زما د شعبې همکارانو اغلې نسیمه او اغلې نیلوفر د هغه کتاب د مخکتنې محفل راته جوړ کړ چې ما د ډاکتر زلال احمد رنځورمل او ډاکتر احمد مجیب احمدي په ملتیا ژباړلی.
«د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه» مو له انګلیسي پښتو ته وژباړه او محترم محمد حلیم فدايي ورته د چاپ لپاره پیسې راټولې کړې.
دا کتاب په ښه کاغذ، رنګه مخونو او ښه کیفیت په 898 مخونو کې مومند مطبعې چاپ کړی دی چې د طب محصلانو او ځوانو ډاکترانو لپاره ګټور کتاب دی.
مولف یې ډاکتر محمد انعام دانش د کراچۍ په پوهنتون کې تدریس کوي او کتاب یې په داسې ژبه لیکلی چې د مفاهیمو زده کړه اسانوي.
د ژباړې په ترڅ کې مو خپلې تجربې هم له کتاب سره ملې کړې، په تېره بیا د قلبي ناروغیو د تشخیص په برخه کې چې زه په کې یو څه تجربه لرم، له خپل ارشیفه مې عکسونه او اضافي معلومات ورزیات کړي دي.
ډاکتر صیب داستر خدمت دالله درنه قبول په قلم او عمر دبرکت شه
د داسې يو ستر خدمت ستاينه كه هر څومره ډېره وشي، نو بيا به هم لږه وي، د داسې يو علمي كتاب ژباړل اسان كار ندى. د يو علمي كتاب د ژباړلو لپاره نه يوازې په پردۍ ژبه حاكميت، په خپله ژبه كې مهارت، بلكې په خپل مسلك كې هم ډېر لياقت ته اړتيا ده. ډاكټر صاحب زغم ، تاسو او ستاسو محترمو هممسلكانو محترم ډاكټر صاحب زلال احمد رنځورمل، ډاكټر صاحب مجيب احمدي ته د دې ستر خدمت مباركي وايم، ستاسو د شعببې همكارانو آغلې نسيمې او آغلې نيلوفر ته كورودانى چې د كتاب د مخكتنې محفل يې جوړ كړ. او هېر دې نشي چې د محترم عبدالحليم فدايي مرسته كه نه واى، نو دا كتاب به دومره ژر له چاپه نه واى راوتلى. فدايي صاحب خو تر اوسې ډېرې داسې نه هېرېدونكې مرستې كړيدي. كور يې يو ځل بيا ودان. يوه هيله بيا هم له تاسو نه لرم: د كتاب د لاس ته راوړنې نه مخكې كېدى شو چې تاسو د دې كتاب يو وړوكى مبحث د بېلګې په توګه په همدې ځاى كې د كتاب د خبر نه وروسته په تاند كې اچولى واى؟ په دې وجه د كتاب مينه والو د كتاب په برخه كې يو څه معلومات لاس ته راوړلى شو.
په درناوي، ډاكټر اكرم ملكزى ـ جرمني
ډاکتر صیب داستر خدمت دالله درنه قبول په قلم او عمر دبرکت شه
اسد الله جلالزی غزنی
ماشا الله
د ښاغلی دوکتور محب زغم ، حلیم فدایی او ملګرو دا بی مثاله خدمت او افتخار د د افغانستان ټولو خلکو ته مبارک وی . هم ثواب او هم خرما. ستاسو نوم د تل لپاره د افغانستان د طب په څانګه کی په زرینو کرښو ولیکل شو. ښاغلی دوکتور زغم د هغه مهم او اساسی کار تهداب کيښود چی پخوا به خلکو ناممکن فکر کاوه. ستاسو د دی تاریخی طبی اثر په نتیجه کی اوس زمونږ هیواد وال کولای شی خپل طبی معلومات په پښتو ژبه ولولی او خوند تری واخلی. هیله ده چی زمونږ نور هیواد وال هم د هغوی په پله خپل درانه قدمونه کیږدی.
دا ښه پیل دی چه د طبابت یو کتاب په پښتو ژباړل کیږي خو زما په شخصی تجربه د پاکستاني ډاکټرانو یو څو کتابونه چه ما لوستلي ، اکثره یی د غربي کتابوڅخه ماته کږه ژباړه وي چه په خپل نوم یی تالیف کړی وي !!! او لوستونکی ورڅخه چندان ګټه نشي پورته کولای .دا کتاب ما پخپله ندی لوستلی خو چه کله د طب محصل وم نو د ټولګي ناکام شاګردانو به دا ډیر لوسته !!! ښه به دا وی
چه ددی پر ځای مو د داخلی یو نړیوال او معیاري کتاب ژباړلی وای لکه
Davidson’s Principles and Practise of Medicine
Clinical Medicine by PJ Kumar
Harrison’s Principles of Internal Medicine
Oxford textbook of medicine
دا به مو نه یواځی طبابت ته لوی خدمت وای بلکه د افغان طبی محصلینو مشکل به هم حل ؤ .
محترم ډاکتر صاحب ملکزی او ډاکتر صاحب شکېب
مننه چې خپل نظرونه مو راسره شریک کړل.
که د تاند چلوونکي یې راسره ومني، زه به د دې کتاب لومړی څپرکی ورولېږم چې خپور یې کړي او دوستان یې وګوري
د ډاکتر صاحب شکېب وړاندیز پر ځای دی خو دا چې ولې موږ دا کتاب د ژباړې لپاره غوره کړ، دلیلونه یې د کتاب په سریزه کې راغلي دي او دلته یې رانقلوم:
د ګڼو طبي کتابونو له منځه مو دغه کتاب ځکه وژباړه چې: – مولف یې ډاکتر انعام دانش واقعي استاد دی او هر څه یې په ساده او اسانه ژبه لیکلي دي. ده د ډېرو ناروغیو د اعراضو او علایمو په یادولو سره د هغوی د رامنځته کېدو دلیلونه هم راوړي دي او په دې توګه یې د دې مسایلو زده کړه اسانه کړې ده. – کتاب نسبتاً مختصر دی او د هرې ناروغۍ هغه ضروري او مهمې خبرې راخیستې دي نو که څوک دولتي امتحان او یا د تخصص پروګرام ته د شاملېدو ازموینه ورکوي، دا کتاب ورته بیخي مناسب دی. – د هرې ناروغۍ په اړه کلیدي خبرې سربېره پر دې چې په متن کې تشریح شوې دي، په جلا جدولونو او باکسونو کې هم راغلې دي.
بله خبره دا ده چې دا کتاب تر ډېره د عملي استفادې لپاره لیکل شوی دی او د ناروغیو پر پتوفیزیولوژي، میکانیزمونو او نورو جزیاتو ډېر نه غږېږي. اوس مو دې ته کتلي دي چې له دې کتابه څومره خلک استفاده کولای شي، فکر کوو چې د طب د پوهنځیو محصلان، ځوان ډاکتران، هغوی چې تخصص پروګرام ته د شاملېدو ازموینه ورکوي او ان د داخله متخصصان کولای شي د چټک ریفرینس په توګه له دې کتابه کار واخلي.
البته چې د هغو کتابونو ژباړه هم ضروري ده چې ښاغلي شکېب یاد کړي دي، خدای دې وکړي چې ورته وسي شو.
له ټولو دوستانو مننه چې دا وړوکی کار یې لوی ګڼلی دی.
ډاکتر محب الله زغم
له ټولو ملګرو نه مننه، یوه ډاکتر صاحب پوښتنه کړې وه چې تاسو د Davidson’s Principles and Practise of Medicine
Clinical Medicine by PJ Kumar
Harrison’s Principles of Internal Medicine
Oxford textbook of medicine
په څېر کتابونه وژباړي، دا کتاب چې موږ ژباړلی، د دریو نړیوالو کتابو Davidson’s Principles and Practise of Medicine
Clinical Medicine by PJ Kumar and Curent.
څخه را اخستل شوی دی.
مننه دداكتر صيب حخه أوس موز علمي كتابونو ته ارتيا زياته ده حكه جي دابرخه خواره ده .
داکترصیب یودنیا مننه
داکتر صیب دا کتاب د کابل په کوم کتابخانه کی پیداکولی شم
I want to get this books
الله ج دی راته ژوندی لره ډاکټر صیبږ دا زمونږ لپاره ډیر خدمت دی.
ماشاالله الله دی احر درکزی
اسلام علیکم دا کتاب کوژ د کم خای حخه لاسته راورلای سو
سلام علیکم وروره دا دداخلی کتاب خو راته ایمل که
ګران او محترم داکتر صاحب که دداخله ناروغیو کتاب راته ایمل کړی چی چیرته پیدا کیږی په پښتو ژبه
دیر مننه داکتر صاحب
زه دداخله نارغیو کتاب غوارم
hi dear doctor i need all your book please help me to colect them
مننه محترم داکتر صاحب ستا هڅه او کوښښ د ستایلو وړ دی او بل دا کتاب چیرته پیداکیږی که یی په هکله معلومات راکړی مهریانی به مو وی
سلام
که ته غواړې چې ستا نوم ژوندی پاتی شی بی نو داسې شی ولیکه چې دلوستلو وړ وی یا داسې کار وکړه چې د لیکلو وړوی
حضرت علی کرم الله وجهه
د زغم کمال له خپلو ملګرو سره دتاند به څپو کې را څرګنذ شو زموږ دمظلوم ولس لباره ستره سرمایه ده