په ۲۰۱۱ زیږديز کال کې د پاکستاني پوځيانو په یوې پوستې په قبایلي سیمه سلاله کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو برید او د پاکستاني ۲۱ پوځیانو وژنه ددې لامل شوه، چې د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلې کړي. په همدې لړ کې په پاکستان کې د امریکې د هوايي اډې چې په قبایلي سيمه کې به یې عملیات کول پلان کول د امریکا او پاکستان ترمنځ د واټن رامنځته کېدلو سبب شو.

په همدې ورځو شپو کې د ناټو ځواکونو لپاره د موادو راوړونکو موټرو پر مخ لاره بنده شوه او په افغانستان کې یې ناټو ځواکونه په یوې نوې سردردۍ کې واچول، د امریکا له خوا د پاکستان پوځ سره کلنۍ مرستې بندېدل بله هغه پېښه وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکو خرابېدو کې رول ادا کولی شو، له دې را وروسته د امریکا په سنا مجلس کې د بلوچستان مسله راپورته کېدل د پاکستان لپاره یو خواشینونکی خبر و، چې یو شمېر سیاسي کړيو يې د امریکا پر وړاندې له سختو الفاظو کار واخیسته، او له دې ټولو را پدېخوا په پاکستان کې د حقاني شبکې چې په سیمه کې یې له القاعده وروسته خطرناک نیټورک بلل کېږي، موجودیت د پاکستان پر وړاندې د امریکې دریځ سخت کړی و.

خو ولې پاکستاني لوري په ډیرې کامیابۍ سره دغه ټولې ستونزې وګاللې او دې ته یې ځای پرې نه ښود چې له امریکا سره یې اړیکې له سرې کرښې واوړي. بل خوا د افغان دولت او امریکا ترمنځ تر اوسه داسې کوم سخت موارد نه دي راغلي چې اړیکې یې له امله دومره خرابې شي چې لارې بېلولو ته خبره ورسېږي، خو ولې بیا هم په ډېرو کوچنيو خبرو تل د افغان لوري او واشګنټن اړیکې پېکه شوي دي او د دواړو خواو لپاره یو ستراتيژيک زیان اړونکي عامل په توګه تمام شوي دي. تازه، تازه د امنتي تړون پر سر په یو شمېر داسې شرایطو د افغانستان او امریکا ترمنځ خبره بغرنجه شوې چې له دواړو خواو سره یې حل شته دی. اما ددې غوټې د لاس خلاصولو پر ځای دواړه یې پر غاښ خلاصولو په هڅه کې دي. افغان لوری غواړي چې د خلکو د کورنو تلاشۍ دې بس کړلی شي او سپینه ماڼۍ وايي؛ چې د امنتي تړون د لاسلیک په صورت کې به په کم تعداد کې پوځیان د افغان سرتېرو د روزنې او د ممکنه مرستې لپاره په افغانستان کې پاتې شي، هر کله چې د دواړو لورو هدف د ترهګرو ځپل او پر وړاندې یې مبارزه ده، نو لازمه خو دا وه چې سره په یو مشترک تاکتیک باندې سلا شوي وای. افغان لوری د امریکايي او نړیوالې ټولنې پوځي حضور د افغانستان په ګټه بولي او نړیواله ټولنه او امریکا پر افغان پوځي ځواک باوري ده چې د خپل امنیت ساتلو توان او وړتیا لري.

هر کله چې داسې ده چې افغان لوری د نړیوالو ځواکونو حضور ګټور بولي، نو بیا مشکل ورسره په څه کې لري؟ طبعاً حضور به یې ددې لپاره وي چې د ترهګرو حرکت وځپي او نړیواله ټولنه او امریکا چې په افغان پوځي ځواک دومره باوري ده چې د خپل هېواد امنیت ساتلی شي نو بیا ولې له هغه مواردو ویريږي، چې پر سر یې د افغان لوري شرطونه او غوښتنې په ځمکه غورځوي. په حقیقت کې دا یو متضاد حالت نه، بلکې د یو بل د ضرورتونو د نه درک کولو خطا ده چې که په اړه یې غور او فکر ونه شي نو دواړه لوري به له ستونزو سره مخ کړي. افغان دولت باید وګوري چې د هغه د سیمې یو رقیب هېواد څنګه نړیوال سیاست د ځان په ګټه را څرخوي.

کله چې پاکستان پوه شو چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون کشاله د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو او یو پر بل د بې باوري کېدلو لامل ګرځېدلې نو خپل سیاست یې را نرم کړ او سره له داخلي فشارونو امریکا ته د نږدې کېدلو هڅه یې پېل کړه. په نږدې ورځو کې امریکا ته د سرتاج عزیز تګ او هلته له امریکايي چارواکو سره له نږدې کتلو مقصد همدا و چې امریکا ته شین چراغ ور کړي چې د پاکستان د ګټو خوندي کولو په صورت کې پاکستان له امریکا سره د هر ډول مرستې او ملګرتیا چمتو والی لري. پاکستاني ملکي حکومت ددې لپاره چې خپل ځان د پاکستاني پوځ له سیاست ازاد کړي په دې لټه کې دی چې د امریکا له لارې کولی شي دا ستونزه په پاکستان کې د تل لپاره هواره کړي، په حقیقت کې هغوی ددې لپاره غټ زیان او کورني تاوان ته غاړه ایښې ده. امریکا هم تر یوه وخته غواړي چې یواځې د یو فشار په توګه پاکستان افغانستان ته مخکې را مخکې کړي خو که د افغان لوري له خوا بیا هم ټولې دروازې پرې بندې شي نو د هغوی وروستی انتخاب به پاکستان وي.

په هېڅ صورت کې امریکا له سيمې په بشپړه معنا وتل نه غواړي، نو بیا به د خپلې سترایتژۍ تعقیب لپاره پاکستان ته لاس ورکړي او پاکستان په همدې لټه کې دی چې په څه ډول خپل ځان له افغانستانه پاکستان ته مهم وښايي، په دې خبره د امریکا استخباراتي چارواکي هم خبر دي ځکه خو یې تېرو ورځو کې کانګرس ته د خپل کلني راپور ورکولو پر مهال وویل چې د پاکستان وضعیت ښه کولو لپاره پاکستان چمتو دی چې امریکا سره لاس ورکړي. موږ په دې پوهېږو چې امریکا هغه څه چې په سیمه کې غواړي هغه ډول چې له افغانستانه یې تعقیبولی شي له پاکستانه یې نه شي تعقیبولی، خو ولې د خپلې ستراتیژۍ لپاره دومره غټه قرباني هم نه شي ورکولی، چې خپل د تېرو ۳۵ کالو خواري ضایع کړي. افغان لوری دې مسلې ته یواځې د یو فشار په توګه نه ګوري چې ګوندې امریکا پاکستان د فشار لپاره پر افغانستان را مخکې کوي. په وروستي پړاو کې دا حقیقت هم کېدلی شي، ځکه چې پاکستان له دې موقع څخه په ګټې اخستنې سره کولی شي چې خپل اهداف د امریکا له اهدافو سره هماهنګ کړي او په افغانستان کې خپل ستراتیژيک عمق ته ځان ورسوي.

سره له دې چې په پاکستان کې د امریکا خلاف عامه دریځ ډېر توند دی او هلته د وسله والو ګواښ تر افغانستان ډېر زیات دی، ځکه چې په نظریاتي لحاظ زیاتره وسله والې ډلې د امریکا په اړه توند دریځ لري او دا به پاکستان لره یو لړ ستونزې هم جوړې کړي، خو هغوی د خپلو اوږدو ګټو لاسته راوړنې لپاره ددې ممکنه وړو ستونزو ته غاړه ږدي، دا د پاکستان هغه موقعه شناسي ده چې امریکا او افغان لوری ورته جدي نظر نه کوي او بې پروايي ښايي، خو که چېرې موږ د مدبرانه ډیپلوماسۍ څخه ګټه وا نه خیسته نو بیا پوهېدل پکار دي چې د ټولو قربیانيو اخري ثمره هغه ځای ته ورسېده له کومې سوړې څخه چې موږ تل مار خوړلي يو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *