نيټه: ١٣٩٢/١١/١۴
کندهار افغانستان – نن د کندهار ولايت د ښاري محکمې لخوا دوه تنه چي د سړي تښتوني او قتل په جرم نيول سوي ول په علني ډول په اعدام محکم سول.
ياد دوه تنه چي احمد الله او روح الله نومېدل څه موده وړاندي يې د تازه ګل په نوم يو کس تښتولی او وروسته يې وژلی او جسد يې د پوليسو له خوا د پلټنو پر مهال په يوه کور کي موندل سوی و.
د ښاري محکمې د رئيس په خبره ياد دوه تنه حق لري چي د خپلو ځانونو د خلاصون او سزا کمولو په خاطر دويمه محکمه ونيسي.
د يادو دوو تنو تر څنګ د پنځو تنو نورو سړي تښتوونکي يوه بله قضيه هم د ښاري محکمي له خوا وڅېړل سوه خو د محکمي د رئيس له خوا يې په اړه د ځينو نواقصو د شتون له امله پرېکړه وځنډول سوه.
ياد پنځه تنه سړي تښتوونکي د دريو تنو د تښتولو او وروسته د وژلو په تور ښاري محکمې ته راغوښتل سوي ول خو د وژل سوو کسانو د جسدونو د نه موندلو او ځينو نورو علتونو له کبله د محکمې د رئيس له خوا د قضيې په اړه د نورو څېړنو امر ورکړل سو.
دا په داسي حال کي ده چي څو ځله نور هم د ښاري محکمې له خوا قاتلين، ترهګر او داسي نور ستر مجرمين په عالني ډول د ښاري محکمې له خوا محاکمه سوي دي.