تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن /فبروري۴مه/ له خپلو جګپوړو دفاعي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفرډ واشنګټن ته تللی او ټاکل شوې ده چې له اوباما سره د افغانستان په اړه په نننۍ غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په داسي حال کې جوړېږي چې امریکايي چارواکو له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې له متحدو ایالتونو سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي څو امریکايی پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړای شي.

پرون/دوشنبه/ د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني وویل چې امنیتي موافقه باید په څو اوونیو کې لاسلیک شي او میاشتو ته ونه ځنډول شي.

د افغانستان ولسمشر لا هم د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره پر خپلو شرطونو، په تېره بیا په افغانستان کې د سولې په راوستلو ټینګار کوي.

په همدې منځ کې د افغانستان حکومت له ناټو وغوښتل چې له افغانستان سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ناټو پخوا ویلي و چې له افغانستان سره په هغه صورت کې امنیتي موافقه لاسلیکوي چې دا هیواد لومړی له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې، چې روانه اوونۍ ارګ خپره کړه، پر ناټو ږغ کړی چې له افغانستان سره امنیتي موافقه نهايي کړي.

په دې اړه د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت په غونډه کې تاکید وشو چې باید له ناټو سره امنیتي موافقه لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *