تاند- د ملګرو ملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې په روان ۲۰۱۴ کال کې به هم خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بېرته تګ بهیر ورو وي.
د دې ادارې په وینا اکثره افغانان، که هغه له هیواده بهر دي یا په خپل هیواد کې، سږ کال د حالاتو په اړه پرېشنانه دي.
په افغانستان کې د یو این ایچ سي آر یا د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي بو شک (Bo Schack) په دوبۍ کې د افغان کډوالو په اړه په یوه غونډه کې د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ د دفتر خبري سرچینې ایرن (ITIN) ته وویل:«د ستنېدونکو کډوالو شمېر به یقیناً ډېر لږ شي، خو د ټولو ترمنځ عمومي تفاهم شته او دا د توقع خلاف نه ده.»
په دې غونډه کې، چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو استازو هم ګډون کړی و، د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي د ستنېدونکو کډوالو د شمېر کمېدو ته په اشارې وویل:«دا د هغې بې یقینۍ ښکارندويي کوي چې موږ ورسره مخامخ یوو، او پر دې اساس خلک انتظار باسي، او یا حتي بېره لري چې څه به پېښ شي.»
په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي او د کال تر پایه د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي چې د ډېرو په باور له دې سره به د افغانستان حکومت کمزوری شي او وسله وال طالبان به بریدونه زیات کړي.
په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر استازي نیل وړایچ وویل:«حاضردمه په خپله خوښه د ستنېدونکو شمېر د پاکستان د حکومت لپاره د اندېښنې وړ دی.»
تېر کال له پاکستانه د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په مرسته له پاکستان څخه څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول. حال دا چې په ۲۰۱۲ میلادي کال له پاکستانه ۸۶ زر کډوال افغانستانه ته بېرته تللي ول.
له ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ پرته د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته هر کال څلور لکه افغانان خپل هیواد ته بېرته ګرځېدلي دي.
له ایرانه په ۲۰۱۳ کې ۸ زره افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي.