تاند- که غواړئ چې چاغ نه شئ او تل مو اندام ښه وي نو تر وسه وسه سره بانجڼ وخورئ ځکه چې رومي بانجڼ نه یوازې چې نه مو چاغوي د لوږې مخه مو هم نیسي.

په بریتانیا کې له یوې تازه څېړنې سره سم، هغه کسان چې سره بانجڼ ډېر خوري لږ وږي کېږي او په نتیجه کې یې د وزن د زیاتېدو مخه نیول کېږي.

په څېړنه کې همداراز نتیجه اخیستل شوې چې رومي بانجڼ پر دې سربېره چې د وزن له مخنیوي سره مرسته کوي د راز راز سرطانونو، لکه د پوستکي، سږو، ځګر او حتي د سینو د سرطان مخه نیسي.

نو که چاغ یاست او غواړئ چې وزن مو زیات نه شي هڅه وکړئ چې هره ورځ تازه سره بانجڼ وخورئ.

One thought on “سره بانجڼ د چاغښت او سرطان مخه نیسي”
  1. مننه معلومات دی ګټور دی خو دادی ندی لیکلی چی بانجان باید خام وخوړلی سی او که پاخه

ځواب دلته پرېږدئ