هر کله چې کومه سیاسي نسخه د افغانستان په اړه لولو نو ارو مرو به د افغانستان د اوږمهالې جګړې کرښې پکښې وې، هیواد او هیوادوال  له کلونو له جګړې ځوږېږې، د سپټمبر ۱۱مه د نړۍ په روان تاریخ کې اړین ځای  لري او هر چیرته یادېږي، د همدې پېښې وروسته په کور دننه او بهر د افغانانو هیلې ژوندۍ سوې، ټولو تمه لرل چې نړیواله ټولنه به د سوله ساتو له ځواک سره یو ځای افغانستان ته ننوځي او هیواد به ګل ګلزار کړي.

خبر نه وو چې د جګړې د بادار یواځې د ټوپکسالارو پر پښو ودرول، د ډالرو کڅوړې ورکول او خپل ستراتېژيکو اهدافو مخته وړل اصلې مخوخې وې، او دا کارونه به لا نور هم جریان لري، خبره رانه بل لور ولاړه نه سي، موږ جنګ ځپلې په هر نوي ښه او بد بلون کې سوله لټوو، موږ جنګ ځورولي د هر دوست او دښمن په سترګو کې د سولې زیری لټوو، موږ د نړۍ تر بل هر قوم د جنګ اور سوځولې د طبیعت هر ښکلي بدلون ته هم د سولي په سترګه ګورو، نیګ شګون دی، او که هغه کلیوالي خبره ده چې وږي ته یې وویل دوه او دوه څو کېږي؟ هغه په ځواب کې ورته وویل چې څلور ډوډۍ.

افغانان سولي ته تږې دي، نه نړیوالو، نه ګاونډیانو او نه هم زموږ د وخت پر څوکیو ناستو بادارانو د سولي لپاره یو مثبت قدم اخیستی، کله چې په کور دننه د سیاسي موخو لپاره کومه لویه ناسته، جرګه او یا هم له هیواده بهر کوم لوی کنفرانس او یا هم دافغانستان په اړه کومه اړینه ناسته وي، ښاریان خو څه چې د کلي ملا او مقتديان هم د مسجد تر مخي راډیو په لاس او خبرونه اورې چې دافغانستان د سولي له حاله ځان خبر کړي. کروندګر په خپله کرونده کې بوخت وې، شېبه په شېبه راډیو اورې چې سوله به کله راځي، سندرغاړي د شعرونو په انتخاب کې لومړی د سولې شعر زمزمه کوي، بوډۍ هم په کور کې د ماشومانو په منځ کې شېبه په شېبه راډیو اورې او د سولې تمه کوي.

تر دې دمه لا د هیچا دا خوب نه دی رښتیا سوی، د نړۍ له ګوټ ګوټه ډيپلوماتان، متخصصین، سرتېرې، مشاورین، لیکوال، ناظرین او آن د اسلامي هیوادونو ملایانو هم افغانستان ته سفرونه وکړل، پایله یې د خپلو اهدافو پلې کول او دافغانانو تر پښو لاندي کول وو، او دا به نور هم جریان لري، لیکوال راغلل، له ولسمشر سره یې په ګل خانې ماڼۍ کې ورځې او شپې تېرې کړې، چې کله بیرته ستانه سول، شمالې ټلواله یې د سویلي پښتنو دښمنه او پښتانه یې ټول طالبان یاد کړل، او دې ته ورته نورې وړې او لویې خبرې چې د کتابونو او رسنیو پر مخ خپرې سوي.

له تېرو دوو ورځو راپه دېخوا په هلمند مرکز لښکرګاه او ځینو نورو ولسوالیو کې دوه ځله ښه واره سوې، هر ملګری چې وینم وایې وارې له کلونو وروسته د لښکرګاه ځمکه سپینه کړل او د سولې د راتلو عامل یې ګڼي، پر فیس بوک او ټویټر یې د هر چا د کور د انګړ انځورونه خپاره سول، هر څوک د واوري له راتګه د سولې هیلې کوي، زما په څېر خوشبین کسان دا دعاوې کوې چې ددې واورې په څېر دي خدای (ج) هیواد ته ناببره سوله راولي، آن ځینو سیمیزو رسنیو پرې راپورنه هم خپاره کړل، دا سمه ده چې د اورښتونو او وارو سره وچکالې نابودېږي او کال اوي کېږي، کروندګر، مالدار، کوچیان او ټول اولس ورته خوشحالېږي، ښاریان وایې له وچکالۍ سره کاختي ځې او ناروغۍ هم له منځه ځي، خو دا ځل د واورې له اورېدو سره د ناروغیو د ورکېدو او وچکالې پرته لویې هیلې کېږي، هغه دا چې واوره به سوله راولي.

جوته ده چې د انسان پر احساساتو، عواطفو او نورو د محیط هر ډول، فزیکي، کیمیاوي، طبعي او دې ته ورته تغیرات ژور اغیز کوي، له واروې څنګه د سولي غوښتنه کوو؟ په دې خاطره چې د سولې د کوترې رنګ د واورې په څېر سپین دی؟ که مو لیدلو خوبونو کې د واروې سره د سولي راتګ رښتیا کېدونکی دی؟

الله ج په خپل کلام مبارک کې فرمایې هر قوم چې خپل حال خپله تغیر نه کړې، هیڅله به پرې مقرر حالت بدلون ونه کړي، لنډه داچې تر څو په ټولیزه اوملي کچه د خپلو ستونزو د حل لپاره په یوموټې توګه حل لاره پیدا نه کړو، تر څو ټول دیو افغان په توګه راټول نه سو، تر څو خپل ګران هیواد ته د مور په څېر درنښت ته ټيټ نه سو، تر څو د پردیو له غلامۍ ځان خلاص نه کړو، تر څو پوهي، علم، او ملت جوړونې لپاره خپله خولې توی نه کړو، هیڅکله به د سولي خوند ونه څکو.

هلمند، لښکرګاه

د فبروۍ ۳مه ، ۲۰۱۴ز کال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *