سره د دې چې د خدای”ج” په شتون او عظمت یې پوره درلود، بې ساري مینه يې ورسره وه اود ځمکې پرمخ يې د هغه د استازي په توګه یوه سپېڅلې دنده اجرا کوله، خو د ادم د دغه زوی په زړه کې بیا هم دا هیله وه، چې خپل محبوب مخامخ له نږدې وګوري.
خدای”ج” ورته وویل، چې ددې غوښتنې په اړه دې کوم ممانعت نه لرم، خو ته به يې توان ونه لري او زما لیدل به درته ګران وي. خو بنده همغسې شله و، غوښتل یې خپل محبوب له نږدې وګوري او خپله دا غوښتنه یې پوره شي.
خدای”ج” ته ګران و او غوښتنه يې قبوله کړه، په یوه توره وهمناکه شپه یې خپل نور د طور پر ځمکه ور وښود، د تلوسې اخیستي انسان سترګو ددغه نامریي جلوو د لیدلو تاب ونه درلود، په کمزوري زړه یې ضعف راغی او په هغه ځمکه ځای پر ځای کښناست چې د خپل خالق د ښکلا او عظمت جلوو په خپل نور کې رانغاړلې وه.
کله چې را په خود شو او خپله نړۍ يې حس کړه، بیايې نو هېڅ وخت هم دا غوښتنه ونه کړه او سر په سجده پرېوت، ټولو کايناتو يې ننداره کوه خدای هم په مینه ورته کتل. دا د خدای”ج” او انسان تر منځ لیدنه وه. دې انسان له دې پېښې وروسته خپل پیغام ټولو پیروانو ته ورساوه او د ټولو باور د خپل خالق پرعظمت او مهربانۍ لا زیات شو.
له هغې ورځې پېړۍ او زمانې تېرې شوې، خدای”ج” خپله مینه، مهربانۍ او غضب په بېلابېلو بڼو انسانانو ته ورښکاره کړ، خو اوسنی انسان دومره سپین سترګی شوی، چې سترګې یې ددې مینې او مهربانۍ پر جلوو هم نه برېښي، ښايي ړوند شوی وي، چې د خپل خالق مینه او غوسه نه شي درک کولی.
دا خو لا پرېږده، هغه ځمکه يې هم په خپلو وینو ولړله، چې په طور کې خدای”ج” د خپل جلال او جمال په نامریي جلوو ښکل کړې او وینځلې وه ، د هغه ګران استازي پرې هملته سجده لګولې او د بندګۍ تلپاتې وږمې یې پرې شیندلې وې.
د اوسنی زمانې انسان، چې د خدای”ج” مینه او مهرباني نه شي درک کولی، زړونه یې د جلال په نوراني وړانګو نه دي لمبېدلي، نو د جلال او غرور وېره هم د هغه په وجود کې ځای نه لري، دی چې خپله ځان د جلال او جمال خاوند ته نه ورنږدې کوي، نو هغه به څنګه دده سره مینې او خبرو ته را وړاندې شي.
۲۰۱۴ فبروري ۳مه
khuday pak cha na dey leedalay, Khuday pak khpel noor tur ta werwokhod, awo Mussa (as) de tur hal ta pa leedo sare zuft waka. He didnt se Allah. Allah answered him(as), lantarani(arabic), which means, you cant see Me. So please brother correct this statement of yours.
wa salam.