مینه ابراهیم خیل –
د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر دغړې آغلی بلقیس محبوبی حقیق د ادبی خدمتونو له پاره د بهیرد غړو او نورو افغان میرمنوپه ګډون نمانځغونډه د (۱۳۹۲) سلواغې د میاشتې په نهمه نیټه د پامیر سینما دویم پو ړ په کتاب ښار د غونډو په تالار کې جوړه شوه .لومړی دغونډې ویاندی لیمې نیازۍ د اغلې میرمن بلقیس محبوبی د ادبی خدمتونو په اړه لنډې خبرې وکړې
اوږۍ امیل د اغلی بلقیس محبوبي لنډه پیژندګلوي د هغې له خولې بیان کړه: دا وایی زما نوم بلقیس او د پلار نوم می محمد محبوب خان دی .
زه په قوم اڅکزۍ او پلارنی ټاټوبی مې کندهار ولایت دی .زما مرحوم پلار د خپل ژوند زیاته برخه د رسمی ماموریتونو په جریان کی دهیواد په نورو ولایاتو کی تیره کړیده.چی زه هم د خپل پلار د ماموریت په دوره کی د بلخ په ولایت کی دنیا ته راغلم.زه څلور کلنه وم چی پلار می بیرته خپل اصلی ټا ټوبی یعنی کندهار ولایت ته راغی او زه هم هلته لویه شوم.له بده مرغه زه په کوچنیوالی کی د ځینو کورنی او محیطی بندیزونو له امله له کورنه بهر د زده کړي څخه محرومه شوم. زما د زیاتې مینې له امله چې د لوست او لیک سره مې درلوده ما پر کوچنیوالي کې له خپل مرحوم ورور محمد ظاهر محبوبی څخه لوست او لیکل یاد کړه. مرحوم محمد ظاهر محبوبی به ماته د لوستلو لپاره خپل او د نورو شاعرانو شعر ونه را کول.
ما له شعر سره ډیره مینه درلوده او د شعر ویل می هم دکورنۍ زده کړي په جریان کې پیل کړه. زما شعرونه په مجلو او ورځپاڼو کی زیات چاپ شوی دی.(دزړه آوازونه )زما لومړنی شعری مجموعه ده چی زما په شخصی لګښت چاپ شوی دی ددی کتاب په چاپولو کی محترم ورور زلمی هیواد مل او محترم ورورمحمدظاهر زما سره معنوی مرستی وکړی.چی تری مننه کوم .دا وایی زما یوه دری شعری مجموعه ده د(دردهای دل )تر سر لیک لاندی . همدا رنګه بله پښتو شعری مجموعه مې (دژوند خوږې او ترخې )تر سر لیک لاندې هم تیاره ده . دا وایي ما په ۱۳۵۹ کال کې دیپلوم انجینیر عبدالمنان حقیق سره واده وکړ او زه د کندهار ولایت نه کابل ته راغلم زما د ژوند ملګری زه د کورنه بهر دزده کړی لپاره وهڅولم. ما دکابل د ښځو د مسلکی لیسی څخه په (۱۳۶۳) کال کی بکلوریا سند تر لاسه کړ،او او دکابل په نورو علمی موسسوکې مې خپل پاته تحصیل ته ادامه ورکړه.په (۱۳۶۲) کال کی زما یو اولسی شعر په فیستوال کی لومړۍ مقام وګاټه چی بیا ماته افتخاری دیپلوم او نقدی جایزه راکړل شوه.مخکی له دی نه چی زه د خپل وطن څخه مهاجره شم ما د ښوونکی په توګه دنده سرته رسوله.او په هجرت په موده کی هم زه د پاکستان په ایبټ آباد نومی سیمې کې د افغان مهاجرو په یوه ښوونځي کې د ښوونکی په توګه وظیفه تر سره کوله.
