د هغې ورځې نه چې خلک خبر شویدي چې ولسمشر کرزی غواړي چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د جملې نه  یو کاندید خپل ورور قیوم کرزي یا زلمي رسول باید کامیاب شي، ترڅو د ده دغه روانه دوره او اداره همداسې جاري او ساري پاتې شي نو نورو لمرپرستو او فرصت طلبو خلکو هم د ارگ چکرونه تند کړیدي او په یو او بل چل ځان ولسمشر ته نیزدې کوي  او ورته وايي چې موږ ستا د خوښې د کاندید ترشا ولاړ یو او هر ډول کومک او مرستې ته حاضر یو. خو دا مرسته خدای رضا نه ده ،بلکې بدل کې د ولسمشر نه نغد و چغد بدل هم غواړي. څوک ورنه وزارت غواړي ،څوک ولایت او څوک ریاست.

د ارگ د بندو دروازو ترشا داسې معاملې روانې دي چې په اوریدو ېې بنده حیران شي چې هغه خلک چې بیرون ځان د مجاهد، پارسا او حاجي صاحب په نوم معرفي کوي هغه د ولسمشر د کوره په څه چل او فریب ځانته امتیازات اخلي. دې کې پخواني جهادي مشران او والیان هم شامل دي چې د ولسمشر سره په دې معامله کوي چې زه به درته د خپل ولایت یا ولسوالۍ رایې راوړم خو بدل کې به زما ورور، زوی یا بل خپلوان په یو غوره منصب مقرروې.

جمهورریس کرزی هم لکه چې د تل په څیر مجبوره ښکاري، هر یو چې ورته لږ هم د سبا د زیري خبره کوي نو دی ورته د وزارت او ریاست پرچه ورکوي او بیا پارلیمان هم د ده په پل پل ږدي او هغه وزیر په پټو سترگو منظوروي. د دې تازه مثال زموږ په وړاندې دی. د کمپاین په پرده کې بل کمپاین روان دی. یو نفر چې د نړۍ د ملکونو د شمیر نه خبر نه دی هغه خارجه وزیر شي. یو بل چې د اوبو او بریښنا په ارتباط نه وي خبر هغه  دې د یو مسلکی وزارت مسول شي. بل بیا د تجارت په سر تجارت کوي او دریم ېې د ولایت نه  سل په سله مختلف مقام  یعني د کان او صنایعو وزارت ته ځان را رسوي.

د دوی ټولو کمال بس دا دی چې ولسمشر ته یې دا وعده ورکړې ده چې موږ به شپه ورځ ستا د خوښې کاندید دپاره کار کوو او ستا باچاهي به تر پینځو نورو کالو پورې غځوو. خو بدل کې به موږ ته هم څه ناڅه راکوې. خو اوس سوال دا دی که اصولي معیاد ته وگورو نو د ولسمشر دا اخري دوره ده ، د دې دورې هم اخري میاشتې دي او که ډیر هم زور وکړي نو څلورو پینځو میاشتې به نور دوام وکړي. نو بیا دغه وزیران او ریسان چې اوس راځي  دوی هغه گټې چې په نظر کې نیولي دي هغه به څنگه پوره کوي؟.

مثلا یو بارسوخه شخص خپل عزیز د یو وزارت معین کوي او دې کار دپاره هغه د ولسمشر نه امر اخلي او امر دپاره لاندې خلکو باندې پیسې مصرفوي نو بیا به دی دغه پیسې بیرته څنگه پوره کوي ؟. نو ظاهره ده چې خیانت به کوي. رشوت به اخلي. ملي گټو باندې به سودا کوي. ترڅو لږ وخت کې ډیره گټه وکړي او د دې دورې د پای او د خپلې چوکۍ د ختمیدو نه مخکې دوبۍ او پاکستان کې ځانته کور او کاروبار جوړ کړي.

دا ډیره د افسوس خبره ده چې یو خوا افغانان د خارجي قواو د وتلو په فکر کې دي چې دوي لاړ شي نو څه به کوي؟. نو ورسره د دغو خپلو غلو غم هم ورسره مل  دی چې بیا به د دوي بې رحمه لاسونو ته پاتې کیږي. دوي چې په دې شته نظام کې دومره چور کوي نو که واک هم ټول دوي ته پاتې شي. نو بیا به څه نادودې کوي.

د افغانستان دې خدای مل شي.

One thought on “په کمپاین کې کمپاین/ حسن مومند”
  1. كرانه سو دا لعنتي جهادي اشرار دي ددي وطن به همدا حال وي، دلته بيا امين حفيظ به كار ده أويا خو امير عبدالرحمن سو د جهاد تغر نور لدي وطنه تول كري،كرزي هم لوي اشرار وه او هغه بل بي وجدانه مسعود او سكاف تول اوتول همدا ناولي سيري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *