د پروفیسر دروېش دراني د شعرونو تازه چاپ شوی کتاب( کر د ګلو) مې لوست او یو ځل بیا دې نتیجې ته ورسېدم چې د هغه د غزلونو په ښکلا کې د قافیو ښکلي انتخاب لویه برخه لرلې ده.
د ده د غزلونو په ګڼو بیتونو کې د قافیې کلمه یا د معنا په لحاظ د بیت تر نورو کلمو مهمه وي، یا د بدیعي صنعتونو له نظره یو امتیاز لري او یا دا دواړه خوبۍ پکې وي.
په دې لاندې بیت کې د ( ځپلو) کلمه په قافیه کې هم راغلې او د بیت موسیقي یې زیاته کړې ده:
دا نن شپه ډېره درنه ده پرځپلو
دا نن شپه کړه له ځپلو سره تېره
په دې لاندې بیت کې هم د تکریر صنعت د بیت خوند زیات کړی دی:
دروېشه تاته ښایي دغه کار اسانه ښکاري
مګر اسانه شاعري کول اسانه نه وي
تضاد یو بل صنعت دی چې د قافیې ښکلا زیاتوي:
دروېشه غم د غورځولو نه دی
په دې ترخو کې به خواږه لټوې
په دغه بل بیت کې قافیه د بیت له یوې بلې کلمې سره د تجنیس( ناقص تجنیس) رابطه لري:
هر بلا چې ځي زما له کوره
وایي زه لاړمه اوس بله راځي
په دې لاندې بیت کې د پېښې نتیجه ( زړېدل) چې د معنا په لحاظ تر نورو مهمه کلمه ده، په قافیه کې راغلې ده:
د ویر او وېرې زمانه څومره اوږده شوه دلته
ځوانه راغلې وه بلا دا ده زړه شوه دلته
په دې بل بیت کې د قافیې کلمه ( ډېره) ځکه لا اثرناکه شوې ده چې د جملې د نتیجې کلمه ده او څرنګه چې ( ډېره) فعلي صفت دی او تر فعل باید مخکې راشي خو دلته وروسته راغلې ده، نو د ژبې د عام جوړښت د ماتېدا کیفیت (defamiliarization) پکې بله ښکلا پیدا کړې او د بیت په اخر اخر کې راوړلو یې هغه تلوسه زیاته کړې ده چې لوستونکی یې په نتیجه باندې خبرېدا ته لري:
پخوا هم په دې جهان کې
مینه وه خو موږ کړه ډېره
په دې بل بیت کې هم د مطلب اصلي کلمه د قافیې کلمه ده:
خیال مې نه دی چې تنها به بېرته راشي
مله له یاره سره تللې خوشحالي ده
په تشبیهي جمله کې تر ټولو مهمه کلمه ( مشبه به) ده. د دروېش دراني ځینې قافیې د مشبه به نقش لري چې د بیت ښکلا ورسره زیاتېږي:
له دښمنه هغه وخت هم ډار پکار دی
چې اوبو پر سر اخیستی لکه خس وي
یو بل مثال:
چې خبره وي خوږه هرځای چلېږي
دا د سرو زرو سکه هرځای چلېږي
قافیه چې د موسیقي له اړخه د بیت تر ټولو مهمه کلمه ده او پام ور اوړي ، که د بدیعي صنعت یا معنا په لحاظ هم اهمیت ومومي، ښکلا یې یو په دوه شي. د ښکلا په باره کې ویل شوي دي چې له تناسباتو زېږي. قافیه چې د موسیقي په لحاظ د بیت اهمه کلمه ده، که د معنا له اړخه یا نورو اړخونو هم اهمه شي، د بیت په منځ کې تناسبات ورسره ډېرېږي.
د درویش دراني د غزلونو د قافیو ښکلا نور اړخونه هم لري. مثلا د ده په غزلونو کې د جملې له سوالیه قیدونو( ولې؟ کله؟ څله؟…) څخه د قافیې لپاره استفاده کېږي. دغه قیدونه چې په تاکید سره ویل کېږي، د قافیې د کلمې تاثیر ډېروي:
ستا د تندي ګونجې په دې پوهېږي
چې ما ته هر وخت ژړا څله راځي
په دې لاندې بیت کې د قافیې د کلمې د ویلو په وخت یو څه درېږو او په فشار سره یې وایو:
ستا له ښاره په سفر ومه وتلی
زړه مې نه غوښتل مګر ومه وتلی
د ( مګر) وییکی هغه کلمې او جملې سره وصلوي چې د معنا په لحاظ له یو بل سره په ټکر کې وي. د شاعر زړه نه غوښتل چې د معشوقې له ښاره ووځي خو، خو، خو ووت. دغه وتل سخته وو او په دغو وتلو باندې اعتراف ګران کار دی، ځکه نو کله چې شاعر د ( مګر) دوې لارې ته رسېږي، درېږي، زړه غږوي او ګوري چې ایا د مخالفې خبرې په کولو خو به معشوقه خوابدې نه شي.
د قافیې او د ردیف د موسیقي هماهنګي یوه بله هغه ښکلا ده چې د دروېش دراني په ځینو بیتونو کې ډېره اوڅاره ده:
دوی شاعري کار د بیکارو ګڼي ځکه وایي
چې زنده ګي شوه د دروېش هم بې ثمره تېره
د درویش دراني د قافیو دغه ښکلاوې چې دلته مې یادې کړې زموږ د قافیې د علم په کتابونو کې نه مطالعه کېږي. په پښتو کې د قافیې په باره کې لیکل شوي کتابونه قافیې ته تر ډېره حده په هماغه سترګه ګوري چې د عربي ادب پخوانو عالمانو ورته کتلي وو.
مونږ که د قافیې د پخواني علم په رڼا کې د دروېش دراني قافیې مطالعه کړو، دغه ښکلاوې به یې نه یادوو او بلکې یو نیم نقص به هم پکې راباسو. شاعر په خپل یو غزل کې له یخ او شخ او برزخ سره (مخامخ) قافیه کړی دی او ویلي یې دي:
شاعران وایي اخر په قافیه کې
دروېش هم دا دی مشکل ته مخامخ شو
عربي ژبه په دې مشهوره ده چې هم قافیه کلمې پکې خورا زیاتې دي خو زموږ شاعر چې په پښتو شعر وایي، ایا د قافیې بېلې تیوري ته ضرروت نه لري؟ ایا پکار نه ده چې د قافیې په پخواني علم کې د خپلې ژبې د ځانګړنو او د شعر د ښکلا په باب د نویو نظریو په رڼا کې تغییرات راولو؟