ورپسی کاینات سعادت د میرمن بلقیس په ا ړه وویل:
ژوندون لکه بیدیاده بنیادم پکی ویریږي
یوه مور ده په دنیا کې چې زړګی پری راټولیږي
کاینات زیاته کړه مورمې ددې لپاره یاده کړه چې :آغلی بلقیس محبوبی حقیق هم یوه مور ده اغلې بلقیس د پښتو له نا وړو دودونو او بندیزونو نه ګیله منه ښکاري اود شپې په خاموشی څپو کی د شعر په ژبه وایی:
خویندو مې میړانه کړه ښکاره په تاریخونو کې
ولي مو زه بنده کړم دظلم په جیلونو کې
څوپوری به پټه له جهان کې په پردوکې یم
څو پوری به ژوند کوم په داسې ظلونو کې
آغلې بلقیس محبوبی ژوند ته د عظمت په سترګه ګوري:
مطلب له ژوند ه خوب خوړل نه دي
دهرې شپې سبا کول نه دي
په مرګ خوشحاله له دې ژونده یمه
د محکومیت ژوند، ژوند کول نه دي
ورپسې د میرمن بهیر د اړیکو د برخې مسوولې آغلې پاکیزې آرزو وینا وکړه ویې ویل:
په پښتو ښځینه شاعري کې ډېر داسې نومونه شته چې شعر یې ویلی او ان دا چې ټولګې یې خپروې شوې خو تر اوسه څرنګه چې پکاره وه دوی پېژندلې شوې نه دي او له نومونه سره اشنا نه یو. بلقیس محبوبي هم داسې شاعره ده چې ښایي له نوم سره یې څوک اشنا نه وي . مېرمن بلقیس د پروین ملال ، مستوره شال او کبرا مظهري همزولې شاعره ده، په هغه وخت کې شاعري کوله ښځو ته له کوره وتل هم ستونزمن وه خو بلقیس شاعري کوله او د وخت د حالاتو سره سمه شاعري یې کړې ده . سره له دې چې په شعرونو کې ډېره ښځینه رنګ نشته خو بیا هم داسې شعرونه لري چې ښکلی دي او شعري تنده پرې ماتېږي.دا بیتونه یې ښکلی دي او ښکلې یاغي ژبه یې کارولې ده.
مالیاره ما ته راوړه څو ګلونه رنګ په رنګ
بهار سو لرم زړه کې ارمانونه رنګ په رنګ
مطربه ته هم پاڅه د خوښۍ سرود اغاز کړه
زه هم په مینه وایمه شعرونه رنګ په رنګ
زاهده نن له ما نه د تقوا تمه ونه کړې
زما زړه کې پاڅېدلي طوفانونه رنګ په رنګ
ناصحه نن که ښه کړې له ما لرې ګرڅه
سبا بیا راته راکړه عذابونه رنګ په رنګ
دغه راز د میرمن بلقیس محبوبي د ژوند او اثارو په باب آغلو نعیمې غني او شفیقې خپلواک هم مقالې لیکلې وې چې وروسته به خپرې شي
دآغلې بلقیس د نمانځغونډې په ترڅ کې مشاعره هم وشوه چې د میرمن محبوبی ټولو مینه والو پکی ګدون کړی و، اود میرمن بهیر هرې یوې غړې اوږۍ امیل، مریم امر خیل ،نعیمه غنی، پاکیزه ارزو ، مریم اکاخیل، لیمه نیازی، سودابه ،آریا، مسعوده نیازی، بلقیس محبوبي، نظیفه نیازۍ او دنیا طوطاخیل او ځینی نورو نجونو د تلیفون پر کرښه خپل شعرونه ډالۍ کړل. میرمن بلقیس محبوبی له ټولو مینه والو څخه په مننې سره غونډی ته شعر وړاندی کړ . غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.د یادولو وړ ده چی دمیرمن بهیر اونیزی غونډې هره چهار شنبه په یوه نیمه بجه د پامیر سینما دوهم پوړ کتاب ښار د غونډو په تالار کې تر سره کیږي.