د افغانستان بانک په هيواد کې د ټول مالي سيستم په سر کې ځای لري چې د هيواد ټول مالي سیستم رهبري کوي او په هيواد کې د مالي سیستم څخه څارنه کوي خو له بده مرغه د هيواد مالي سيستم د داسې اشخاصو په لاس کې دی چې تل ورسره دخپلو شخصي ګټو غم وي د هيواد د مالي سيستم هيڅ پروا نلري. دا به د بانکونو په تاريخ کې لومړی ځل وي چې د يوه هيواد مرکزي بانک سقوط سره مخ کيږي ځکه په نړۍ کې د بانکونو د جوړيدو له تاريخ سره سم د نړۍ په هيوادونو کې ډير سوداګريز بانکونه سقوط کړی چې ښه بيلګه زموږ په هيواد کې د لوی سوداګريز بانک یا کابل بانک سقوط وو خو د نړۍ د بانکونو په تاريخ کې هيڅ کله هم د کوم هيواد مرکزي بانک سقوط نه دی کړی خو په دې وروستيو کې يو شمير اشخاص غواړي چې دا تاريخ په هيواد کې را جوړ کړي .د هيواد په مالي سيستم يوه داسې ډله حاکمه ده چې د بانک په نامه يې تش په نامه مضمون لوستی او نه د بانک په ټولو چارو پوهيږي خو له بده مرغه زموږ ټول مالي سيستم بيا د داسې اشخاصو په لاس کې دی .تاسو پوهيږی چې افغانستان له يو ډير نازک حالت څخه تيريږي او که دا ځل په هيواد کې يو سوداګريز بانک له سقوط سره مخ شو نو زموږ دا غم ځپلی هيواد به هيڅ وخت هم د مالي سيستم څښتن نشي په هيواد کې به بیا هيڅوک هم په مالي سيستم باور ونکړی لکه څرنګه چې دې خوار ولس د کابل بانک به سقوط کې تر يوه مليارده ډالره زیان وموند نو دا ځل به دا زيان په څو چنده وي او زموږ خوار ولس به بيا دا زیان له کومه کړي او له چا به خيرات غواړي له بلې خوا نړيواله ټولنه هم نه غواړي چې له موږ سره مرستې وکړي ځکه کله چې په هيواد کې لوی سوداګريز بانک یا کابل بانک سقوط وکړو د پيسو نړيوال وجهي صندوق هم پر افغانستان خپلې مرستې ودرولې ځکه نړيوال هم نه غواړي خپلې مرستې بې ځايه او بې موخې په لګښت ورسوي .
د افغانستان بانک د ټولو مشر چې په نړيوال سوداګرۍ کې ليسانس دی او د بانک په اړه مسلکي زده کړې نلري خو بيا هم په زده کړو کې له نورو يو څه ښه دی ځکه نړيواله سوداګري هم په اقتصادي برخه کې راځي خو کوم کارونه چې تر سره کوي هغه په رښتيا هم چې ډير دردونکي دي. ډير بې مسلکه خلک يې مقرر کړي چې ښه بيلګه د ده په خپل رياست کې د حعفر سادات يو کار کوونکی کار کوي چې زمين شناسي يې لوستې ده . ددې تر څنګه یې په بانک په لسګونو خلک مقرر کړي چې په نورو ليکونوکې به يې نومونه او د تحصیل درجه ټول ولس ته روښانه کړم .اوس يې يوازې د امتياز يادونه کوم چې په د هيواد په ټولو رياستونو کې سارۍ نلري:د نور الله دلاوري میاشتنی معاش يوازې ۴۱۴۵۰۰ افغانۍ دی
د افغانستان بانک لومړی مرستيال خان افضل هډه وال نوميږی نوموړی تر دې دمه بکلوريا دی اسناد يې د لوړوزده کړو وزارت له خوا په رسمي ډول نه دي ارزيابي او تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې ایا د ده اسناد اصلي دي او که جعلي ځکه د افغانستان بانک په ډيټا بیس کې د ښاغلي خان افضل هډه وال د اسنادو په اړه يې داسې ليکلي دي (بکلوريا/ليسانس معادل ماستري اسناد هایی تحصیلي شان رسما طی مراخل نګرديده) که دا اسناد سم وي نو دا ښاغلی ولې خپل اسناد په رسمې توګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لارې د افغانستان د لوړوزده کړو وزارت د قانون له مخې طی مراحل نکوي له بلې خوا تاسو پوهيږئ چې پاکستان په نړۍ کې د جعل له کبله نوم لري د هيواد د ټاکنو کارتونه په کانکور د شامليدو جعلي کارتونه او نور په سلګونو کارونه په جعلي توګه په پاکستان کې تر سره کيږي. ښاغلی هډه وال تر دې دمه د بکلوريا امتياز اخلي :
تخصصي معاش ۲۸۹۸۰۰ افغانۍ جمع امتياز تحصلي ۲۵۰۰چې ټول کيږي ۲۹۲۳۰۰زره افغانۍ
د تعجب خبره خو دا ده چې په خپله بکلوريا او د دفتر امر یې ليسانسه دی (نور الحق قانع) خو بیا په دفتر کې دوه نور کارکونکی هم لري چې له ده سره معادل دي يو يي بنارس خان خپل اوښی او بله د سعدیه په نوم سکرتران دي.
همدرانګه په ټول هيواد کې د مالي موسيساتو (صرافيانې، بانکونه ) د څارنې مسول چې هغه هم تر دې دمه بکلوریا دی او تر لاس لاندې یې په لسګونو ليسانسه او ماسټران کار کوي تاسو پوهيږي چې د هيواد په ښونځيو کې د بانک په اړه يو عادي عنوان هم نشته نو دې به څنګه د ټول هيواد مالي سيستم اداره کړي خو معلومه خبره ده چې له کاسې لاندې نیم کاسه شته ده.خو کله چې بهرنۍ سفر راشي نو لومړی په کې خپل نوم ليکي د سفرونو په اړه خو د خفګان خبره دا ده چې څو موده وړاندې د امريکا د محتده ايالاتو يو ټرنګ راغلی وو چې د دې ډلې يو شمير ملګري ور معرفي شوي ول خو دا ټرننګ لنډې مودې لپاره وځنډول شول چې له دې ډلې نه دوه ملګري پراخستل شوي پاسپورټونو امريکا ته وتښتيدل اوس هلته دي خو کله چې دا ټرننګونه بیرته پيل شول داسې خلک يې ورته نور معرفي کړل چې يوه مياشت مخکې له هندوستان هيواد څخه راسته شوی وو خو دلته بيا داسې خلک هم شته چې څو کاله يي تير کړي تر اوسه یی يو ټرننګ هم نه دی اخيستی .
په دې ليکنه ما غوښتل چې يوازې په رياست او لومړي مرستيال وغږيږم دا چې د نظارت خبره مهمه وه نو ځکه مې دلته ياد کړو د ټول نظارت په اړه چې د افغانستان بانک د نظارت په امریت کې څه تيريږي او څومره بکلوريا په مسلکي ليسانسو امريت کوي او د افغانستان ټول مالي سيستم څو بکلوريا نفر چلوي راتلونکې ليکنه به پرې په مکمله توګه وکړم .زما د ليکونو يوازينۍ موخه د خپل هيواد او مالي سیستم ننګه ده او په دې غريب هيواد مې زړه ډير درديږي چې د هيواد ټول مالي سيستم دې يو څو بې کفايته خلکو په لاس کې دی.په افغانستان بانک کې څومره بکلوريا خلک کار کوي زه د بکلوريا خلاف نه يم ښه خبره ده چې کار کوي خو تاسو پوهيږي چې هر کال په هيواد کې څومره مسلکي خلک فارغيږي له هغوي سره څومره ظلم دی له بلې خوا همدا بکلوريا بيا په ماسترانو او لسانسو امريت کوي د دوی په زړه به څه تيريږي او تر ټو مهم خبره خو دا ده چې بکلوريا نور نه غواړي خپلې زده کړې وکړي ځکه وايي چې زما لاس لاندې ليسانسه او ماسټران کار کوي نو علم څه پکار دی .
زه له خپل ولس سره وعده کوم چې په راتلونکو ليکونو کې به د افغانستان بانک د ټولو بکلوريا کار کوونکو او امتيازاتو په اړه د هيواد ټولو رسنیو او ویب پاڼو ته ور وپيژنم او نومونه به يې افشا کړم تر څو د يو افغان په توګه خپل ملي رسالت ترسره کړم .
لوی افغانستان اونيزه
دا څه حال روان دی خدای خو دی دوی تبا کړي
ښاغلی دلاور خان دلاور صیب !
دا به ومنو چې ټول افغانستان کې غیر مسلکي خلک مسلط دي آن که ته او زه هم یو هېڅوک پخپل مسلک کې کار نه کوي
له وزیرانو نیولې او تر وړو مامورینو پورې خو زه تا ته د یوې خبرې حقیقت در په زړه کوم د نور بانک نه دې خبر نه یم خو زه یوازې هډه وال صیب پکې پېژنم چې د هغه په هکله دې معلومات دې ډېر ضعیفه ، بې بنیاده او کره نه دي هېڅ اصل او بنسټ نه لري، خان أفضل هډه وال چې زه څومره پېژنم نو له ما نه مخکې د قانون د فاکلتتې نه اویا د دې ځای په اصطلاح له حقوقو نه فارغ دی دا خو دې هسې افترا او دروغ پسې تړلي دي زه نه بلکې ټول کابل په دې ګواه دی دا معلومات خو دې هېڅ بنسټ نه لري او که چېرته دې تعلیم کړی وي او لوستی یې نو هلته قانون کې بیزنس لا کارپوریشن لا او اقتصادي قوانین ویلي دي ، بله دا ده چې نړیوال چې انټروي اخلي نو وايي چې بکالوریس ډګري ولري او یا یې څلور کاله په همدې حقل میدان او فیلډ کې کار کړی وي نو منل کیږي او دی له دولسو کلونو راهيسې په همدې میدان کې لوبېدلی او له ډېرو اقتصادانانو ښه پوهیږي
بله خبره دا ده چې په سکرتیریت کې دومره مسلکي توب اړین او ضروري نه دی چې یو سړی دی هغسې سند او شهادتنامه لاسته راوړي چې ته یې غواړې
پاتې شوه د معاش دا خو کرزې نه نیولې تر وړو پروژو خاوندانو پورې لګیا دي او جیبونه ډکوي نو که ده په سمه قانوني لاره واخستې نو سه وشول دا د ادارې خپل سلسلة مراتب دي چې څه ډول یې معاش او تنخوا لوړيږي او کمیږي دشخصي جیب نه نه ورکول کیږي او نه دا چې دولت او ریاست یې پرې خبر نه دی.
زه د هغه سره په اداره کې کار نه کوم ، نه مې څه خپلوي ورسره شته، نه کوم خیر او خیرات ترې رارسیږي او نه مې دسیمې دی خو یوازې دهغوی په هکله له تا نه ډېر معلومات لرم ښه با احساسه او ځوانمرده أفغان دی په هر څه ښه پوهیږي.
دا خو ددې په هکله ستا معلومات دروغ و خو دنورو په هکله معلومات ښه کره کړه منابع یې وګوره او له کوم رازدار سره یې لږ غټ غټ ټکي شریک کړه چې د باور وړ وګرځي لکه درئیس او نورو په هکله ځکه هغه هسې هم عیسایي میزاجه غوندې دی پروا نه لري، که ریښتیا هم نور غلط او خاین په ګوته کړې او لږ له قوي منبع او استدلال نه کار واخلې نو دا به دې د ملت سره ښیګړه وي
پاتې شو د لوړو زدکړو په وزارت کې ثبت او رسمیت نو دا به دومره جدي ستونزه نه وي لکه چې ته ورته وارخطا یې
زه په یو پوهنتون کې استاذ یم ما انجینران او اقتصاد دانان او حقوق پوهان پکې ولیدل چې والله که یو حرف په ځیګر کې لري او نه ورسره له هډه وال نه زیاته څه فلسفه او اجنډا شته چې د هېواد پخیر وي دی خو بیا هم څه ناڅه تجربه او لږ تر لږه په بهرنیو ژبو له تا او ما او له که مبالغه نه وي نو له ځینو وزیرانو او معینانو څخه هم ډېر پوهیږي.
تاند والو تاسو هم لږه څېړنه اوتحقیق کوئ چې دا ریښتیا دې او که دروغ په بل چا تهمت نه وي چې بیا الله مه کړه له تاسو نه خلک ګیله کوي او زموږ باور چې پر تاسو یې کوو زیانمن نه شي
خو وروره نوم د ې هم دپیښورو ادیبانو غوندې ایښی زما خبرې دفاعي بڼه نه بلکې ستا سره د مرستې په پار وکړې څو دې معلوماتو کې اضافه وشي چې دروغو کې الله مه کړه راګېر نه شې او که نه نو نور ته داخل نه له ما ښه خبر یې چې څه تېریږي ؟ خفه کیږو به سره نه بله خبره داده چې دا اسرار دې مخکې ولې نه ویل څه شخصي ستونزه خو به دې وسره نه وي پیدا شوي؟ دا تعهد او ښیګړه له هېواداو هېوادوالو سره له مخکې پکار وه چې خاینین دې رسوا کړي وای خو ستا نه ډېر
وروسته دا کار وشو چې اوس هم سر وخت دی خو لږ په حقایقو اډانه معلومات پکار دي
یوه نړۍ مننه