تاند- د هند په بنګلور کې د کمپیوټر د سافټوېر یا نرمکالي یوه انجنیر په بس کې د کار دفتر ته د تګ په مهال په خپل موبایل ټېلفون ناول لیکلی دی.
د ۳۸ کلن ویدیا شنکر له کوره دفتر او له دفتره کور ته په تګ راتګ په بس کې یو ساعت تېرېږي. دی له دې وخته د ښې استفادې لپاره یا کتاب لولي یا پر خپل موبایل لیکنه کوي.
د ویدیا په وینا یوه شپه یې خوب ولید، خپل خوب یې پر موبایل ولیکه او بیا یې په فېسبوک کې خپور کړ. ملګرو د ده طرحه خوښه کړه، وروسته یې ترې ناول جوړ کړ.
ویدیا وايي چې هره ورځ به یې دفتر ته د تګ راتګ په ترڅ کې د موبایل ټېلفون په وسیله پر خپل ناول کار کاوه.
دی وايي، ۷۲ مخیز ناول یې، چې له یوه پتنګ سره پکې مکالمه کوي،«د خوبونو د پتنګ په لټه کې» نومېږي.
تر دې پخوا په امریکا، ځینو اروپايي او د جاپان او کوریا په شان ځینو اسیايي هیوادونو کې هم په موبایل ټېلفون د سفر په ترڅ کې ناولونه لیکل شوي خو په هند کې دا لومړی ځل دی چې یو څوک په موبایل ناول لیکي.
دتاند خبری ویب پاڼی له معلوماتو نه نړي نړي مننه کوم چی موژ( دافغانستان بی چاره ولس ته) یی په خپل وخت وړاندی کړی دی او دمهربان خدای ج له لوی دربار څخه ورته دنورو بریالیتوبونو او پرمختګونو غوښتونکی یم.