د زابل امنیتي چارواکي د راتلونکو ټاکنو د امنیت لپاره د چمتوالي  خبرورکوي، د دې ولایت امنیه قوماندان وايي چي پدې ولایت کې ۸۱ مرکزونه دي، چي پکی دوه دانې به تړل شوي وي ، ۲۵ دانې به ترامنیتي ګواښ لاندي وي او پاته نور به دهیڅ ډول امنیتي ګواښ سره مخ نه وي. نوموړی وايي چي ترګواښ لاندي مرکزونو کې ددوی چاڼیز عملیات روان دي.

په هغه غونډه کې چي نن ددې ولایت دامنیه قومنداني په انګړ کې جوړه سوې وه، پکي ددې ولایت دټولو ولسوالیو امنیه قومندانانو برخه اخیستلې وه او دهرې ولسوالۍ مسولینو دراتلونکو ټاکنو دامنیت دخوندیتوب په اړه معلومات ورکړل.

دغونډي پرمهال دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وویل چي زابل ولایت دټاکنو درايې ورکولو دپاره ۸۱ مرکزونه لري او دیادو مرکزونه څخه دوه دانې به دخاکي افغان په ولسوالي کې تړل شوي وي.

ښاغلی روغ لیونی وايي چي پدی مرکزونو کې به ۲۵ دانې ترامنیتي ګواښ لاندي وي چي دوی به يې دامنیت دخودیتوب په اړوند جدي ګامونه ترسره کړي.

نوموړی همداراز وايي چي دامهال دګډو ځواکونو لخوا ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات روان دي.

دغونډی پرمهال ددې ولایت مرستيال او سرپرست والي ښاغلی محمدجان رسولیار دعامه پوهاوي دپروګرامونو دلږوالي څخه خبرورکوي، نوموړي وايي چي مدني ټولنې، ځوانان او ټولې دولتي ادارې باید خلګو ته دټاکنو دارزښت دپوهاوي په اړوند کاروکړي ځکه دهغه په وینا په لیرو پرتو ولسوالیو کې اوس هم خلګ په ټاکنو نه پوهیږي.

په زابل امنیتي چارواکي پډاسي حال کې دیوشمیر مرکزونو دګواښ څخه خبرورکوي چي خاکي ولسوالي دادوهم ځل دی چي دټاکنو څخه پاته کیږي او دتیرو ۶ کلونو راپدې خوا ددولت دوسله والو مخالیفینو په لاس کې ده.

احمدولي سرحدي
د زابل دازادورسنیو مرکز رېیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *