د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند عالي شورا پرون (د سلواغې په ۱۱ مه) په ننګرهارکې غونډه دایره کړه او د ولسمشرۍ لپاره راتلونکو ټولټاکنو کې یې د ډاکټر اشرف غني نه خپل حمایت اعلان کړ . د دې نه وړاندې د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند یو لوړ پوړي پلاوي د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ ولسمشریزو ټولټاکنو ته نوماند ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي سره د روان لمریز کال د مرغومې په ۱۹ مه لیدنه کړې وه . دغه پلاوي کې د ګوند د عالي شورا د غړو برسیره د ګوند د بیلا بیلو ولسوالیو نمایندګانو هم ګډون درلود .
د افغان ملت ملي مترقي ګوند پلاوي ډاکټر اشرف غني سره د راتلونکو ټولټاکنو په اهمیت خبرې وکړې او دا ټاکنې یې د هیواد د راتلونکي لپاره سرنوشت سازې وبللې. د ګوند پلاوي د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي تر رهبرۍ لاندې په موفقانه توګه د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د بهیر بشپړ کیدل لویه بریا وبلله چې د ملي حاکمیت په لور بنسټیز ګام وو او راتلونکو ټولټاکنو ته یې زمینه مساعده کړه. ښاغلي انجینیر اجمل شمس ووئیل د هیواد راتلونکي کلونه د تیرې لسیزې نه ډیر توپیر لري او افغانان باید داسې قیادت رامنځ ته کړي چې هیواد د سولې ، ثبات او نیکمرغۍ په لور بوځي .
ډاکټر اشرف غني احمد زي د ګوند د پلاوي تود هرکلی وکړ او د هیواد لپاره یې د افغان ملت مترقي ګوند پرله پسې قربانيانې وستایلې . ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي زیاته کړه چې دی د قدرت لپاره نه بلکه د خدمت لپاره دریدلی دی . د بریا په صورت کې یې د خپل هراړخیز پروګرام اساسي ټکي په مفصل ډول تشریح کړل . ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي وویل چې په هیواد کې سوله او ثبات راوستل د ده په اولیت کې قرار لري .
د یادونې وړ ده چې د ډاکټر اشرف غني احمد زي ملي اجنډا د افغان ملت مترقي ګوند د کړنلارې سره سمون خوري او ګوند باور لرې چې دی تر ټولو غوره کاندید دی او د بریا په صورت کې به هیواد د سولې ، ثبات او نیکمرغۍ په لور رهبري کړي .
هرافغان باید خپله رایه یو مسولیت وګڼی او خپله رایه باید داسی کاندید ته ورکړی چه په اینده کی دخپل وطن ساتنه په درست ډول سره وکړی اوس ټول افغانان په دی پوهیدلی دی چه خپل وطن باید په ګډه سره جوړکړو یو اوبل ته دوروری لاسونه ورکړو چه دامظلوم ملت په خپلو پښو ودروو
د افغان ملت ګوند له رهبری هیت او ټولو غړو څخه نړی مننه چی خپله ملی وجیبه او مسولیت یی په ډیر غوره او اساسی وخت که و پیژنده او ادا یی کړ، اوس نو زمږ باور نور هم پوخ شو هغه دا چی انشاالله چی ډاکټر صیب اشرف غنی به په راتلونکو ټولټاکنو کی بریا مومی او ولسمشر کیږی به.
دداکتر اشرف غنی حمایت باید دیو احساس اووطندوستی اوملت جورونی په اساس وشی اوتاسو دده برنامی اوهداف وگوری چی سومره تفاوت لری دنورو کاندیدانو سره بل اشرف غنی یومتفکر دی چی د جهان په سطحه دده نوم دسل کسانو ّپه لر کی لومری لیکل کیزی اوبل دده لاس ته راورنی مونر دکابل پوهنتون اودمالیی وزارت لیدلی شو چی دده رهبریت هلته سومره موثر وه
عبدالهادی
افغان ملت هم داسې په بده ورځ دی چې شل رهبران لري.
له څاڅکو ویالی او بیا سیندونه جوړیږی. ستاسو قوت په یوالی کی دی. اشرف غنی احمدزی یو ملی او وطن دوسته شخصیت دی. د ده په مټ به د ګران هیواد افغانستان د خاوری تمامیت او ملی یوالی بیرته احیا او سوله به ټینګه شی. د هیواد شمال کی د پښتنو او ازبکو او هزاره ورونو یوالی زما د مدعا ښه ثبوت دی. مګر ښاغلی احمدزی باید چی له تاجیکو ورونو سره هم ښی اړیکی وساتی او په راتلونکی حکومت یی له مخلصو او هیواد مینو کسانو سره تل په تماس کی اوسی.