د ټولنې دفاعي سیستم د خلکو له مورال سره تړلی دی؛ کله چې خلک په رواني لحاظ  په اضطراب کې نه وي، په فزيکي ډول د نا امنۍ له پېښو زغرد او نسبتاً عادي تېريږي، خو که ذهني سکون یې په نښه شي، نو د پوليسو له عادي تالاشۍ به هم د جدي خطر د احتمال تر سرحده اندېښمن شي. دا ځکه چې رواني جګړې تر ځانمرګو ډېر زیان رسولی دی.

د افغانستان پولیس ډېر عادي او رفیقانه چلند کوي، که د موټر اسناد او یا د موټر ډاله ګوري، خو بیا هم د خپل ماموریت تر حده قاطع نه وي، د موټر چلوونکو څېرو ته وګوري، که دې ورته وخندل له تاریاکو ډک موټر تېرولی شې. کله چې همدغه پولیس اړایستل شي، چې په یو ناڅاپه خپل برخورد بدل کړي او له سهار تر ماښامه خلک وکړوي، دا پخپله د ځانمرګي تر نيولو د ځانمرګي لپاره د صحنې له عیارولو سره ډېره مرسته کوي.

له وړمې ورځې راهیسې کابل ته د لسو ځانمرګو بریدګرو د ننوتو خبرداری ورکړای شوی دی. لس ځانمرګي جدي خطر دی، خو هغه وضعیت چې یو په یو فوق العاده او مارشالايي شي، خلک له روزګار، امنیت، حکومت او تمې مایوسه کوي.

دغسې اوازې د پولیسو لپاره رازونه دي، چې باید عوامو ته ونه ویل شي، خو امن ټینګ کړل شي او په تالاشۍ کې دقت وشي. که همدا وضعیت فرض کړو، د خلکو خبرول د وضعیت د بهبود او یا مهار لپاره څومره مرسته کولای شي؟

عوام ځانمرګي نشي رانیولی، دکان بندول او یا په سړک د موټر نه چلول هغسې کردار دی، چې وسله وال مخالفین یې غواړي، د دوی په باور هغه تاثیر چې د ویرې خورول لرلای شي، په ډک بازار کې د ځانمرګي چاودنه یې نشي پېښولای.

دلته عوام که د طالبانو په اړه هرڅومره بد ذهنیت لري، خو له بده مرغه د حکومت او امنيت په اړه یې تردې زیات بد ذهنیت اخستی دی. که د ځانمرګي هره پېښه یې له طالب څخه زړه توری کوي، ورسره په دې حکومت هم هغومره حساب نه کوي، چې د  خپل ژوند ارمان یې وګڼلای شي، ځکه چې دا امنیت د یو قاتل د پلټنې جوګه ندی نو عوامو ته به څرنګه د اوږده مصون ژوند ډاډ ورکړای شي.

د ذهنیت جوړونې او مورال په برخه کې د تبليغاتو پروسه په نورو برخو کې هم ژورې نیمګړتیاوې او زیانونه لري.

د افغانستان له رسنیو څخه داسې تبلیغاتي سپاټونه خپریږي، چې ذهناً لیدونکی د احتمالي پیښو دوام او یا له هغې سره عادت کېدو ته رابولي. دوی لس کاله طالبان د بلاګانو په توګه ترسيم کړل، خو دا ترسیم د هغو خلکو په ژبه او شېوه و، چې د عوامو په زړونو یې چنګ ونه لګاوه.

په خوست کې یو ملا و، هغه ډېر په اسلامي احکامو او اصولو پوهېده، ټوله ورځ به یې د ځانمرګو په اړه فتواګانې ورکولې، خو دا ملا خوارکی،‌ د بلک واټر د یو عسکر په توګه بدنام شوی و. ملا د امریکایانو په بېز کې اوسېده، د تبليغاتو ژبه یې په دستوري ډول ور وچه کړای شوې وه، د تبلیغاتو ابزارو یې له وړاندې د دښمن د ابزارو هویت خپل کړی و. ما لیدل چې نه یوازې ملا تاثیر ونه لرلی شو،‌ د خلکو لپاره هم د ملنډو یو کرکټر شو. ماشومانو به ترانې ورپسې ویلې او دا جګړه له مفتي خانه میر څخه د کلي یو بدماش چڼي وګټله.

د کابل رسنۍ هم د ناامنۍ د پېښو په ترسیم کې مسولانه چلند نه کوي، طالبان او قوت یې د دغو رسنیو په مرسته په مراتبو د  مشروع نظام تر قوت فوق العاده ښودل شوی دی. ظاهراً رپوټ جوړونکي د بې پرې ژورنالېږم اصول پلمه کوي، مګر په حقيقت کې د یو نظام او یو باغي ځواک ترمنځ توپير ته توجه نه کوي. د طالبانو تر ټولو زیاته پانګونه او تمرکز په تبليغاتو دی، د پيریانو په دنیا کې یې جعلي ویندویان ګمارلي په متفاوتو غږونو، له ناڅرګندو مکانونو او نامشخصو نمبرونو تماسونه نیسي او خبریال  پرته له دې چې ددې جعلي کرکټرونو د حقيقت تشخیص د بې پرې او کره ژورناليزم د اصل په توګه ومني هغه اړخ ته یې ګوري، چې په نظریاتي لحاظ د ادعاګانو یو توازن وساتي.

تاسو هر یو داسې ډېر راپورونه اورېدلي او لوستلي چې د ذبیح الله مجاهد ادعا پکې له ورایه بې بنسټه ده، په یوه عادي امنيتي پېښه کې چې ټول ملکي قربانیان دي او موږ یې د سر په سترګو وینو، خو نوموړی د امنيتي ځواکونو د لسو شلو د وژلو اتهام پسې تړي، خبریال همدا خبر په شدومد خپروي، د پېښې واقعیت ته نه ګوري او د ذبیح الله مجاهد له خولې د دروغو خپرول یو خبري تکميل او یا حقيقت ګڼي. په داسې حالاتو کې د عوامو ذهني ثبات او لیدلوری لالهانده شي او وسله وال مخالفین همدې روحیې خپراوي ته خپل بری وايي.

د تبليغاتي پاليسي یوه ګټه داده، چې د حکومت اعتماد ترميږي، په لباني رستورانت له برید وروسته د کورنیو چارو وزیر په سيمه کې د دوو امنيتي مقامونو دندې وځنډولې، کېدای شي، دا پرېکړه تر انتها پورې عملي نه وي، خو د خبر خپراوي د کورنیو چارو د یو بادسپلینه وزیر په توګه یې د عمر داودزي موقف ترمیم کړ، په پېښه دومره تبصرې نه وې لکه په دې عملي غبرګون چې عوام ونازېدل.

کله کله عوام په خپل انداز کې د ملک په لومړي سړي مناسب انتقاد لري، ولسمشر په هر مجلس کې د مطبوعاتو او بیان د لس کلنې ازادۍ په ابتکار کې ځان هیرو ګڼي، د بیان ازادي د هرې ټولنې اصل دی، خو له ازادۍ نه بې قواعدو او غیر اخلاقي استفاده  د ذهني غلامۍ زمینه برابروي. ښه داده، چې دعوامو په ذهنونو د تسلط لپاره یو څه صلاحیت او طلسم له حکومت او په تېره له لومړي سړي سره پاته شي. د عوامو انتقاد په ځای دی، چې د بې ترتیبه او بې سرحده ازادۍ په ترڅ کې خلکو د روحیې په شمول ډېر ارزښتونه هم له لاسه ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *