تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د پارلمان په ملي جرګه (نشنل اسمبلي) کې د موږکانو پر له منځه وړلو هر کال په لکونو روپۍ مصرفېږي.

پاکستاني رسنیو د پارلمان د سرچینو په قول د دوشنبې په ورځ وویل چې د ملي جرګې په تالار کې د موږکانو پر وژلو د کال لږترلږه ۳ لکه روپۍ لګېږي خو له دې سره سره د موږکانو یرغل دوام لري.

سرچینو همداراز ویلي چې د ملي جرګې د دارلانشا غړیو په ځلونو د پلازمېنې پراختیايي ادارې ته شکایت کړی مګر وضعیت هماغسي دی چې و.

د دوی په وینا د ملي جرګې د تالار په هر کونج کې موږکان منډې وهي او څوک یې مخه نه شي نیولی.

One thought on “د پاکستان په ملي جرګه کې په لکونو روپۍ په موږکانو ضایع کېږي”
  1. لکه څرنګه چه الله جل جلاله نمرود دیو ماشی په واسطه له منځ نه ویوړ انشاالله چه دپاکستان دناکاره زمامدارانو تباهی به دهمدی موږکانو له لاسه وی البته دهغو زمامدارانو چه خپله هوساینه دخپلو ګاونډیانو په تباهی کی وینی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *