جیلاني جلان

 زرین انقلاب

په هغه شپه چې تا

دخپلې مینې خپل خواهش

په سرو لاسونو

د حیا نرمې جامې څیرې کړلې

لکه له سپینو ګلو سپینه وږمه ووتلې

د یاغیتوب د اینو په غونډۍ کیناستلې

د خپل خواږه او مرمرین وجود تصویر دې  په بار بار وکاته

په هغه شپه دې کایناتو کې

 زرین انقلاب وپنځوه

په هغه شپه دې د وجود له درو

د  عطرو پاڼې پاڼې شنه سره دسمالونو وتل

په دسمالونو باندې دا لیکلي

جانانه ما خپله وعده پوره کړه

ما زمانو ته زوروره ماتې ورکړه کنه؟

     ****

     غبرګه ښکلا

زما او ستا ترمنځه

 د شرم شنې زرغونې پوله جوړه

و ګرانې چل راښایه

چې زه در واوړمه که ته راوړې؟

چې متضاد جنسونه

د محبت په یوه جنس کې ګډ

 اوبه اوبه کړو

او یوه غبرګه ښکلا وپنځوو.

****

 سیدجیلاني جلان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *