تاند- یوه روسي څېړونکي او عالم وویل، د وخت په تېرېدو د انسانانو عمر زیاتېږي او په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به د انسانانو د عمر اوسط ۱۲۰ کلونو ته ورسېږي.

د (نننۍ روسیې) د راپور له مخې د روسیې د حکومت د مشورتي شورا غړي سرګی ګرادي روفسکي وویل، څېړنې ښيي چې په راتلونکو دېرشو کلونو کې به د انسانانو متوسط عمر ۱۲۰ کاله وي.

همدا اوس هم د نړۍ په پرمختللیو هیوادونو کې د عمر متوسط تر اتیا کاله زیات دی حال دا چې د افغانستان په شان په وروسته پاتې هیوادونو کې د ۳۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ دی.

روسي څېړونکي وویل چې په وروستیو دوو پېړیو کې د انسانانو عمر دېرش کاله زیات شوی دی او د دې علت د ژوند د شرایطو ښه کېدل، په طب او تکنالوژۍ کې پرمختګ او نوي کشفونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *