تاند- یو تازه راپور وايي چې په وروستي یوه کال کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ذهني- روحي ستونزې کمې شوي او روحیه یې تر تېرو کلونو ښه شوې ده.

د امریکا د پوځ د هغه راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ /فبروري ۳مه/ خپور شو، تېر کال امریکايي پوځیانو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې او په خپله ډېر لږ په جنګي ماموریتونو کې ښکېل شول.

د امریکا د پوځ دا راپور د جګړې په میدان کې د ۲۰۱۳ کال په جون او جولای کې له عسکرو څخه د مرکو پر اساس چمتو شوی دی.

له ۲۰۰۳ څخه د امریکا د پوځ دا نهمه سروې ده چې په افغانستان کې اخیستل کېږي.

تر دې پخوا په ځلونو ویل شوي و چې د امریکا لپاره د افغانستان او عراق په جګړو کې تر وژل کېدونکو ځواکونو لویه مسله په دې جګړو کې په سترس، ډیپرېشن یا ذهني پریشانۍ د اخته کېدونکو پوځیانو ستونزه ده.

د امریکا د پوځ په وروستي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۳ کې د دوی د پوځیانو ذهني پریشاني، سترس، ډیپرېشن او دغه راز ځان وژنې ته لېوالتیا تر ورتېرو کلونو خورا لږه شوې ده.

په سروې کې، چې له نژدې ۹۰۰ عسکرو څخه د پوښتنو پر اساس شوې ده، ۲۰ اعشاریه ۲ فیصدو ویلي چې تېر کال د دوی روحیه لوړه یا خورا لوړه وه. دا په داسي حال کې ده چې وړم کال (۲۰۱۲) ۱۴.۷ او په ۲۰۱۰ کې ۱۶.۳ ورته خبره کړې وه.

د تېرو نظرپوښننو په لړ کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر زیات و. په ۲۰۱۰ کې نژدې یو لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره ول خو اوس شاوخوا ۳۴ زره پاتې دي.

خو د راپور پر اساس د امریکايي پوځیانو د روحیاتي وضعیت د بدلېدو اصلي علت دا دی چې اوس دوی په جګړه کې ډېره لږه برخه اخلي.

تېر کال امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو د افغانستان د جګړې د تېرو شپږو کلونو په پرتله تر ټولو لږ تلفات لرل خو د دې په مقابل کې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې په تېرو دوولس کلونو کې بې سارې وې.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په ۲۰۱۳ کې ۱۱۸ امریکايي پوځیان ووژل شول، حال دا چې په ۲۰۱۲ کې ۲۹۷ تنه وژل شوي ول. په همدې کال (۲۰۱۲) ۱۸۷۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي ول، خو په ۲۰۱۳ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ۲۷۶۷ ته لوړ شو.

One thought on “په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو روحیه لوړه شوې او ذهني پریشانۍ کمې شوي”
  1. نوخامخا به لوړیږی چې په ۲۰۱۳ کې ۱۱۸ امریکايي پوځیان ووژل شول، حال دا چې په ۲۰۱۲ کې ۲۹۷ تنه وژل شوي ول. په همدې کال (۲۰۱۲) ۱۸۷۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي ول، خو په ۲۰۱۳ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ۲۷۶۷ ته لوړ شو.

    د امریکا دوه شرکتونو په افغانستان د افغان ولس وژنی لپاره ګومارل شوی ول چې اول یې بلیک واټر او بل یې طالبان دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *