه زيات عوايد راټولېدل، ځکه چې ددې هېواد له اثارو او تاريخ سره د ډېرو تاريخونه او مدنيتونه تړلي دي، نو په ستر شمېر کې بهرنيي سيلانيان به پرې رامات شوي وو.
په ملي موزيم کې مې له يوه مسوول چارواکي سره خبرې کولې، ويل يې کلني عوايد يې چې د موزيم د ټيکټونو له لارې راټوليږي، مخ په زياتېدو دي، خو ډېره برخه بيا هم د بهرنيو سيلانيانو له جيبونو راټولېږي.
يوازې د تېرې مرغومي مياشتې تر ۲۴مې نېټې پورې له ملي موزيم څخه ۱۸۶۴۹ کسانو ليدنه کړې، چې تر همدې نېټې پورې يې عوايد ۱۵۵۹۶۰ افغانۍ شوي دي.
که موږ د موزيمونو، ارشيفونو او نورو لرغونو ځايونو لپاره يو منظم مېکانزم جوړ کړو، ددې تر څنګ چې د عايداتو يوه ښه سرچينه ګرځي، د ورکې او له منځه تلو مخنيوی يې هم کېدای شي.
په دې وروستيو کې ۲۳۱ هغه لرغوني اثار چې له څلورو حوزو فلول تپې، ای خانم، طلاتپې او بګرام حوزې تر لاسه شوي وو او د ۱۳۷۰ کلونو له جنګونو او چور تالا خوندي پاتې وو، د ۲۰۰۳ کال را پدېخوا د نړۍ په لسو هېوادونو کې نندارې ته اېښودلو وروسته يې ۳،۵ ميليونه ډالر عوايد راټول کړي، چې دا ټول د دولت خزانې ته تللي دي.
غزنی د لرغونو ځايونو او ميراثونو زانګو بلل کيږي، تېرو خپل منځي جګړو وران کړ، خو اوس يې چې د رغونې چارې ګورې، نو فکر کوې، ډېر ژر به دا بيا ونړيږي او پرې لګول شوي ميليونونه ډالر به بيا په اوبو لاهو شي، ځکه چې کار يې کيفيت نلري او يوازې د لنډمهاله نندارو لپاره بيا رغول شوی دی.
دا ډول کارونه څار او پوره دقت ته اړتيا لري، نه دا چې اړوند ادارې يوازې خپلې لوحې پرې ولګوي او هغه د لرغونو ابدو او ځايونو په نوملړ کې شامل کړي.
همدا اوس د افغانستان په ملي ارشيف کې لسګونه زره لرغونې نسخې د خرابوالي له ګواښ سره مخ دي، که يې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نشي، ارشيف به يوازې نوم پاتې شي او بس.
کلتور وزارت ته پکار ده، چې د وزارت تر ادارو پرته دا مهمه برخه له پامه ونه غورځوي او هغه کلنۍ بودجه چې بېرته د ماليې وزارت ته ستنيږي، په ځای او دې ډول چارو سره ولګوي. دا لويې مسئلې دي، چې له نابودۍ سره يې د تاريخونو نابودي او لرغونتيا تړلې ده.