ډاکتر فاروق وردک

مطبوعاتي خبرپاڼه
۱۳۹۲ د سلواغې ۱۴

دافغانستان د پوهنې وزیر وکړای شوای، (د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت) د پروګرامونو د ښه مدیر او د نړۍ په کچه ددې پروګرام لپاره د مرستو د راټولو او د پروګرام د پایښت د استازي او مخکښ لقب خپل کړي.
د پوهنې وزیر په دې وروستیو کې لندن، ترکیې او اسلام اباد ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې وتوانید، چې د افغانستان له معارف سره د نړیوالو دوامداره ژمنې تر لاسه کړي.
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ په هغه کنفرانس کې، چې د نړۍ د ۱۱۰ هېوادونو د پوهنې وزیرانو په ګډون په لندن کې جوړ شوی وو، ګډون وکړ او هلته یې د پوهنې وزارت د وروستیو څو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه نړیوالو ته روښانه کړه او په دې برخه کې د نورو مرستو ژمنې ورسره وشوې.
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس او ویاند کبیرحقمل د پوهنې د وزیر د وروستیو سفرونو په اړه خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کې معلومات ور کړل.
ښاغلي حقمل زیاته کړه، چې د پوهنې وزیر  ته په دې کنفرانس کې د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت (GPE) د ۶۰ غړو هېوادنو د مالي مرستو د را جذبولو او ددې پروګرام د پایښت د استازي او مخکښ لقب ورکړل شو.‎
افغانستان چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د پوهنې لپاره دنړیوال مشارکت غړیتوب تر لاسه کړی و توانید چې د را تلونکو کلونو لپاره ددغه مشارکت د څه باندې ۵۵ میلیون ډالرو نورې مرستې تر لاسه کولو ته لاره هواره کړي. د پوهنې وزارت تر دې وړاندې هم څه باندې ۵۵ میلیون ډالره له دې پروګرام څخه تر لاسه کړي، چې  اوسمهال د هېواد په ۱۳ هغو ولایتونو کې، چې د نجونو د زده کړې کچه په کې ټیټه ده، لګول کیږي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس زیاته کړه، چې  ترکیې ته د پوهنې وزیر د خپل وروستي سفر په ترڅ  کې په دې بریالی شو، چې د هغه هېواد دا ژمنه تر لاسه کړي، چې د افغانستان په هر ولایت کې به  د افغان ترک یو ښوونځی جوړوي او افغان زده کوونکو ته به د باکیفیته زده کړو اسانیتاوې برابرې کړي.
اوسمهال د هېواد په ۶ ولایتونو کې  د افغان ترک ۱۷ ښوونځي فعال دي،  چې نژدې ۵ زره زده کوونکو  ته پکې د زده کړو اسانتیاوې برا برې شویدي.
په ورته مهال د پوهنې وزیر د یونسکو له لوري ( پوهنه د ټولو لپاره EFA) د یولسم کلني راپور د خپرېدو په غونډه کې، چې د پاکستان په اسلام آباد ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ. ددې رپوټ موخه په نړیواله کچه د پوهنې د وضعیت څیړل او د پوهنې برخې ته د نړیوالو د پاملرنې او همکاریو راجلبول دي. په دې پروګرام کې د پوهنې وزیر له نړیوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پوهنې له برخې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه راز د پوهنې وزارت د نشراتو مشر او ویاند کبیرحقمل وویل، چې د ولسمشریزو او ولایتو شوراګانو نوماندان له ښوونیزو موسسو څخه د ټاکنیز کمپاین په توګه ګټه نشي اخیستی.
د پوهنې وزارت خبرداری ورکوي، چې ښوونیزې موسسې د ټاکنیزو کمپاینونو د مرکزونو په توګه نشي کاریدای او د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو یې وغښتل، چې په ښوونځيو کې له ټاکنیزو مبارزو څخه ډډه وکړي.‎
هغه خبر دارئ ورکړ، چې که کوم کاندید او یا د ښوونځي کوم چارواکی د ښوونځي په دننه کې د یوه کاندید په ګټه کمپاین وکړ او یا یې ښوونځی د کمپاین لپاره وکاراوه؛ نو قانوني چلند به ور سره وشي. خو له ښوونځیو بهر ښوونکي کولی شي په خپل شخصي وخت کې بل هر کار کې برخه واخلي.
د پوهنې وزارت د نشراتو مشر او ویاند  ښاغلي حقمل د مرکزي احصايې لخوا وروستۍ تر سره شوې سروې ته په اشارې سره وویل، چې د پوهنې وزارت توانیدلی د تیرو څو کلونو منظمو هڅو پر اساس د افغانانو د سواد کچه ۳۸ سلنې ته ورسوي. هغه د وزارت پلانونو ته په کتو ژمنه وکړه، چې  په راتلونکو څو کلونو کې به دلوستو افغانانو شمېره ۵۸ سلنې ته ورسیږي.
هغه وویل، چې دپوهنې وزارت په تېرو څو کلونو کې د هېواد د ۱۲ میلیونه نالوستو کسانو له ډلې ۴ میلیونه کسان باسواده کړي دي. د سواد زده کړې په برخه کې یوازې سږ کال نژدې یو میلیون له ښوونځي لرې پاتې او د لوړ عمر لرونکي کسان پر زده کړو بوخت دي، چې ۶۲ په سلو کې یې ښځې  دي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *