تاند- د افغانستان د احصاییې د مرکزي ادارې له اعلان سره سم د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې ۴۸ تر پنځلس کلونو کشر ماشومان تشکیلوي.
دا له ۲۰۰۸ میلادي کال راوروسته د هیواد د نفوسو په اړه د افغانستان د احصایې د مرکزي ادارې لومړنۍ څېړنه ده.
د افغانستان د احصاییې مرکزي ادارې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د یو شمېر ولایتونو د نفوسو احصاییې اخیستي وې.
د احصاییې د مرزي ادارې د راپور په بله برخه کې ویل چې په سلو کې ۳۷ افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري او له هرو ۴ څخه یو تن بې روزګاره دی.
په راپور کې له کوره دباندې د کارکوونکو افغان ښځو شمېر خورا لږ بلل شوی دی.
د مرکزي احصاییې د ادارې په راپور کې د هغو افغانانو، چې غذايي امنیت نه لري، فیصدي له ۲۸ څخه ۳۰ ته لوړه شوې ښودل شوې ده.
خو په راپور کې د هغو افغانانو شمېر د پخوا په پرتله زیات ښودل شوی چې لیک لوست کولی شي.
د احصاییې د مرکزي ادارې د راپور له مخې د ۱۵ او ۲۴ کلونو د عمر په درلودونکو کې د سواد کچه له ۳۹ فیصدو څخه ۴۸ فیصدو ته لوړه شوې ده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د روغتیا، تعلیم او د صحي اوبو د لرلو په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
منظمو واکسینونو، د روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو زیاتوالي، پر اولاد د میندو د مړینو لږېدو او د اقتصادي وضعیت ښه کېدو د افغان ماشومان، په تېره بیا په ښارونو او امن سیمو کې د مړینو شمېر لږ کړی دی.
نو باید همدا شان وشی ځکه چې د اتلسو یې عمر زیات شی نو بیعضی یې د خپل او د کورنې د نس مړولو پخاطر یا عسکری ته ځی او بعضی یې د مولوی صیب چې د پاکستان په واک کې دی د ۷۰ حورو د حاصلو پخاطر د دولت سره جنګولو لپاره ځې او هلته وژل کیږی