د بلجيم له بېلا بېلو ښارونو یو شمېر بلجيم ميشتي افغانان تېره شپه د دې هېواد په پلازمينه بروکسل د حاجي صيب امين باوري په کور کې راسره ټول شول او وروسته له یو لړ بحثونو دې پايلې ته ورسېدل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د نوماندانو په منځ کې وړ نوماند دی.
د ناستې ګډونوالو ډاکټر صيب اشرف غنی احمدزی یوازيني کس وباله، چې کولای شي افغانستان له اوسني بحرانه وباسي، د دوی په وینا، چې ډاکټر صيب اشرف غني احمدزی د هېواد د ابادۍ لپاره قوي پلانونه لري او دی د دی وړتيا لري، چې د افغانستان له شته امکاناتو په ګټې اخيستنې هېواد له اوسني اقتصادي بې ثباتۍ راوباسي.
دوی دا هم ويل، چې هېوا په تېرو دولس کالونو کې د بې ځايه مصلحتونو قربانی شوی او له دې وروسته داسې یو کس، چې په خپلو پرېکړو او تصميمونو کې جدي وي اړتيا لري، او د دې لپاره ډاکټر صيب اشرف غني وروستۍ هيله ده.
د ناستې د ګډونوالو په وينا، چې ډاکټر صيب اشرف غني د دې وړتيا لري، چې د نړيوالې ټولنې سره د هېواد د ملي ګټو د ساتلو او متقابل احترام په بنياد اړيکي پرمخ يوسي او همدارنګه ګولای شي، چې د هېواد په ابادۍ او رغوونه کې د نړيوالو رول ډېر کړي.
د ناستې په پای کې ټولو ګډونوالو په دې هوکړه وکړه د ناستې ګډونوالو ډاکټر صيب اشرف غنی احمدزی یوازيني کس وباله، چې کولای شي افغانستان له اوسني بحرانه وباسي، د دوی په وینا، چې ډاکټر صيب اشرف غني احمدزی د هېواد د ابادۍ لپاره قوي پلانونه لري او دی د دی وړتيا لري، چې د افغانستان شته امکاناتو په ګټې اخيستنې هېواد له اوسني اقتصادي بې ثباتۍ راوباسي.
، چې د ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي د ملاتړ په موخه به د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې لويې غونډې جوړوي او له خلکو به غواړي، چې په راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو نوموړي ته رايه ورکړي.
دوی همدارنګه پرېکړه وکړه، چې د د کمپاين پيل به د اروپا له مرکزه بروکسله وکړي او لومړی به په همدلته یوه لويه غونډه رابولي.