د کندهار مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه- – د رواني اوونۍ په اوږدو کي د کندهار ولايت د محکمې رياست او د ملي امنيت پر ودانيو وسلوال بريد شنډ او بريد کوونکي ونيول سول.
نن د کندهار ولايت د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي امنيتي مسوولينو خبر ورکړ چي په روانه اوونۍ کي د وسلوالو مخالفينو لخوا يوه عراده له چاودېدونکو توکو ډک ټونس موټر او شپږ تنه وسلوال طالبان چي غوښتل يې پر يادو دولتي تاسيساتو وسلوال بريد وکړي،د افغان ملي امنيتي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس نيول سوي او پلان يې شنډ سوی دی.
په ورته وخت کي د امنيت شورا رئيس او کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د افغان ملي امنيتي ځواکونو ټولي هغه سرښندني او زړه ورتياوي چي د وسلوالو مخالفينو په وړاندي يې کړي د ستايني وړ وبللې او زياته يې کړه چي وسلوالو مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی خو سره له دې هڅه کوي چي د سړک غاړي په ښخ سوو ماينونو او داسي نورو ملکي ځايونو کي د ورانکارو اعمالو په ترسره کولو د بې ګنا مېرمنو، کوچنيانو او ځوانانو ژوند واخلي او خپلو ناروا اهدافو ته ځان ورسوي.
ښاغلي ويسا وويل، افغان ملي امنيتي ځواکونه بايد د هر ورانکار عمل د مخنيوي لپاره لا له وړاندي د تيارسئ په حالت کي پاته سي تر څو عام خلک له مالي او ځاني زيان څخه وژغورل سي.
هغه دغه راز وويل، نورو هيوادونو ته د اوسپنو انتقال غيري قانوني عمل دی او هر څوک چي ياد غيري قانوني عمل ترسره کوي د قانون له مخي مجرم او بايد په سخت ډول مجازات سي.
کندهار والي امنيتي مسوولينو ته په ټينګار وويل چي په ډېر جدي ډول دې د ياد عمل مخه ونيول سي.
د امنيت شورا رئيس همدارنګه وويل، له څه مودي راهيسي د تجارانو له خوا د ماشومانو د لوبو لپاره پلاسټيکي توپنګچې، پلاسټيکي بمونه او دې ته ورته نور توکي واردېږي، په داسي حال کي چي ماشومان بايد د هر ډول ورانکاره څيزونو څخه ليري وساتل سي او هغوی ته د يادو جنګي توکو پر ځای قلم او کتابچه ورکول سي. کندهار والي امنيتي مسوولينو ته امر وکړ چي سر له اوسه دي د يادو توکو د مخنيوي لپاره لاس په کار سي، په ښار کي دي د رسنيو له لاري تبليغات خپاره سي چي هېڅ تجار يې تر دې وروسته د واردولو جرات ونه کړي او سر غړونکي بايد په نقدي ډول جريمه سي.
د ښځو چارو د رياست مرستيالي ليلما نوري په غونډه کي د خبرو پر مهال په راتلونکو ټاکنو کي د ښځو د ونډي په اړه يادونه وکړه چي د تېر په پرتله دا ځل د ټاکنو په پروسه کي مېرمنو ته د خپلي رايي کارولو لپاره زياته زمينه برابره سوې او د نوموړي په باور دا ځل به زيات شمېر مېرمني په ټاکنو کي رايي وکاروي.
د نن ورځي په امنيتي غونډه کي ټولو امنيتي مسوولينو کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي د امنيتي حالت د سمون په موخه هر ډول مالي او ځاني قرباني ته تيار دي.
هغوی د خپلو لاسته راوړنو د معلوماتو پر مهال وويل، په ښار او ولسواليو کي يې د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په موخه چاڼيز او تصفيوي عمليات ترسره کړي او ښه لاسته راوړني يې لرلي دي.