تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان له حکومت سره د خبرو لپاره خپلې شورا ته بلنه ورکړې چې نن /جمعه/ غونډه وکړي.
د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د شورا غړي به نن په خپله غونډه کې له حکومت سره د خبرو او د حکومت د مرکچي پلاوي په اړه بحث وکړي.
ده ټینګار وکړ چې د طالبانو په تحریک کې هیڅ راز اختلاف او ډلبندۍ نشته بلکې ټول د ملا فضل الله تر مشرۍ لاندې یولاس دي.
وروسته له دې چې طالبانو د پاکستان له حکومت سره د خبرو وړاندیز وکړ پاکستاني رسنیو پراخ تبلیغات پیل کړل چې طالبان له لسګونو ډلو جوړ دي او که له یوې ډلې سره خبرې نتیجه هم ورکړي بله د خبرو پایله نه مني.
د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره یو څلور کسیز پلاوی ټاکلی دی. په دې پلاوي کې، چې د پاکستان له پټو ادارو سره همکاران او خواخوږي لکه ژورنالیست رحیم الله یوسفزی، په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند، ژورنالیست او شناند عرفان صدیقي او متقاعد جګړن محمد عامر شامل دي.
په همدې حال کې د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد په کراچۍ کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز د چهارشنبې د سهار د حملې مسوولیت په غاړه واخیست. ویې ویل چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دی.
په دې برید کې، چې د کراچۍ ښار په ناظم اباد سیمه کې وشو د پوځ په مرکز کې درې پر له پسې چاودنې وشوې چې په نتیجه کې لږترلږه څلور پوځیان ووژل شول.